د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

مک‌کال: د طالبانو په ګټه د امریکا هیڅ ډول تمویل د منلو وړ نه ده


د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال
د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د ولسمشر بایډن له ادارې غوښتنه کړې چې د طالبانو حکومت ته د امریکايي مالیه ورکوونکو د پیسو د ورتګ مخه دې ونیسي.

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن له ادارې غوښتي چې د طالبانو حکومت ته امریکايي مالیه ورکوونکو د پیسو د ورتګ د مخینوي لپاره دې سمدستي اقدام وکړي.

دغې کمېټې د چهارشنبې په ورځ د مې په ۲۱مه ناوخته خپره کړې خبرپاڼه کې د یادې کمېټې د مشر مایکل مک‌کال په حواله ویلي، دا ورته د منلو نه ده چې د امریکا هر ډول تمویل دې د طالبانو د حکومت په ګټه وي.

خبرپاڼه کې د مایکل مک‌کال له قوله لیکلي شوي چې ده له سیګار ادارې غوښتنه کړې وه چې د متحده ایالاتو له لوري د مالیې په توګه ورکوونکي ډالر تر کومې کچې طالبانو ته ګټه رسوي، د نوموړي په خبره، په حیرانتیا سره، سیګار وموندل چې لږ تر لږه ۱۰،۹ میلیونه ډالر د امریکا له لوري مالیاتو په توګه د طالبانو حکومت ته ورکړل شوي دي.

د مایکل مک‌کال په خبره: "د بایډن ادارې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې چې افغانستان د طالبانو له لوري ونیول شو، له دې هېواده د ویجاړونکي وتلو راهیسې او د طالبانو د واکمنېدو له امله د رامنځته شوي بشري ناورین د حل لپاره متحده ایالاتو حکومت له ۲،۸ میلیارد ډالرو څخه ډيره مرسته کړې ده."

د افغانستان بانک ته رسېدلي د امریکا او نړیوالو مرستندویه بنسټونو د ډالرو بسته
د افغانستان بانک ته رسېدلي د امریکا او نړیوالو مرستندویه بنسټونو د ډالرو بسته

د ننګرهار ولایت یوې اوسېدونکې حمیدې او د کابل ښار یو بلې اوسېدونکې چې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته خپل نظرونه شریک کړي دي.

حمیدي وویل: "خاوند مې کراچۍ (لاس ګاډی) چلوي، د موږ اقتصادي وضعیټ ډېر بد دی، د هغه دومره کار نه کېږي چې د موږ نفقه پوره کړي. موږ سره هېڅ ډول مرستې نه دي شوي هغه مرستې هم چې راځي غریبو ته نه رسېږي."

د کابل اوسېدونکې وویل: "که امریکا یا نور هېوادونه او سازمانونه افغانستان ته هر ډول پیسې یا مرستې لېږي، باید د دوی اړوندې ادارې د عامو اړمنو خلکو لیستونه ونیسي او په مستقیمه دې دوی ته پیسې او مرست وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې سیګار دوه ورځې وړاندې خپل تازه راپور کې ویلي چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، د امریکا متحده‌ایالاتو اجراییوي شریکانو د طالبانو حکومت ته د مالیې، ګمرکاتو، تعرفې او نورو له لارې لږ تر لږه ۱۰،۹ میلیونه ډالر ورکړي دي.

په دې اړه او اړمنو افغانانو د شکایتونو او مرستو نه رسېدو په اړه د طالبانو د حکومت ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو پرون یې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي تلوېزیون سره په مرکه کې د سیګار راپور رد کړی و.

نوموړي ویلي چې طالبان د بهرنیو بنسټونو په بشري چارو کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي، او یوازې د دغو بنسټونو د کارونو څارنه کوي.

سیګار ویلي وو چې د امریکا متحده‌ایالاتو اجراییوي شریکانو له لوري د طالبانو حکومت ته د مالیې، ګمرکاتو، تعرفې او نورو له لارې په ورکړل شویو پیسو کې ۱۰،۴ میلیونه ډالر د مالیاتو، نږدې ۴ لکه ډالر د برښنا بِل، ۱۷۶زره ډالر د نورو تادیاتو او څه د پاسه ۹ زره ډالر د ګمرکي فیس په توګه ورکړل شوي.

بلخوا یو شمېر اقتصادي کارپوهان وایي که نړیوال غواړي په رښتیني توګه له عامو افغانانو سره مرسته وکړي د بشري مرستو تر څنګ، په پراختیایي برخو کې دې پانګونې زیاتې کړي.

دودیال وايي: که امریکا متحده ایالات، اروپا یا نور هېوادونه غواړي چې افغانستان څه نا څه اسوده شي، دوی دا بشري مرستې دې په انکشافي مرستو واړوي.

له دې ډلې بشیر دودیال ازادي راډیو ته وویل: "که امریکا متحده ایالات، اروپا یا نور هېوادونه غواړي چې افغانستان څه نا څه اسوده شي، دوی دا بشري مرستې دې په انکشافي مرستو واړوي، په دې ډول دوی عامو خلکو ته د کار کولو او استخدام زمینه برابروي، دوی باید د افغانستان کرنې، خامو معدني موادو، اوبو مدیریت او نور مهمو پراختیایي پانګونې وکړي."

د دودیال په خبره، افغانستان هره بهرنۍ رسېدلی او استونکی ډالر رسماً ثبت او د لګېدو په اړه دې هم وخت په وخت راپور ورکړل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG