د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

د طالبانو حکومت ته د امریکا د اجراییوي شریکانو د پیسو ورکولو په اړه د سیګار افشاګري


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي اداره وايي، واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، د امریکا متحده‌ایالاتو اجراییوي شریکانو د طالبانو حکومت ته د مالیې، ګمرکاتو، تعرفې او نورو له لارې لږ تر لږه ۱۰،۹ میلیونه ډالر ورکړي دي.

سیګار په خپل نوي راپور چې پرون یې خپور کړی لیکلي، په دې پیسو کې ۱۰،۴ میلیونه ډالر د مالیاتو، نږدې ۴ لکه ډالر د برښنا بِل، ۱۷۶زره ډالر د نورو تادیاتو او څه د پاسه ۹ زره ډالر د ګمرکي فیس په توګه د طالبانو حکومت ته ورکړل شوي.

دا پیسې د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، د امریکا نړیوال پراختیايي پرورګرام"USAID" او د نړیوالو مطبوعاتو لپاره د متحده‌ایالاتو ادارې "USAGM" اړوند ۳۸ اجراییوي بنسټونو د طالبانو حکومت ته ورکړي.

د سیګار له قوله، په دې پیسو کې هغه شاملې نه‌دي چې د امریکا متحده‌ایالاتو د ملګرو ملتونو ادارو ته په افغانستان کې د مرستو لپاره ورکړي.

د سیګار د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۱ له اکټوبر د ۲۰۲۳ کال تر سپټمبر پورې متحده‌ایالاتو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو ته ۱،۶ میلیارډه ډالر ورکړي، خو راپور کې زیاته شوې؛ دا معلومه نه‌ده چې ایا له دې مرستو هم طالبانو ته د مالیې او په نورو نومونو پیسې ورکړل شوي دي او که نه.

سیګار وايي، دا ځکه معلومه نه‌ده چې د ملګرو ملتونو هغو ادارو چې په افغانستان کې یې د امریکا مرستې تر لاسه کړي دي، په دې اړه معلومات نه‌دي ورکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سیګار د راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سیګار د راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، مګر وړاندې یې د هغو پیسو په اړه چې هره اوونۍ ۴۰ میلیونه ډالر افغانستان ته راوړل کېدې ویلي و، دا پیسې دوی ته نه ورکول کېږي.

خو د سیګار راپور ښيي چې طالبانو په بېلابېلو ډولونو د مرسته کوونکو په چارو کې د لاس‌وهنې سربېره، په هغوی مستقیم فشار راوړی او د پروژو د طرحې او عملي کولو، د خپلې خوښې کسانو په ګمارنې او د مرسته اخستونکو تر مشخصۍ پورې یې د دوی په چارو کې مداخله کړې ده.

راپور کې دا هم لیکل شوي چې طالبانو د دې لپاره چې مرستې او مالي ملاتړ تر لاسه کړي، د خپل ځان لپاره د غیر دولتي سازمانونو په نوم د ادارو جوړولو په هدف له دې بنسټونو پوښتنې کړي دي.

سیګار دا هم ویلي چې طالبان له دې مرستو د خپل حکومت د مشروعیت لپاره کار اخلي او افغانانو ته د نړیوالو مرستې په خپل نوم وېشي.

په همدې حال کې د حکومت‌ولۍ او فساد پر وړاندې د مبارزې د چارو شنونکی خان زمان امرخېل وايي، دې شک نه شته چې د طالبانو حکومت له نړیوالو مرستو په بېلابېلو نومونو پرېمانه پیسې تر لاسه کوي او ګټه ترې اخلي.

"دې کې هیڅ شک نه‌شته چې دې کې فساد و نه شي. داسې امکان شته چې ډېر غیر دولتي موسسات چې له ۲۰۲۰ کال وروسته اقتصاد وزارت سره ثبت شوي وي، خو فساد په کې وي او وخت یې مخکې لیکل شوی وي. زه فکر کوم هر هغه راپور چې سیګار یې خپروي، هغه د حقایقو پر بنیاد وي. "

د سیګار راپور کې په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې هغه خبره هم را اخستل شوې چې ویلي یې و، هغه غیر دولتي موسسې چې د طالبانو حکومت ته فیس، مالیه او نور ور نه کړي، ښايي بانکي حسابونه او دفترونه یې وتړل شي، فعالیت یې بند او له بدو پایلو سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG