د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

افغان فعالانې: د دوحې درېیمه ناسته کې  باید د ښځو حقونو په اړه بحث ته لومړیتوب ورکړل شي


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضه غونډې انځور

د بشري حقونو فعالانې او د طالبانو حکومت له بندیزونو او محدوديتونو اغېزمنې شوې یو شمیر ښځې له ملګرو ملتونو غواړي چې د دوحې ناستې په درېیم پړاو کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه بحث ته لومړیتوب ورکړي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې له خپلو اساسي حقونو بې برخې یو شمېر ښځې له ملګرو ملتونو غواړي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو حکومت له‌خوا د افغان ښځو او نجونو د حقونو په تامین تمرکز وکړي.

دوی وايي، د افغانستان د نیمايي نفوس په توګه له خپلو ډېرو حقونو بې برخې دي او نور باید د سیاسي لوبو قرباني نه‌شي.

په تېر جمهوري نظام کې د کورنیو چارو وزارت یوې کارکوونکې فرحناز ازادي راډیو ته وویل: "اوسمهال کوم محدودیتونه چې پر ښځو لګول شوي او حکومت بدل شوی په یو شکل موږ یې له روحي او رواني پلوه زیانمن کړي یوو. زموږ غوښتنه له ملګري ملتونو او د هغوی له هغو ناستو څخه چې د ښځو په اړه په کې ژمنې کېږي، خو پرې عمل نه کېږي دا ده چې د ښځو موضوع ته ډېره پاملرنه وکړي."

په هرات ولایت کې د یوې موسسې پخوانې کارکوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "له کله نه چې طالبان راغلل او زمونږ حکومت ړنګ شو نو خپلې دندې مو له لاسه ورکړې، بېکاره شوو او اوسمهال هيڅ عاید نه‌لرو. زمونږ غوښتنه له ملګرو ملتونو او هغو کسانو څخه چې په راس کې دي دا ده چې ، ژر تر ژره دې لکه پخوا په شان ښځو ته په ټولنه کې برخه ورکړي."

دا غوښتنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډیکارلو د طالبانو حکومت د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي، د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي او په تېر جمهوري نظام کې د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله سره په جلا جلا ډول د دوحې د درېیمې غوندې په اړه کتلي او خبرې یې کړې دي.

د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او چپ لور ته په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمېري ډیکارلو او له ډیکارلو سره په خوا کې د یوناما مشره اوتونبایوا
د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او چپ لور ته په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمېري ډیکارلو او له ډیکارلو سره په خوا کې د یوناما مشره اوتونبایوا

د طالبانو حکومت ویلي چې په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې طالبانو ته د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د طالبانو حکومت د دې غونډې په تېر پړاو کې د دوی په خبره د دوی د غوښتنو د نه منلو له امله ګډون نه و کړی او اوس هم د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې باختر اژانس د مولوي عبدالکبیر په حواله لیکلي چې د دوی د حکومت د دریځ منلو په شرط به دوی ګډون کوي.

د باختر اژانس د خبر له مخې، مولوي عبدالکبير يوځل بيا ټينګار کړی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا يوناما په شتون کې د افغانستان لپاره د بل ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتيا نه‌شته.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت ارګ په خپله ایکس‌پاڼه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د سیاسي مرستیالې په حواله لیکلي چې د دوحې راتلونکې غونډه د افغانستان او نړۍ د اړیکو د پراخولو، د تعامل د زیاتوالي او عادي کولو لپاره یو ښه فرصت دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل هم په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو دغې چارواکي له امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي چې د دوحې په غونډه کې به د نړیوال بانک او اسیايي بانک استازي هم ګډون وکړي او د مالي او بانکي مسايلو، د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې، افغانستان ته د اقليمي بدلون له امله پر زيانونو او د کروندګرو لپاره د بديل کښت په اړه به بحث وشي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او په تېر جمهوري نظام کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم په خپلو ایکس‌پاڼو کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیالې سره په لیدنه کې د دوحې غونډې د راتلونکي پړاو په اړه د بحث ترڅنګ د افغانستان د پرمختګ لپاره د پوهنې پر ارزښت ټینګار وکړ.

دوی زیاته کړې چې په دې ناسته کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره پر ملي تفاهم ټینګار وشو.

خو د بشري حقونو یو شمېر فعالانې وايي چې په دې غونډه کې باید د هېوادونو او طالبانو د استازو سربېره د افغانستان د مدني ټولنې او ښځو استازي هم ګډون وکړي.

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل: "خو زما په فکر چې یوه اوږده لاره پر مخ ده. د دې لپاره چې ډاډه شو چې بشري حقونو ته په دې ناسته کې پاملرنه کېږي، اړین دی چې د مدني ټولنې فعالانو په ګډون د افغانانو بېلابېل قشرونه په دې ناسته کې ګډون وکړي او خپل نظریات وړاندې کړي."

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر
د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر

اغلې اکبر وویل، په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو او په دې برخه کې د طالبانو حکومت د توافق په اړه خبرې وشي.

د ښځو د حقونو فعالې مینې رفیق هم ازادي راډیو ته وویل: "باید په سیاسي مذاکراتو کې د افغانانو د حقونو بحث هېر نه‌شي او نه هم ورته په کمه بيه وکتل شي."

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د دوحې درېیمه غونډه د جون میاشتې په وروستیو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب جوړه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG