د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

دفاع وزارت: سرحدي ځواکونه دې د پاکستان د توپونو متقابل ځواب ورکړي


د کونړ پر شلتن ولسوالۍ د پاکستان راکټي بریدونه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:53 0:00

د افغانستان د ملي دفاع وزات په کونړ او ننګرهار کې له سرحدي ځواکونو وغوښتل چې د پاکستان د توپونو متقابل ځواب ورکړي.

د ملي دفاع د وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل:

"د افغانستان دفاع وزارت بشپړه لارښوونه کړې ده که‌یې چېرته پر پوستې، یا پوځي مرکز ډزې وکړي یا یې تېری وکړ، کوم قطعات چې هلته دي هغوی د مرکز له اجازې پرته حق لري چې ځواب ورکړي."

د ملي دفاع د وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د ملي دفاع د وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

له تېرو نږدې څلور ورځو راهیسې د کونړ او ننګرهار پر یو شمېر سرحدي ولسوالیو د پاکستان له لوري د توپونو او درنو وسلو ډزې کېږي.

په کونړ کې د دې ډزو له امله نږدې ۲۰۰ کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوې دي.

د افغانستان حکومت وایي چې موضوع‌یې د غوڅ ملاتړ د مأموریت له ځواکونو، متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو سره شریکه کړې ده.

همداراز د بهرنیو چارو د وزارت له لارې له اسلام‎اباد سره په تماس کې دی چې ژر تر ژره د ډزو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG