د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

د خرلاڅي دروازه بېرته پرانیستل شوې؛ الکوزی: بندېدو یې درانه زیانونه اړولي


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خرلاڅي دروازې یوه څنډه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خرلاڅي دروازې یوه څنډه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پکتیا کې د خرلاڅي دروازه د سوداګریزو موټرو پرمخ پرانیستل شوې، خو د پاک-افغان سوداګرۍ خونې مسوولان وايي چې د دغه لارې د بندېدو له امله سوداګرو ته مالي زیانونه رسېدلي دي.

که څه هم په رسمي ډول پاکستاني او طالب چارواکو د دغه دروازې د خلاصېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د پاک-افغان سوداګرۍ خونې یوه مسوول خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل چې دغه دروازه له لس ورځې تړلو وروسته پرون ناوخته د سوداګریزو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده.

خو دی وايي چې د دروازې د تړلو په جریان کې د دواړو لوریو سوداګرو ته درانه مالي زیانونه رسېدلي چې دا یې په اړه دقیق معلومات نه ورکوي.

د پاک-افغان سوداګرۍ خونې یو مسوول خان جان الکوزی
د پاک-افغان سوداګرۍ خونې یو مسوول خان جان الکوزی

هغه وايي: "ډېرې موټرې چې هلته ولاړې وې، دې کې شک نه‌شته چې زیانونه یې واړول، خو اوس دروازه خلاصه ده، نن هلته جرګه هم ده د دې لپاره چې په راتلونکې کې د امنیتي ستونزو پر مهال دروازې بندې نه شي. دغسې حوادث په دروازو کې زموږ په زیان دي. دا اوس یې هم سوداګرو ته زیات مالي زیانونه اړولي دي او د دروازې د بندېدو پر وخت کې موږ زیات شمېر مالونه له هغه ځایه راوګرځول او د تورخم له لارې مو واړول راواړول."

په سیمه کې د ازادي راډيو د مشعل څانګې خبریال طارق اورکزی هم د سوداګریزو موټرو پر مخ د دروازې د پرانیستل کېدو خبره کوي، خو وايي چې د ولسي خلکو پر مخ دا دروازه لا هم تړلې ده.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خرلاڅي دروازه د روانې مې میاشتې په دېارلسمه د پکتیا په ځاځي اریوب کې د پاکستاني او طالب ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته وتړل شوه.

دغه وسله‌والې نښتې چې وروسته ځاځي میدان او ډنډپټان ولسوالیو ته هم وغځېدې یو شمېر ولسي وګړو ادعا کړې وه چې دوی ته په کې مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده، خو دقیق شمېر یې نه و ویل شوی او نه هم د پاکستان او د طالبانو حکومت په دې اړه څه ویلي وو.

د دغه نښتو د پیلېدو په لامل او دغه شان د خرلاڅي دروازې د بندېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دی ویلي شوي، خو د پاکستان ډیلي په نوم یوې پاکستاني رسنۍ د سرچینو له قوله لیکلي: "کله چې امنيتي ځواکونه هڅه کوي پاکستان ته د وسله‌والو د ننوتلو مخه ونيسي، افغان طالبان د پاکستان پر سرحدي پوستو ډزې کوي."

خو یو شمېر طالب سرچینو له دې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي وو چې دا نښتې وروسته له هغې پیل شوې چې پاکستاني ځواکونو د عمر په نوم د دوی په یوه پوسته ډزې وکړې.

د دواړو لوریو ترمنځ دغه وسله‌والې نښتې د تېرې یکشنبې په ورځ د دواړو غاړو د مشرانو او چارواکو په غوښتنه بندې شوې، خو دغه لار لا هم د سوداګریزو موټرو او مسافرو پر مخ لا هم تړلې وه چې پرون ناوخته پرانیستل شوه.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې مسوولان غوښتنه کوي چې باید سیاسي او امنیتي موضوعات د لارو او دروازو د بندېدو لامل نه شي.

په همدې حال کې پاکستان ډیلي ورځپاڼې په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان له قوله لیکلي چې اسلام اباد او کابل یو وخت هوکړه کړې وه چې سرحدي مسایل به له سیاسي پرمختګونو جلا کوي او د پېښو د رامنځته کېدو پر مهال به د سوداګرۍ او مسافرو پر مخ لارې نه تړل کېږي.

په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان
په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان

خو نوموړي ویلي، له هغه وروسته چې پاکستان د تحریک طالبان پاکستان د ټي‌‌ټي‌‌پي مسئله راپورته کړه؛ د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې.

پاکستان تور پورې کوي چې په افغانستان واکمنو طالبانو تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي ته خوندي ځایونه ورکړي او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه ادعا په وار وار رد کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG