د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

مستغني: د پاکستان توغندیزې حملو دوام به اړیکې لا ترینګلي کړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له‎خوا په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرابر حسین له احضار وروسته دغه وزارت هيله څرګندوي چې پاکستاني پوځيان به نور د افغانستان پر خاوره له راکټي حملو ډډه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که د پاکستان له خاورې څخه د توغندیو حملې دوام وکړي نو دا به د دواړو هېوادونو اړیکې لا زیانمنې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"د پاکستاني پوځيانو دا ډول کړنې کولې چې د دواړو هېوادونو اړیکې لا ترینګلې کړي، موږ تمه لرو کوم اعتراض چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له‎خوا د پاکستان لوري ته سپارل شوی دی پاکستاني پوځيان به په راتلونکي نور له دا ډول پارونکو اقداماتو ډډه وکړي."

ښاغلي مستغني همدارنګه وویل چې دوی تېره ورځ د کندهار په معروف او د کونړ په سرکاڼو سرحدي ولسوالیو کې یې د پاکستاني پوځیانو د راکټي حملو په غبرګون په کابل کې د دغه هېواد سفیر احضار کړی او خپل اعتراض وړاندې کړی.

د رپوټونو له مخې په تېرو کلونو کې هم پاکستاني پوځيانو پر ننګرهار، کونړ او ځینو نورو سرحدي سېمو دا ډول حملې کړې او خلکو ته تلفات او مالي زیانونه وراړولي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا پرون په اوونیز خبري کنفرانس کې که څه هم د وروستیو راکټي حملو په اړه څه ونه ویل خو یو ځل بیا یې یاده کړه:

"پاکستان اجازه نه ورکوي څو خاوره یې د بل هر هېواد په سر د حملو لپاره وکارول شي."

هغه وویل چې د ضرب عضب د عملیاتو په نتیجه کې چې د افغانستان-پاکستان په پوله وشول ګڼ شمېر وسله‌وال مخالفین له پولي ها خوا واوښتل خو دا ټولې هڅې د دې لپاره پاکستان کوي چې غواړي په پوله کې ثبات خوندي کړي.​

کابل کې د پاکستان سفیر
کابل کې د پاکستان سفیر

افغان حکومت له دې وړاندې هم په وار-وار له پاکستانه د افغانستان په سرحدي سیمو د راکټې حملو د بندېدو غوښتنه کړې خو د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په وینا تر هغه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مداخلو عوامل پيدا او له منځه ولاړ نه‎شي دا ډول شکایتونه به نتیجه ونه لري.

د ولسي جرګې غړي مولوي شهزاده شاهد
د ولسي جرګې غړي مولوي شهزاده شاهد

د ولسي جرګې غړي مولوي شهزاده شاهد د جمعې په ورځ په‎دې اړه وویل:

"دغو مسایلو ته چې د حل اساسي لارې چارې ونه موندل شي، نو په دا ډول شکایتونو او احضار د افغانستان او پاکستان ستونزه نه هوارېږي، زما په اند باید د مداخلو عوامل پیدا او حل‎لاره ورته ولټول شي."

له دې سره هم‎مهاله بیا په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي وایي چې د پاکستان د سفیراحضار یو فشار دی چې پاکستان د افغانستان پرخاوره له راکټې حملو لاس واخلي.

خو د ښاغلي سعیدي په وینا دغه فشارونه هغه مهال نتېجه ورکوي چې د پاکستان پوځي مقامات د افغانستان په چارو کې له مداخلې لاس واخلي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG