د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

دفاع وزارت وايي د پاکستان د بریدونو په ځواب کې باالمثل اقدام شوی


پر افغان خاوره د پاکستان د راکټي بریدونو په دوام د افغانستان دفاع وزارت وايي، د پاکستان د پوځيانو دغه حملې بې‌ځوابه نه‌دي پاتې شوي او باالمثل ځواب ورکړل شوی دی.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۵» ازادي راډیو ته وویل، سرحدي ځواکونو ته ویل شوي چې امر ته دې نه په تمه کېږي او هغه حملې چې د ډیورند کرښې له هغې غاړې کېږي ځواب دې ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان دفاع وزارت په پوله کې ټولو موجوده قوتونو ته سپارښتنه کړې چې که هر څوک فیر کوي ځواب دې ورکړي، له دې پرته چې ورته امر وشي او که څوک دا کار نه‌کوي افغان نه‌دی. سرحدي ځواکونو باالمثل عمل کړی او کوي یې او دوهم دا چې افغان حکومت له پاکستان سره اړیکه نیولې چې دغه هېواد خپل انداختونه ودروي."

دولت وزیري
دولت وزیري

ښاغلی وزیري وايي، پر افغان خاوره د پاکستان د راکټي حملو مسئله له ملګرو ملتونو، امریکا او ناټو سره هم شریکه شوې او افغان حکومت پاکستان ته د دغو حملو د درولو په اړه خبرداری کړی دی.

نوموړي پاکستان ته د افغان حکومت د خبرداري په اړه زیات جزئیات ورنه‌کړل.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د کونړ او ننګرهار پر ځینو سیمو د پاکستان له لوري راکټي بریدونه کېږي.

د کونړ امنیه قوماندان جمعه‌ګل همت وايي، د کونړ په څلورو ولسوالیو دانګام، شلتن، خاص کونړ، اسمار او مرورې باندې د پاکستان له لوري راکټي بریدونه شوي دي.

د نوموړي په خبره د دغو حملو له کبله ۲۵۰ کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي.

د کونړ پر شلتن ولسوالۍ د پاکستان راکټي بریدونه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:53 0:00

له څو کلونو راهیسې د پاکستان له لوري پر افغان خاوره راکټي بریدونه کېږي چې په نتیجه کې یې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه نور له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي.

ازادي راډیو وغوښتل چې په دې اړه په ختیځ کې د سرحدي لوا د قوماندانۍ نظر هم واخلي، خو بریالي نه‌شوو.

اخوا د چارو یو شمېر کارپوهان بیا د ملي یووالي حکومت په ډیپلوماتیک ضعف تورنوي.

له ډلې یې صدیق ساحل ازادي راډیو ته وویل:

"په کراتو پر افغان خاوره د پاکستان له لوري بریدونه کېږي، خو افغان حکومت د هغه ډیپلوماتیک ضعف له کبله چې لري یې ونه‌شوی کړی له اسلام‌اباد سره منطقي او ډیپلوماتیک توافق ته ورسېږي."

نوموړی وايي، که څه هم افغان ځواکونه د تجهیزاتو له پلوه له ستونزو سره مخامخ دي، خو په کار ده چې په جدي توګه له خپلې خاورې دفاع وکړي.

د ښاغلي ساحل په خبره افغان حکومت باید د باالمثل ځواب سربېره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم مراجعه وکړي چې په دې توګه د دغې مسئلې لپاره دایمي حل لاره وموندل شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG