د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښتې او د مرګ ژوبلې بېلابېلې ادعاوې


ډیورنډ کرښه - ارشیف
ډیورنډ کرښه - ارشیف

د پکتیا د ډنډ پټان او ځاځي میدان ولسوالۍ چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي یو شمېر اوسېدونکي یې ادعا کوي چې دلته له تېرې شپې راهیسې د طالب ځواکونو او پاکستاني پوځ ترمنځ درنه جګړه روانه وه او تر سهاره یې دوام وکړ.

لږ ترلږه دوه ولسي وګړو چې نه یې غوښتل نومونه او غږونه یې په دې راپور کې خپاره شي ازادي راډيو سره خبرو کې ادعا وکړه چې د پاکستاني توپونو له امله په ډنډ پټان او ځاځي میدان کې د یوې ښځې په ګډون پنځه ولسي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دغه سرچینې دا ادعا هم کوي چې پاکستاني پوځیان د خلکو په کورونو او ځنګلونو ډزې کوي او ډېرې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ وتي دي.

د پکتیا د ځاځي اریوب یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د دوی په سیمه کې جګړه کراره شوې خو ادعا کوي، چې په ډنډ پټان کې د جګړې له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي وویل:

" سهار د اریوب خواته ډیسې توپونه ورول شوي او له دې خوا هم، خو په ډنډ پټان کې تېره شپه سخته جګړه شوې ده او ویل کیږي چې درې طالب سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه شان ولسي مرګ ژوبله هم شته خو دقیق شمېر یې نه دی معلوم، خو ځاځي اریوب خواته وضعیت نورمال دی."

نښتې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیا ولایت په اړوندو سیمو کې شوي
نښتې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیا ولایت په اړوندو سیمو کې شوي

سیمه ییزو وګړي دا ادعا هم کوي چې نن سهار د طالبانو د ځواکونو یو لوی قطار ځاځي میدان ته رسیدلی او حالت ترینګلی دی.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د ناصر بدري په نوم د عملیاتي قطعې قومندان حمید خراساني ازادي راډيو ته وویل چې په سیمه کې اوس وضعیت نورمال دی خو ادعا کوي چې وړمه او تېره شپه پاکستاني پوځیانو تر ډېره ملکي کورونه، جوماتونه او روغتونونه په نښه کړي دي.

"وړمه او تېره شپه د اسلامي امارت او پاکستاني پوځیانو ترمنځ درنې نښتې وشوې خو اوس وضعیت نورمال دی، پاکستاني لوري ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، پاکستاني پوځیان له پاړه چنار سیمې نه په ډیسي توپونو جوماتونه، ولسي کورونه او روغتونونه په نښه کوي، خو پاکستاني لوري ته تېره او وړمه شپه درانه تلفات اوښتي دي."

دی ادعا کوي چې د دوی د راپورونو پر بنسټ په تېرو دوه شپو کې تر څلوېښتو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو نوموړي طالب لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رئیس شبیراحمد عثماني ویلي دي چې د دې جګړې په اړه مالومات راټولوي او وروسته به یی رسنیو سره شریک کړي.

د دواړو لوریو ترمنځ دا نښتې له تېرو څو ورځو راهیسي په وقفي ډول روانې دي.

د طالبانو یو شمېر پوله ساتي ځواکونه - ارشیف
د طالبانو یو شمېر پوله ساتي ځواکونه - ارشیف

تېره ورځ د پکتیا په امنیه قومندانۍ کې یوې طالب سرچینې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د وړمې شپې د جګړې له امله په ډنډ پټان کې یو طالب سرتېری وژل شوی او دغه شان اوه نور ټپیان شوي دي.

دغه شان پاکستان کې سرچینو د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال طاهر خان ته تاييد کړې وه چې د طالبانو د توپ د یوې مرمې له امله یوه پاکستاني پوسته په نښه شوې او یو پوځي په کې وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG