د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو برید؛ ځینې شنونکي: طالبان د امنیت پر ټینګښت نه دي بریالي شوي


د بامیان ښار یوه څنډه
د بامیان ښار یوه څنډه

په بامیان کې د طالبانو محلي چارواکي تاییدوي چې پرون د بهرنیو سیلانیانو پر یوه ډله وسله‌واله حمله شوې ده.

په بامیان ولایت کې د پرونۍ وسله‌والې حملې په نتیجه کې چې د دغه ولایت د مرکز په "سربازار" سیمه کې شوې، لږ تر لږه ۳ بهرني سیلانیان وژل شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پرون ناوخته پر ایکس‌پاڼه لیکلي چې په پېښه کې یو افغان او درې بهرنیان وژل شوي، ۳ افغانان او ۴ بهرنیان ټپيان شوي دي.

په دغه ولایت کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل چې په پېښه کې د وژل شویو افغان وګړو شمېر ۵ دی، هغه شمېرې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تایید کړي نه دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دې پېښې په تړاو د څلورو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړی، خو د پېښې د انګېزې په باب څه نه دي ویل شوي.

ځینو محلي سرچینو ویلي، دغه سیلانیان له خپلو افغان همکارانو سره له شېبر ولسوالۍ د بامیان د مرکز پر لوري روان وو چې نامعلومو وسله‌والو ورباندې ډزې وکړې.

امریکا غږ د ځینو سرچینو په حواله لیکلي چې په پېښه کې وژل شوي کسان، امریکايي وګړي دي، خو رسماً په دې باب څه نه دي ویل شوي.

د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت مرستیال شاه محمود میاخېل وايي، په بامیان کې وروستۍ پېښه څرګندوي چې د طالبانو هغه ادعا چې ویلي یې وو، د خلکو فزیکي امن په بشپړ ډول خوندي دی، سمه نه ده.

د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت مرستیال شاه محمود میاخېل
د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت مرستیال شاه محمود میاخېل

میاخېل وویل: "په بامیان کې وروستۍ پېښه ښيي د فزیکي امنیت ادعا چې طالبانو کړې وه، هغه هم تامینولی نه شي، تاسو ولیدل چې ځانمرګي بریدونه، هدفي بریدونه او د غلا نورې پېښې شته او وروستۍ پېښه ښيي چې طالبان کنټرول نه لري، دویم دا چې د طالبانو مخالفین که داخلي کړۍ دي که نورې ډلې ټپلې دي لکه داعش، غواړي وښيي چې دوی کولی شي د بهرنیانو او طالبانو خلاف خپلو حملو ته دوام ورکړي."

د دې وسله‌والې حملې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو تر دې مخکې د اسلامي دولت ډلې د خراسان ولایت څانګې په افغانستان کې د ځینو حملو، چې تر ډېره یې شیعه وګړي په نښه کړي دي، مسوولیت منلی دی.

په بامیان کې پرونۍ پېښه داسې وخت کېږي چې د امریکا د متحدو ایالتونو او جرمني په ګډون د نړۍ ځینو هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي دي چې افغانستان ته دې له سفر کولو ډډه وکړي.

دا پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته د خپل ډول له مخې لومړۍ حمله ده چې زیاتو بهرنیانو ته په کې مرګ‌ژوبله اوړي.

بامیان د افغانستان له امن ولایتونو دی چې د جمهوري نظام پر مهال هم امنیتي پېښې په کې کمې کېدې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG