د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

'آی اې ایم' د طالبانو له بنده د خپلو ۱۸ کارکوونکو د خوشې کولو هڅې پیل کړي


د آی اې ایم موسسې نښان
د آی اې ایم موسسې نښان

د 'آی اې ایم' خیریه موسسه وايي، هڅه کوي د ملګرو ملتونو او په افغانستان کې د نادولتي سازمانونو د همغږۍ بنسټ په همکارۍ خپل ۱۸ کارکوونکي خوشې کړي.

د نړیوال مرستندویه پلاوي یا 'آی اې ایم' خیریه موسسه وايي چې د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالیو کې یې د دفتر تړل کېدو او د ۱۸ کارکوونکو د نیولو کېدو په لامل نه پوهېږي.

يادې ادارې د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دوی تر اوسه دا معلومات نه‌لري چې کارکوونکي یې په کوم تور نیول شوي دي.

خو د طالبانو حکومت د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالحي زعیم د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته په یوه لیکلي پیغام کې د شواهدو له څرګندولو پرته ادعا وکړه چې نیول شویو کسانو د عیسویت تبلیغ کاوه.

هغه زياته کړه چې د دغو کسانو د نيولو لارښوونه یې له کابل څخه ترلاسه کړې، خو په کابل کې د طالبانو د استخباراتو چارواکو د دوی د حکومت وياند او امنيتي مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو 'آی اې ایم' بنسټ ویلي، که د دې سازمان یا د کوم کارکوونکي پر وړاندې یې کوم تور مطرح شي، په خپلواکه ډول به وړاندې شوی هر سند وڅېړي.

'ای اې ایم' وویل چې دا موسسه د ملګرو ملتونو سازمان او په افغانستان کې د نادولتي سازمانونو د همغږۍ بنسټ یا اکبر سره یو ځای کار کوي څو له وضعیت نه ښه درک ولري او د خپلو ۱۸ همکارانو د ژر تر ژره خلاصون لپاره کار وکړي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت ته یې چې ورسره په قانوني توګه ثبت دی، د خپلو کارکوونکو د نیول کېدو په اړه یو لیک لیکلی دی.

د غور د مرکز فېروز کوه ښار یوه څنډه
د غور د مرکز فېروز کوه ښار یوه څنډه

په همدې حال کې د غور ولایت سیمه‌ییزو سرچینو د جمعې په ورځ د نوم د نه ښودلو په شرط یې ازادي راډيو ته وویل چې د دې نړیوال مرستندویه پلاوي یا 'آی اې ایم' بنسټ کارکوونکي د لعل او سرجنګل په ولسوالیو کې د دغه بنسټ له دفتر څخه نیول شوي چې شپږ تنه په کې ښځې دي.

سرچينې زياته کړې چې د دې ادارې نيول شوى بهرنى کارکوونکى، امريکايي تبعه دى.

په یوې بلې اعلامیې کې د 'آی اې ایم' موسسې د جمعې په ورځ وویل چې د دې موسسې درې کارکوونکي چې یو یې بهرنی وګړی و، د سپټمبر په درېیمه نیول شوي او ۱۵ نور کارکوونکي یې چې ټول افغانان دي، تېره ورځ د غور ولایت د لعل او سرجنګل په ولسوالیو کې نیول شوي دي.

د یادې موسسې په وينا، نيول شوي کسان کابل ته لېږدول شوي دي.

'آی اې ایم' وايي چې له ۱۹۶۶ کال راهیسې په افغانستان کې کار کوي او تر ۳۰۰ ډېر افغان کارکوونکي او تر ۲۰ ډېر بهرني عیسوي رضا کاران لري چې له افغانانو سره یوځای کار کوي.

دغه بنسټ زیاتوي چې د دوی تمرکز د ظرفیت لوړولو په برخه کې له افغانانو سره مرسته ده.

په ۲۰۰۱ کال کې، طالبانو د 'شلټر نو' په نوم د یوې جرمني خیریه موسسې اته تنه کارکوونکي د عیسویت د ترویج په تور ونیول، خو دوی شاوخوا یوه میاشت وروسته د نړیوالې ټولنې په منځګړیتوب خوشې شول.

XS
SM
MD
LG