د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۲۶

سېلاب قول اردو: افغان پوځ د پاکستان هوايي حملې ته په سقیله وسلې ځواب ورکړی


د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوهمې لوا قوماندان جنرال میرویس صافی وايي، له هغې وروسته چې پاکستان د کونړ پر یوې سیمې هوايي حمله وکړه، ملي اردو د توپخانې په ثقیله وسلې سره د دغې حملې ځواب ورکړی دی.

نوموړي چې د پنجشنبې په ورځ 《۱۳۹۷ کال د وري ١٦》 له ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل چې دا مهال افغان دفاعي ځواکونه د کونړ په سرحدي سیمو کې په لومړۍ درجه احضاراتو کې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د دښمن په مقابل کې وسلې لرو، د دښمن د هوايي او ځمکنیو حملو مخه مو نیولې ده او باالمثل اقدام مو کړی، د توپچي ثقیله وسلې لرو او استفاده مو ترې کړې ده."

نوموړی دغه‌شان خبرداری ورکوي چې په کونړ کې سرحدي سیمې د دفاعي ځواکونو تر جدي نظارت لاندې دي او که هر څوک حمله وکړي، له باالمثل عمل سره به مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کونړ د والي مرستیال ګل محمد بېدار تېره ورځ ازادي راډیو ته ویلي چې د پاکستان جېټ الوتکو د چهارشنبې په ورځ د کونړ د دانګام ولسوالۍ یوه سیمه بمبار کړې ده.

پاکستانۍ جېټ تېره ورځ د کونړ پر دانګام ولسوالۍ بمبار کړی.
پاکستانۍ جېټ تېره ورځ د کونړ پر دانګام ولسوالۍ بمبار کړی.

تر اوسه په دغې حمله کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه‌شته.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د کونړ پر یو شمېر سیمو د پاکستان هوايي حملې غندلې دي او دا يې د افغانستان پر هوايي حریم او ملي حاکمیت ښکاره تېری بللی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې دا هوايي حملې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو بله ښکاره سرغړونه ده چې د جېټ الوتکې په وسیله د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په ځینو سیمو کې ترسره شوې ده.

د اعلاميې په وینا په دې حمله کې څلور بمونه غورځول شوي چې مالي زیانونه‌يې هم اړولي دي.

په اعلامیه کې همدا شان راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت خبرداری ورکوي چې که دغه ډول د اصولو خلاف کړنې کولای شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پسې ترینګلې کړي.

د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دې موضوع په اړه د دفاع وزارت نظر هم واخلي، خو د نوموړي وزارت د ویاند د دفتر د سرپرست د ټیلیفون شمېره بنده وه.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم بیا ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دانګام پر ولسوالۍ ۶۰۰ توغندي توغولي چې له کبله‌یې ښځه ټپي شوې او مالي زیانونه‌یې هم اړولي دي.

پر افغان خاورې د پاکستان له لوري حملې په داسې حال کې زیاتې شوي چې تمه ده سبا جمعه د پاکستان صدراعظم کابل ته راشي.

د مشرانو جرګې د دفاعي او کورنیو چارو د کمېسیون مشر هاشم الکوزی وايي، افغان ولسمشر باید د پاکستان د حملو په اړه له شاهد خاقان عباسي سره جدي خبرې وکړي.

هاشم الکوزی
هاشم الکوزی

ده زياته کړه:

"دا ټول مسایل باید ولسمشر د پاکستان صدراعظم ته ووايي، دا حملې د پاکستان لوی ظلم او پر افغان خاوره د نوموړي هېواد تېری دی، ولسمشر باید په جدي توګه د دې مسئلې په اړه وغږېږي."

د ښاغلي الکوزي په خبره، افغان امنیتي ځواکونه باید د بهرنیو حملو په مقابل کې لا زیات باالمثل اقدامات وکړي.

نوموړی وايي، افغان حکومت باید د پاکستان د حملو په اړه ملګرو ملتونو، امریکا او د افغانستان نورو ملاتړو هېوادونو ته هم شکایت وکړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG