د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

د ۴۰ کلنې جګړې د قربانیانو تصویرونه؛ عاملین یې محاکمه کړئ


د څلورو لسېزو د جګړو د قربانیانو د تصویرونو نندارتون
د څلورو لسېزو د جګړو د قربانیانو د تصویرونو نندارتون

د افغانانو لپاره د عدالت غوښتنې ټولنې د بامیانو د یکاولنګ د پېښې په مناسبت د کابل په شهرنو سیمه کې د ۴۰ کلنې جګړې د قربانیانو تصویرونه نندارې ته اېښي وو.

په دغه تصویرونو کې د بامیان ولایت د یګاولنګ د قربانیانو تصویرونه هم اېښودل شوي دي.

بامیان په یکاولنګ کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال ۳۰۰ تنه په ډله‌ییز ډول ووژل شول.

د دې ټولنې رئیسې ویدا ازادي راډیو ته وویل، دوی د تېرې ۴۰ کلنې جګړې د قاتلانو محاکمه او ورته د سزا غوښتونکي دي.

ویدا وایي:"دا تصویرونه چې تاسې دلته ګورئ، د تېرو ۴۰ کلونو د جګړې د قربانیانو دي. د خلق او پرچم د واکمنۍ، د غوايي د اتمې د تنظیمي واکمنیو، د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ او له هغې وروسته چې یې جګړې او بریدونو ته دوام ورکړ. زموږ موخه دا ده چې د څلور لسېزو جنایت‌کاران باید محاکمه شي."

د افغانانو لپاره د عدالت غوښتنې د ټولنې مشره ویدا
د افغانانو لپاره د عدالت غوښتنې د ټولنې مشره ویدا

په دې تصویرونو کې د راهد تصویر هم تر سترګو کېږي.

هغه د کابل پوهنتون د درېیم ټولګي محصل و چې تېر کال پر دې پوهنتون د برید پر مهال په ۲۱ کلنۍ کې ووژل شو.

د راهد مور وايي زوی یې له خپلو ټولو هیلو سره تر خاورو لاندې شو.

دا زیاتوي:"زوی مې لا ۲۲ کلن شوی نه و، ډېرې هیلې یې درلودې، کومه هیله به یې تاسو ته ووایم. د پوهنتون درېیم کال یې و. غوښتل یې له زده‌کړو وروسته، د خپلې خوښې جنۍ سره واده وکړي، خو اوس تر خاورو لاندې دی. دا هغه درد دی چې زه یې له تېرو ۱۴ میاشتو تېروم او غم یې تازه دی."

راهد د کابل پوهنتون د درېیم کال محصل و چې تېر کال پر دې پوهنتون په برید کې ووژل شو
راهد د کابل پوهنتون د درېیم کال محصل و چې تېر کال پر دې پوهنتون په برید کې ووژل شو

د راهد د مور په خبره، دا او د هغو شلو قربانیانو کورنۍ چې پر کابل پوهنتون برید کې ووژل شول، عدالت غواړي.

بل خوا یو شمېر کابل مېشتي هم وايي، تېرې ۴۰ کلنې جګړې افغانستان ته له تباهۍ پرته بل څه نه دي ورکړي.

کابل مېشتی حمید‌الله وايي: "که سوله او ارامي وي او خلکو ته کار پیدا شي، موږ به خپل هېواد پرې نه ږدو. له اسلامي امارته غواړو چې جګړه او وژنې نور بس دي."

هاخوا بیا طالبان د تېرو شلو کلونو پر مهال افغانستان اشغال بولي او له خپلې جګړې ننګه کوي.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل:" اسلامي امارات شل کاله له اشغال سره مبازره وکړه او له دې مبارزې دفاع کوي او پرې ویاړي.اسلامي امارت په تېرو شل کلونو کې په قصدي ډول پر هېڅ ملکي هدف برید نه دی کړی ." ‎

بلال کریمی معاون سخنگوی حکومت طالبان
بلال کریمی معاون سخنگوی حکومت طالبان

خو ښاغلی کریمي دا هم وايي چې د جګړې د قربانیانو کورنۍ کولای شي چې خپل شواهد او اسناد له دوی سره شریک کړي.

له دې وړاندې د بشري حقونو ملاتړ بنسټونو هم په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو لپاره عدالت غوښتی او په جنګي جرمونو د تورونو کسانو لپاره یې د نړیوالې محاکمې غوښتنه کړې.

د یکاولنګ د پېښې د قربانیانو کورنۍ په ځلونو ویلي، طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال د ۱۳۷۹ کال د مرغومې په ۱۹مه د بامیان د یکاولنګ ولسوالۍ له نیولو وروسته، نږدې ۳۰۰ ملکیان یو ځای ووژل.

خو د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې له دغې پېښې وروسته ویلي وو چې د وژل شویو شمېر ۱۷۰ تنه وو.

د هغه مهال د ملګرو ملتونو عمومي منشي کوفي عنان ویلي وو چې په دغو وژل شویو کې یو شمېر خیریه کارکوونکي هم شامل وو.

طالبانو هغه مهال په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي وو.

XS
SM
MD
LG