د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

فایق: د دوحې په غونډه کې ښځې باید ګډون وکړي او خبرې یې واورېدل شي


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د جمعې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه د ښځو، سولې او امنیت او د بشري حقونو د ۱۱ نورو سازمانونو د غیردولتي کاري ډلې د لیک ملاتړ کړی دی.

د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو سازمانونو د تېرې پنجشنبې په ورځ په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو سازمان له امنیت شورا او د دې سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغان ښځو حقونه دې د دوحې په درېیمې غونډې کې د ټولو موضوعاتو په سر کې وي.

نصیر احمد فایق ویلي، د دوحې په ناسته کې دې ښځې نه یوازې په مذاکراتو کې ګډون وکړي بلکې د دوی غوښتنې هم باید واورېدل شي.

بلخوا د ښځو د حقونو ځینې افغان فعالانې هم د دوحې په راروانې دریېمې ناسته کې د ښځو پر حضور ټینګار کوي.

له دې ډلې د ښځو د حقونو فعالې فوزیې وحدت ازادي راډیو ته وویل، د ښځو د حقونو په اړه بحث باید د دې ناستې د موضوعاتو په سر کې وي.

فوزیه وحدت وايي: پوهېږم چې افغانستان له ناورین سره مخ دی، خو د ښځو مسئله چې په دې موده کې د طالبانو له‌خوا د جنسیتي توپیر سره مخ شوې باید د اجنډا په سر کې وي.

مېرمن وحدت وویل: "مهمه مسئله دا ده چې په ناسته کې باید د ښځو حضور مهم وګڼل شي. په ناسته کې دې له هغو کسانو سره چې د خلکو رښتیني استازي وي او د خلکو درد بیان کړي خبرې وشي. پوهېږم چې افغانستان له ناورین سره مخ دی، خو د ښځو مسئله چې په دې موده کې د طالبانو له‌خوا د جنسیتي توپیر سره مخ شوې باید د اجنډا په سر کې وي."

د ښځو د حقونو بله فعاله رقیه ساعي وایي، نړیوال هېوادونه دې د طالبانو پر ځای له افغانانو او ښځو سره خبرې اترې وکړي.

مېرمن ساعي وویل: "زه د یوې ښځې او د یوې افغانې ښځې په توګه د دوحې په ناسته کې د طالبانو د د حضور له امله دغه ناسته تحریموم. طالبان د ښځو د حقونو د سرغړونکو په توګه باید له سیاسي او اقتصادي پلوه تحریم شي او نه باید هغوی ته سټېج وکړل شي او غونډو ته وبلل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د دوحې په غونډه کې د ګډون په اړه کتلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، غواړي په دې دوه ورځنۍ غونډه کې، چې د جون په ۳۰مه به د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شي د خپل حکومت اجنډا وړاندې کړي څو د ټولو اړخونو له‌خوا ومنل شي.

خو د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مرستیالې هیدربار د ملګرو ملتونو د دغو هڅو په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل: "تر کومه چې ښکاري ملګري ملتونه واقعاً شاتګ کوي چې طالبان قانع کړي او په دې هڅه کې دي چې طالبان په ناسته کې ګډون وکړي. په ورته وخت کې د بشري حقونو، د ښځو او نجونو حقونو موضوع په ځانګړې توګه په بشپړه توګه د هغې پروسې له کړنلارې وباسي، له دې پروسې د افغان ښځو ایستل د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک سره په ټکر کې ده."

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مرستیاله هیدربار
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مرستیاله هیدربار

دا نیوکې او اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک په دې وروستیو کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به د بشري حقونو او د افغان ښځو د حقونو موضوع د بحثونو په سر کې وي.

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې دریېمه ناسته د روانې جون میاشتې په ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب جوړه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG