د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

د پاکستان هوايي حریم لا هم د دغه هېواد له فضا د تېرېدونکو الوتکو پر مخ تړلی


له يوې اوونۍ تېرېدو وروسته لا هم د پاکستان هوايي حریم د الوتکو پر مخ نه‌دی خلاص شوی.

د پاکستان هوايي حریم لا هم د دغه هېواد له فضا د تېرېدونکو الوتکو پر مخ تړلی دی.

د افغانستان د ملکي هوانوردۍ ویاند قاسم رحیمي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۳» ازادي راډیو ته وویل، دوی تمه لري چې د هوانوردۍ د برخې ټول نړیوال شریکان د نړیوالو اصولو له مخې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړي هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې سر له سې شنبې ورځې د پاکستان هوايي حریم د دغه هېواد له فضا د تېرېدونکو بهرنیو الوتکو پر وړاندې پرانيستل کېږي.

ده وویل:

"فضا لا هم تړلې، زموږ تمه دا ده چې د هوانوردۍ د برخې ټول شریکان د نړیوالو اصولو له مخې په خپلو ژمنو عمل وکړي، موږ غواړو چې فضا بېرته پرانيستل شي او د پخوا په شان پروازونه ولرو."

پاکستان له هند سره د کړکېچ له زیاتېدو وروسته د تېرې چهارشنبې په ورځ خپل هوايي حریم له دغه هېواده د تېرېدونکو الوتکو پر مخ وتاړه.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې سې شنبې په ورځ هندي جټ الوتکو د ځانګړو اهدافو د نښه کولو په خاطر د پاکستان په خاوره بمبار وکړ.

له دې وروسته دواړو هېوادونو ادعا وکړه چې د کشمیر په سیمه کې یې د يو بل جنګي طیارې سقوط کړې دي.

د وروستیو راپورونو له مخې، لا هم په کشمیر کې د دواړو لورو ترمنځ نښتې روانې دي چې له امله‌یې لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

اوس‌مهال د کابل-ډهلي پروازونه د ایران د فضا له لارې کېږي.

اوس چې د افغانستان هوايي شرکتونو د ایران فضا د بدیلې لارې په توګه ټاکلې، د ټکټونو په بیو کې هم د پام وړ بدلون راغلی دی.

​د اریانا افغان هوايي شرکت رئیس محمد نادر عمر د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پخوا د کابل-نوې ډهلي لار يو نیم ساعت وخت نیوه چې اوس دغه لار پنځو ساعتونو ته اوږده شوې ده چې په نرخونو یې هم د پام وړ اغېز کړی دی.

پخوا له کابله ډهلي ته يو طرفه ټکټ ۱۶۰ ډالره و چې اوس له ۳۰۰ ډالرو څخه زیات دی.

په همدې حال کې يو شمېر مسافرین د ټکټونو د لوړېدو له امله اندېښمن دي او ژر تر ژره د رامنځته شوې ستونزې د هواري غوښتنه کوي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG