د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

طالبانو په غور کې د 'آی اې ایم' موسسې ۱۸ کارکوونکي نیولي


د د 'آی اې ایم' نښان
د د 'آی اې ایم' نښان

د 'آی اې ایم' په نوم د یوې خیریه ټولنې ۱۸ کارکوونکي په افغانستان کې د طالبانو د امنیتي مامورینو له‌خوا نیول شوي دي.

'آی اې ایم' یا نړیوال مرستندوی ماموریت تایید کړې ده چې د یوه بهرني په ګډون ۱۸ تنه کارکوونکي یې په غور ولایت کې نیول شوي دي.

دې موسسې پر خپله ویبپاڼه په یوه بیان کې چې نن خپور شو، ویلي چې درې تنه کارکوونکي یې نږدې دولس ورځې مخکې په غور ولایت کې نیول شوي وو او پنځلس نور همکاران یې د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۲۲مه له همدې دفتر څخه نیول شوي دي.

دا خیریه بنسټ وايي ورته معلومه شوې ده چې همکاران یې کابل ته انتقال شوي دي.

په غور کې سیمه‌ییزو سرچینو د نومونو د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د 'آی اې ایم' کارکوونکي چې شپږ تنه مېرمنې هم په کې دي، په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د دې موسسې له دفتر څخه نیول شوي.

د فېروز کوه ښار یوه څنډه
د فېروز کوه ښار یوه څنډه

همداراز سرچینه وايي، د دې موسسې نیول شوی بهرنی کارکوونکی امریکایی وګړی دی.

یادې موسسې په خپل بیان کې ویلي چې د دوی د کارکوونکو د نیول کېدو د علت په اړه څه نه دي ورته ویل شوي او دوی هم له دې نه دي خبر چې همکاران یې ولې نیول شوي خو په غور ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي تور لګوي چې دې کسانو د عیسویت لپاره تبلیغ کاوه.

د غور لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی زعیم ازادي راډیو ته په یو پیغام کې د 'آی اې ایم' د کارکوونکو نیول تایید کړي او د شواهدو له ښودلو پرته یې ادعا کړې چې ګنې دوی عیسیویت تبلیغاوه.

دی زیاتوي چې د دې کسانو د نیولو سپارښتنه یې له کابله ترلاسه کړې، خو په کابل کې د طالبانو استخباراتي او امنیتي چارواکو او د حکومت ویندیانو تراوسه د دې کسانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

'آی اې ایم' وايي چې له ۱۹۶۶ کال راهیسې په افغانستان کې کار کوي، له ۳۰۰ زیات افغان کارکوونکي او له شلو زیات رضاکاره بهرني عیسوي متخصصان لري چې له افغانانو سره یوځای کار کوي.

دا موسسه زیاتوي چې تمرکز یې پر دې دی چې له افغانانو سره د ظرفیتونو د جوړونې په چاره کې مرسته وکړي.

عیسوي رضاکاران د نړۍ په ډېری بې‌وزلو هېوادونو کې له غیرحکومتي ټولنو سره د بشري مرستو په برخه کې همکاري کوي.

طالبانو په ۲۰۰۱ کال کې هم د شلټر نو په نوم د جرمنۍ خیریه ټولنې اته بهرني کارکوونکي عیسویت ته د تبلیغ په تور نیولي وو.

دا ډله چې دوه د امریکا، دوه د اسټرالیا او څلور د جرمني وګړي په‌کې وو، د ۲۰۰۱ کال په اګست کې ونیول شول او نږدې یوه میاشت وروسته د نړیوالو په منځګړتوب خوشې شول.

له دوی سره د شلټر نو شپاړس افغان کارکوونکي هم نیول شوي وو.

XS
SM
MD
LG