د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

واشنګټن پوسټ: د جېش محمد ډلې د حملو اصلي هدف هند دی


د هند او پاکستان ترمنځ وروستیو شخړو د ګڼو نړیوالو ورځپاڼو پام ځان ته اړولی دی.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې ولې پاکستان نه دی توانېدلی چې پر هندي ضد سختدریځو لاسبری شي، لومړی د جېش محمد ډلې په اړه توضیحات ورکړي دي.

دا هغه ډله ده چې تېره میاشت یې په هندي کشمیر کې د شااوخوا ۴۰ هندي ملېشه ځواکونو د وژلو مسؤلیت په غاړه واخیست او له کبله یې د دغو دوو اتمي قدرتونو ترمنځ اوسنی کړکېچ رامنځته شو.

هند وايي، دا ډله په پاکستان کې ده او په وروستیو بمباریو کې یې د هغې د ترهګرو روزنیز کمپ بمبار کړ.

واشنګټن پوسټ لیکلي چې جېش محمد یوه پټه اسلامي سختدریځه ډله ده چې په پاکستان کې مېشته ده او په لوېدیځ کې په دې مشهوره ده چې په تښتونو کې لاس لري او په ۲۰۰۲ میلادي کال یې په پاکستان کې د وال ستریټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې د خبریال ډانیل پیرل د سر پرې کولو ویدیو خپره کړې وه.

ورځپاڼه زیاتوي، د جېش محمد د حملو اصلي هدف هند دی، دا ډله عموماً هغسې انتحاري بریدونه کوي چې د فبرورۍ په ۱۴ مه یې د کشمیر په پالوامه کې پر هندي ځواکونو وکړ.

هند تور لګوي چې پاکستان په پټه د دې ډلې ملاتړ کوي، خو پاکستان تل دا ډول تورونه رد کړي او هندي پوځیان یې د کشمیر له خلکو سره پر زور زیاتیو تورن کړي دي.

د هند له لوري پر پاکستان د سختدریځو د ملاتړ تورونه هغو تورونو ته ورته دي چې افغانستان یې پر پاکستان لګوي.

افغانستان هم وايي چې پاکستان افغان طالبانو او نورو سختدریځو ډلو ته پناه ورکړې، مالي او تسلیحاتي ملاتړ یې کوي او بیا یې افغانستان ته رالېږي، خو پاکستان تل د افغانستان تورونه رد کړي دي.

پاکستان عموماً کله چې د هند او نورې نړۍ له فشار سره مخامخ شي، په خپله خاوره کې د سختدریځو ډلو فعالیت منعه اعلان کړي، مګر ډېر وارې داسې شوي چې سختدریځې ډلې خپل نوم بدل کړي او په نوي نوم فعالیت پیل کړي.

جېش محمد ډله په ۲۰۰۲ میلادي کال د پروېز مشرف له لوري منعه اعلان شوه، خو عملاً د دې ډلې د فعالیت مخه ونه نیول شوه.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، د پاکستان اوسنی صدراعظم عمران خان سیکولر او ازاد فکر لري او د مذهبي ډلو خلاف یې هلې ځلې هم کړي، مګر هغه نه غواړي چې په بهرنۍ پالېسۍ په تېره بیا د خپل سیال هند په برخه کې پوځ چلنج کړي.

که څه هم افغانستان وايي چې باید د پاکستان او هندوستان کړکېچ د افغانستان له سولې سره ونه تړل شي، خو پاکستان څو ځلې ویلي چې له هند سره د دغه هېواد کړکېچ به د افغانستان د سولې پر پروسې چې د دوی په وینا، پاکستان پکې فعاله ونډه لري، له ستونزو سره مخامخ شي.

دي نېشن:

د متحده عربي اماراتو (دي نېشن) ورځپاڼې په همدې اړه په اماراتو کې د افغانستان د سفیر څرګندونې خپرې کړي دي.

عبدالفرید زکریا ویلي چې د هند او پاکستان کړکېچ د افغانستان د سولې له پروسې سره هېڅ تړاو نه لري او نه باید سره وتړل شي.

ده ورځپاڼې ته ویلي چې دا ورته معما ده او نه پوهېږي چې ولې د پاکستان او هندوستان ترمنځ شخړه باید پر افغانستان اغېز وکړي.

XS
SM
MD
LG