د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

سیګار: طالبان د جعلي غیردولتي موسسو له لارې له نړیوالو مرستو ګټه پورته کوي


ارشیف: په افغانستان کې بې وزلو سره د مرستو رسولو له بهیره یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې بې وزلو سره د مرستو رسولو له بهیره یو انځور

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر یا سیګار خبرداری ورکوي چې طالبان د جعلي غیردولتي موسسو له لارې له نړیوالو مرستو ګټه پورته کوي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې سیګار راپور موندلې چې طالبان د امریکا لخوا پر تمویل شویو روزنیزو پروګرامونو د مالیو په لګولو او له هغه بدتره میتودونو د ځان په ګټه کار اخیستی لکه د جعلي غیردولتي موسسو جوړولو او اخاذۍ یا شوکو له لارې.

سیګار په دې ترتیب خبرداری ورکړی چې طالبان له نړیوالو نغدي مرستو ګټه پورته کړې ده.

د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې واک ته له راستنېدو وروسته طالبانو په کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو ډېر کنټرول ترلاسه کړ.

دوی افغان مېرمنې په نادولتي موسسو کې له کار کولو منع کړې او غواړي چې له تعلیم او تربیې سکتوره د بهرنیو موسسو لاس لنډ کړي.

د سیګار په دغه راپور کې پر طالبانو دا تور هم لګول شوی چې په موجوده موسسو کې د نفوذ او یا په غیرمستقیم ډول د مرستو د مدیریت له لارې کار اخلي.

د طالبانو یوه مرستیال ویاند بلال کریمي طلوع تلوېزیون سره په خبرو کې د سیګار راپور ناسم بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې ټولې چارې د ملي ګټو او پرنیسبونو په اساس تنظیموي.

طالبانو تورن شوي چې د ښوونې او روزنې برخه کې د موسسو له مرستو هم ګټه پورته کوي.
طالبانو تورن شوي چې د ښوونې او روزنې برخه کې د موسسو له مرستو هم ګټه پورته کوي.

د تېرې مې میاشتې په راپور کې هم سیګار د نادولتي موسسو په چارو کې د طالبانو د لاسوهنې خبر ورکړی و، خو د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت هغه ادعا رد کړې وه.

د سیګار د وروستي راپور له مخې، امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې شاوخوا ۱۸۵ میلیونه ډالر لګولي دي.

د یوې غیردولتي موسسې یوه چارواکي سیګار ته ویلي، طالبان هغه افغانان په نښه کوي او د مالیاتو په نوم له هغوی څخه پیسې اخلي چې د امریکا د تعلیمي پروګرامونو له لارې یې ملاتړ کېږي.

په یوه بله بېلګه کې د نادولتي موسسو چارواکو سیګار ته ویلي چې طالبان دا سازمانونه مجبوروي چې د دوی ملاتړي استخدام کړي یا د طالبانو تر مالکیت لاندې شرکتونو څخه خریداري وکړي.

سیګار په خپل راپور کې وايي چې د طالبانو تګلارو او لومړیتوبونو په ټولیزه توګه د ښوونکو د شمېر او د هغوی د اسانتیاوو په کمولو سره په افغانستان کې د پوهنې کیفیت ټیټ کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG