د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

افغانستان په اړه د دوحې ناسته؛ افغان مېرمنې: د ښځو د زده‌کړې پر حق بحث ته باید لومړیتوب ورکړل شي


د دوحې یوه څنډه کې یوه مېرمن پلې روانه ده. په دغه ښار کې د روان میلادي کال د جون په دېرشمه د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي.
د دوحې یوه څنډه کې یوه مېرمن پلې روانه ده. په دغه ښار کې د روان میلادي کال د جون په دېرشمه د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي.

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې ناسته د روان میلادي کال د جون میاشتې په ۳۰مه جوړه او د جولای تر لومړۍ نېټې دوام وکړي.

یو شمېر افغان مېرمنې او د ښځينه حقونو فعالانې وايي چې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې په درېیمه غونډه کې باید د افغان مېرمنو پر حقونو په ځانګړي توګه د زده‌کړې پر حق بحث ته لومړیتوب ورکړل شي.

دوی وايي چې په دې غونډو کې باید هغه کسان برخه واخلي چې په رښتیني ډول د افغان مېرمنو غږ نړیوالو ته ورسوي.

یوه له دوی څخه ناجیې حیدري چې پر زده‌کړو د طالبانو له بندیزونو وروسته له لوړو زده‌کړو بې برخه شوې، ازادي راډيو ته وویل: "په دې ناسته کې باید د نجونو زده‌کړو ته لومړیتوب ورکړل شي او هغه مېرمنې باید ګډون وکړي چې تل یې د نجونو غږ پورته کړی او یوځل بیا هم زموږ غږ نړیوالو ته ورسوي څو په افغانستان کې دې ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي او نجونې وشي کولای زده‌کړې وکړي او خپلو موخو ته ورسېږي."

د ښځو د حقونو فعاله ترنم سعیدي وايي: "هغه موضوعات چې په دې ناسته کې باید ورباندې ډېر تمرکز وشي هغه، د طالبانو ډلې د جنایتونو او د هغه تاوتریخوالي ختمول چې دوی پر افغانانو په ځانګړي توګه پر ښځو ترسره کوي، د ملي امنیت تامین، د بشري حقونو، د ښځو او ماشومانو د حقونو تضمین او د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا تامینول دي."

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې درېیمه غونډه چې د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو استازې به په کې ګډون وکړي، د جون میاشتې له ۳۰مې څخه د جولای میاشتې تر لومړۍ نېټې ترسره شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفین دوجاریک په یوه خبري کنفرانس کې چې پرون د مې په ۲۱مه ترسره شو ويلي، په دې غونډه کې د طالبانو او د افغانستان د مدني ټولنې استازو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفین
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفین

دوجاریک په دې کنفرانس کې همداشان په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې روزمېرې ډیکارلو د لیدنو په اړه چې د مې له ۱۸مې څخه د مې تر ۲۱مې د افغانستان له بېلابېلو چارواکو سره ترسره کړي، هم خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې ډيکارلو له خپلو مخاطبینو سره په افغانستان کې د بېلابېلو ننګونو، د بشري حقونو د وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو پر زده‌کړو د محدودیتونو په اړه خبرې وکړې.

سټیفن دوجاریک د دې غونډې د موخې په اړه وویل: "د غونډې هدف دا ده چې له افغانستان سره نړیوالې تعامل په لا منسجم، همغږي او تنظیم شوي ډول، زیات شي."

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو تر دې مخکې هم په افغانستان کې د شته ستونزو په اړه د یوې حل‌‌لارې د موندلو لپاره دوه وار په دوحه کې د افغانستان په اړه ناستې ترسره کړي.

لومړۍ ناسته د ۲۰۲۳م کال په مۍ کې جوړه شوې وه او دویمه یې سږ کال په فبرورۍ کې جوړه شوه چې طالبانو د دوی په خبره د دوی د غوښتنو د نه منلو له امله په کې ګډون نه و کړی او اوس هم د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې باختر اژانس د مولوي عبدالکبیر په حواله لیکلي: "د اسلامي امارت د دریځ منلو په شرط به په درېیمه غونډه کې ګډون کوي."

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG