د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

افغانستان لپاره د دوحې ناسته؛ طالبانو ته په کې رسماً د ګډون بلنه ورکړل شوه


د دوحې ښار یوه څنډه
د دوحې ښار یوه څنډه

ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان لپاره د دوحې ناسته د جون له دېرشمې د جولای تر لومړۍ ترسره کوي.

ملګرو ملتونو کابل ته د دغه سازمان د سرمنشي د مرستیالې روزمېري ډیکارلو د سفر په پای کې اعلان کړی چې له طالبانو یې رسماً په دوحې ناسته کې د ګډون غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې سه شنبه ماښام راغلي چې په دوحه کې د افغانستان په اړه د ځانګړو استازیو د درېیمې ناستې هدف له افغانستان سره په لا همغږي، منسجم او رغنده توګه د نړیوال تعامل زیاتوالی دی.

د ملګرو ملتونو د اعلان له مخې تمه ده دا ناسته د جون له دېرشمې د جولای تر لومړۍ دوام وکړي.

په سیاسي چارو او سولې جوړونې کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې کابل ته په سفر کې له بېلابېلو خواوو سره په بحثونو کې د افغانستان د شته ننګونو په اړه خبرې کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې ښکېلو لوریو دا غوښتنه درلوده چې هر ډول نړیوال تعامل کې باید بشري، پراختیايي او اقتصادي ننګونو ته پاملرنه وشي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډیکارلو کابل ته په سفر کې د طالبانو حکومت د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او په تېر جمهوري نظام کې د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله سره په جلا جلا ډول د دوحې د درېیمې غوندې په اړه خبرې کړي.

د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او چپ لور ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډیکارلو او د ډیکارلو په خوا کې د یوناما مشره اوتونبایوا
د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او چپ لور ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډیکارلو او د ډیکارلو په خوا کې د یوناما مشره اوتونبایوا

مولوي کبیر چې د دوحې تېر کنفرانسونه د طالبانو د عدم حضور له امله نیمګړي بللي ټینګار یې کړی چې دا وار د طالبانو شرایط ومنل شي څو له افغانستانه هم د دوی یو پلاوی په یاده ناسته کې ګډون وکړي.

اخوا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې له خپلو اساسي حقونو بې برخې شوې ښځې له ملګرو ملتونو غواړي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو حکومت له‌خوا د افغان ښځو او نجونو د حقونو په تامین تمرکز وکړي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د ملګرو ملتونو د سه شنبې ورځې په اعلامیه کې راغلي چې د سرمنشي مرستیالې له واکمنو چارواکو او بېلابېلو خواو سره په لیدنه کې د افغانستان د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو پر تعلیم د بندیزونو په اړه خبرې کړي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د شته ننګونو د هواري او د یوې حل‌لارې د موندلو لپاره چې په‌کې د یوه ځانګړي استازي ټاکل هم د بحثونو یوه برخه جوړوي دوه وار په دوحه کې د افغانستان په اړه ناستې ترسره کړي.

لومړۍ ناسته د ۲۰۲۳م کال په مۍ کې جوړه شوې وه او دویمه هغه سږ کال په فبروري کې جوړه شوه چې طالبانو په‌کې حضور نه درلود.

ملګرو ملتونو د دوحې تېره غونډه رغنده بللې وه او په بېلابېلو برخو له هغې ډلې ټولګډونه حکومت، بشري حقونو رعایت او د ښځو د تعلیم په اړه د ګډونوالو هېوادونو نظرونه ورته او مثبت بللي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG