د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

په هلمند کې ډېری کروندګر د کوکنارو دوهم فصل ته چمتووالی نيسي


په هلمند کې ډېری کروندګر د کوکنارو دوهم فصل ته چمتووالی نيسي.

له دې سره چې په هلمند ولايت کې د کوکنارو د کر د له منځه وړلو کمپاين ونشو، کروندګر وتوانېدل چې په دغه ولايت کې د کوکنارو تر يوه زيات فصلونه وکري او وسله وال طالبان هم له دې لارې زیات عواید تر لاسه کړي.

له دغو کروندګرو څخه يو کس چې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې اوسېږي او د امنيتي دلايلو له کبله يې نشو کولای چې خپل نوم وښيي، ازادي راډیو ته وويل چې د کوکنارو په لومړي فصل کې چې په دې وروستیو کې پای ته ورسېد، پر اته جريبه ځمکه يې کوکنار کرلي وو.

د دغه کروندګر په وينا، له دې سره چې د کوکنارو د کر ټول زيار د ده پر اوږو دی، خو دی د خپلې ځمکې د حاصلاتو يوازنی څښتن نه و، بلکې وسله والو طالبانو له هر جريب ځمکې چې پکې کوکنار کرل کېږي، له درېيو څخه تر څلورو خوردو کوکنار د عشر په توګه واخيستل.

ده زياته کړه چې سږ کال په هلمند ولايت کې د کوکنارو د کر له طريقه طالبانو ډېر عايد درلود.

ده وويل:

"که ترياک ښه وو که بد، که د ماښام ډوډۍ ولرې که نه، باید عشر ورکړې او طالبانو سږ کال د ترياکو له لارې ډېره ګټه تر لاسه کړه، نه یې يوازې له کروندګرو عشر واخيست، بلکې د ورځې له پيله تر پایه يې طالبان جلا راغلل او د زکات او په جګړه کې د مرستې په نوم یې ځانونه زموږ په ځمکو کې راسره شريک کړل او په لسمه ورځ به یې پاڼې راوړې چې د عشر وخت دی."

په هلمند ولايت کې د طالبانو يوې سرچينې له ازادي راډيو سره په خبرو کې تأیيد کړه چې طالبانو سږ کال په هر جریب ځمکه کې له درېيو تر څلورو خوردو عشر ټاکلی دی.

دغې سرچينې خپل نوم ځکه ونه ښود چې له رسنيو سره د خبرو صلاحيت نه لري، خو ويې ويل چې په هلمند کې طالبان نه يوازې له ځمکو عشر ټولوي، بلکې په ډېری برخو کې د ځمکې له څښتن سره په نېش وهلو کې مرسته کوي.

د کوکنارو د کر زیاتېدل او د ترياکو د بیې کمېدل!

د هلمند کروندګر وايي، وروسته له هغه چې طالبانو ته یې له خپلې ځمکې عشر او زکات ورکړ، تر اووه کيلو کم کوکنار ورته پاتې شول چې هغه هم په ډېره کمه بیه ور خرڅ شول.

د ده په وينا، پخوا به څلورنيم کيلو کوکنار چې په هلمند کې ورته یو مَن ويل کېږي، په یو لک پاکستاني کلدارو پلورل کېده، خو اوس چې د کوکنارو کر زیات شوی، په هلمند کې يې د هر من بيه ۲۵ زرو کلدارو ته رسېدلې ده.

کله چې مو په هلمند کې له دې کرونګر څخه د کوکنارو د پير په اړه پوښتنه وکړه، ده وويل:

"هر څه د طالبانو په لاس کې دي، حتی قاچاق وړونکي له هغوی سره دي، يو کس نه، په دې کار کې سلګونه کسان لاس لري او ترياک ټولوي، دا ټول ترياک برامچه سیمې ته ځي چې هغه ځای له پاکستان سره پوله لري او پاکستان ته قاچاق کېږي او همداراز له همدې برامچې څخه نيمروز ولايت ته ځي، له هغه ځايه ايران ته قاچاق کېږي او همداسې نورو هېوادونو ته."

د هلمند د ولايتي شورا رئيس عطاالله افغان له ازادي راډيو سره په خبرو کې په هلمند کې د ترياکو د بيې د کمېدو خبره تأييد کړه او ويې ويل چې په هلمند کې د هيروئينو د تولید او پروسس پر فابريکه د بهرنیو ځواکونو بمباري په دې ولايت کې د ترياکو د بيې د کمېدو لامل شوه.

ښاغلی افغان وايي:

"په دې وروستيو کې چې بهرنیو د مخدره موادو او هيروئينو د تولید فابريکې بمبار او تخريب کړې، د ترياکو بيه هم کمه شوه او یو من تریاک چې مخکې یو من تریاک په يو لک پاکستانيو کلدارو پلورل کېده، اوس ۲۵ زرو ته کم شوي دي."

په افغانستان کې ځای پر ځای د امریکا د نظامي ځواکونو چارواکو د روان ميلادي کال په لومړيو کې په هلمند، فراه او نيمروز کې د مخدره موادو د توليد د لسګونو فابريکو د تخريب خبر ورکړ.

جېمز هکر په افغانستان کې د امريکايي قواوو يو لوړپوړی قوماندان دی چې هغه مهال يې ويلي وو:

"د طالبانو د تمويل منابع به قطع کړي چې د دې ډلې فعالیت کم شي."

د هلمند کروندګر چې پر خپله اته جريبه ځمکه یې کوکنار کرلي، همداراز ازادي راډيو ته وويل چې د يوه کال پر مهال په هلمند کې کروندګر څلور فصله کوکنار کري چې اوسمهال د کوکنارو د کر دوهم فصل په دغه ولايت کې دوام لري او تر اختر وروسته به درېيم فصل پيل شي.

د دغه کروندګر په وينا، پخپله هم په راتلونکو څو ورځو کې د کوکنارو د کر دوهم فصل پيلوي.

د کوکنارو د کر ښه حاصلات په اوبو پورې تړاو لري او په هغو سیمو کې چې بارانونه ډېر وي، د کوکنارو کر ښه حاصلات لري.

د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندي د مبارزې وزارت او د مخدره موادو او جرايمو پر ضد د ملګرو ملتونو دفتر په ګډه سروې کې چې د روان کال د مې مياشتې په شلمه نېټه خپره شوه، راغلي چې تېر کال په افغانستان کې شااوخوا نهه زره ټنه ترياک تولید شوي.

په افغانستان کې د مخدره موادو او جرایمو پر ضد د ملګرو ملتونو د دفتر رئیس مارک کولهون ويلي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۳۲۸ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو چې د ۲۰۱۶میلادي کال په پرتله ۶۳ فیصده زياتوالی ښيي.

د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت د سروې رئیس سيد نجيب الله احمدي وايي، د روان کال دې ته ورته سروې به په اګست مياشت کې بشپړه شي او په سپټمبر مياشت کې به خپره شي.

له دې سره چې د سږ کال سروې تر اوسه نه ده بشپړه شوې، ښاغلی احمدي د دغه وزارت د موندنو پر اساس وايي، احتمال نشته چې په هلمند کې د کوکنارو کر کم شوی وي.

دی وایي:

"سږ کال د هغو عکسونو پر اساس چې له سټلايټه زموږ لاس ته راغلي، په کر کې کمی راغلی خو په جنوبي ولاياتو په ځانګړې توګه هلمند کې د کوکنارو په کر کې د دومره کمی نه ليدل کیږی. حتی په ۲۰۱۷میلادي کال کې شوې سروې ښيي چې په هملند ولايت کې ۸۵ فيصده کرنيزو ځمکو کوکنار کرل شوي وو او هېڅ کلی نه و چې د کوکنارو له کره پاک وي."

د کوکنارو د کر د له منځه وړلو لپاره اقدامات!

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د سروې رئیس د دې دليل چې ولې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاين په هلمند ولايت کې سږ کال نه دی عملي شوی؟ داسې ياد کړ.

نوموړي وویل:

"په لومړي سر کې امنيت د دې لامل شو چې په هلمند کې د کوکنارو کر د له منځه وړلو کمپاين عملي نه شو، ځکه د هلمند ډېری برخې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې دي، په دوهم قدم کې نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه، د امریکا سفارت ژمنه کړې وه چې د هر هکټار ځمکې د پاکولو په بدل کې به ۲۵۰ امریکايي ډالر کروندګرو ته ورکوي، پر خپل وخت ورنکړل شوې چې د پيسو يوه برخه د ولايت بودجې ته لاړه شي او استفاده ورڅخه وشي، همدا لاملونه وو چې په هلمند کې د کوکنارو کر له منځه يونوړل شو."

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستيال د ۲۰۱۷میلادي کال د کوکنارو د کر د له منځه وړلو د سروې اعلانولو پر مهال وویل چې په دغه هېواد کې د مخدره موادو پر ضد ځواکونه د مخدره موادو قاچاق وړونکو ته له کاله له څلورو څخه تر پنځو ميلیونو ډالرو پورې ضربه رسوي.

په هلمند کې د طالبانو سرچينه ادعا کوي چې د مارجې او ګرشک ولسواليو چې تر يوه حده د دولت په کنټرول کې دي، کروندګر افغان امنيتي ځواکونو ته باج ورکوي.

که څه هم د هلمند د ولايتي شورا رئیس عطاالله افغان له ازادي راډيو سره په خبرو کې د طالب سرچينې دا ادعا رد کړه خو ويې منل چې د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت سږ کال د کوکنارو د کر د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامت نه دي کړي.

ده زیاته کړه:

"د کوکنارو د کر پر وړاندې د حکومت مبارزه تبليغاتي بڼه لري، خلکو ته وويل شول چې له هر هغه کس سره به چې کوکنار کري، قانوني چلند وشي، خو سږ کال د تېرو کلونو غوندې د اردو او د حکومت له خوا د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ټيمونه نه راغللی چې کر له منځه يوسي.

د ترياکو په انتقال کې د طالبانو رول!

په هلمند کې د طالبانو سرچينې ازادي راډیو ته وويل چې د کوکنارو د راټولولو وروسته، قاچاق وړونکي د طالبانو په مرسته ټول تریاک برامچې سیمې ته انتقالوي.

د دې سرچينې په وينا، له هر موټر سره چې پکې ترياک انتقالېږي، دوه طالبان د امنیت لپاره ځي او له برامچې څخه قاچاق وړونکي ترياک پاکستان ته وړي.

د دې سرچينې په وینا، هره ورځ له هلمنده برامچې ته شااوخوا پنځلس زره کيلو ګرامه ترياک انتقالېږي.

دغې طالب سرچينې وويل چې مخدره مواد د نيمروز او فراه له لارې ايران ته انتقالېږي.

فراه په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو د حملو شاهده وه چې د بهرنیو ځواکونو د هوايي حملو په ملاتړ د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې پر شا وتمبول شول.

له بلې خوا په هلمند کې د طالبانو سرچينه وايي، وسله وال طالبان نه يوازې په عشر کې راټول کړي کوکنار پر قاچاق وړونکو خرڅوي، بلکې تر برامچې سيمې پورې د امنیت لپاره د کوکنارو د انتقال په خاطر له قاچاق وړونکو پیسې هم اخلي او د هيروئينو د توليد له کارخانو د ټيکس په نوم هم پيسې اخلي.

ترياک او د طالبانو د جګړې ماشین!

پوښتنه دا ده چې ايا واقعاً د طالبانو د جګړې ماشین د کوکنارو له کره په لاس راغلو عايداتو پر مخ روان دی؟

د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت د سروې رئیس سید نجيب الله احمدي يې په ځواب کې وايي:

"په افغانستان کې تېر کال د مخدره موادو ارزښت شااوخوا له څلورو تر شپږو ميلياردو ډالرو محاسبه شوی چې د مخدره موادو احتمالي صادرات ۶.۵ ميليارده ډالره وو، د داخلي استفادې ارزښت يې د هغو کسانو له خوا چې په مخدره موادو روږودي دي، ۹۳ ميليونه ډالر وو، پر کرنيزه ځمکه د تریاکو ارزښت يعنې هغه چې کروندګرو خپله کړې، ۱.۴ ميليارده ډالر او له کرلو تر سرحده د وړلو پر مهال د مخدره موادو د توليد او قاچاق ارزښت له ۲.۶ څخه تر ۴.۷ ميليارده ډالرو ته رسېږي او په دې کې قاچاق وړونکي، د دولت وسله وال مخالفان او طالبان ټول شامل دي."

په هلمند کې یو شمېر کروندګر وايي، نا امني، د دې ولايت پر پراخو سیمو د دولت د کنټرول نشتوالی، د مالي خدماتو کمی چې د حکومت له خوا کروندګرو ته ورکول کېږي، له هغو لاملونو څخه دي چې هلمند هېڅ کله د کوکنارو له کره پاک نشو.

XS
SM
MD
LG