د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

په سویس کې د افغانستان له امانت صندوق څخه ناسمې ګټې اخیستنې اندېښنې رامنځته کړي


ارشیف: د امریکايي ډالرو انځور
ارشیف: د امریکايي ډالرو انځور

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق څخه د ناسمې ګټې اخیستنې او طالبانو ته د ور ګرځولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې اداره وايي، اوسمهال هیڅ داسې کنټرول نه‌‌شته چې په سویس کې د افغانستان له امانت صندوق د طالبانو د تمویل په اړه اندېښنو ته ځواب ووايي.

د سیګار نښان یا لوګو
د سیګار نښان یا لوګو

په سویس کې "د افغانستان امانت صندوق" هغه ۳،۵ میلیارده ډالر دي چې په متحده‌ایالاتو کې د افغانستان د کنګل شوې ۷ میلیارده پانګې څخه د افغانستان اقتصادي ثبات د ملاتړ لپاره جلا شول. دا صندوق د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې جوړ شو.

خو سیګار په خپل نوي راپور کې چې پرون یې د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو کمېټې ته لېږلی اندېښنه ښودلې چې له دې پیسو د ناسمې ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره هیڅ کنټرول نه‌شته.

دا راپور اصلاً د استازو جرګې د بهرنیو کمېټې د ۲۰۲۳ کال د مارچ میاشتې د غوښتنو او پوښتنو په ځواب کې لیکل شوی.

په راپور کې وړاندې راغلي چې په سویس کې دغه صندوق د افغانانو د ګټو لپاره جوړ شوی، خو لا هم دا پوښتنې بې‌ځوابه دي چې دا ګټې څنګه، کله او څه ډول خوندي کېدای شي؟

خو راپور کې له دې ټولو اندېښنو سره سره دا یادونه هم شوې چې تر اوسه له امانت صندوق د افغانانو د ملاتړ لپاره هیڅ ډول پیسې نه‌دی ویستل شوي.

د امریکا د استازو جرګې د عمومي غونډې انځور
د امریکا د استازو جرګې د عمومي غونډې انځور

ازادي راډیو په سویس کې د افغانستان امانت صندوق د مدیره پلاوي له دوو غړو انوارالحق احدي او شاه محمود محرابي سره دې اندېښنو ته د ځواب ویلو لپاره اړیکه ونیوله، خو دوی دواړو زموږ لېږل شویو پیغامونو ته ځواب ور نه کړ.

سیګار داسې مهال له امانت صندوق د طالبانو د تمویل په اړه د اندېښنو بحث مطرح کوي چې له قوله یې، امریکا متحده‌ایالاتو د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونه اوسمهال نه‌غواړي دا پیسې د افغانستان بانک ته ولېږدول شي.

د پیسو د نه لېږد یو لامل د افغانستان بانک دننه د پیسو مینځل او د مالي او بانکي سیستم له لارې د ترهګرۍ د ملاتړ په اړه اندېښنه ده.

په راپور کې یادونه شوې چې د افغانستان بانک درې لوړ پوړي چارواکي د متحده‌ایالاتو او ملګرو ملتونو په تور‌ نوم‌لړ کې دي او د سیګاره له قوله؛ تر هغه به د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونه د افغانستان بانک ته د دې پیسو د لېږد ملاتړ و نه کړي چې دې بانک د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د تمویل ضد کنټرول په بشپړ ډول نه‌وي عملی کړی او ترڅنګ یې په دې اداره کې د سیاسي نفوذ او لاس‌وهنې مخه نه وي نیولي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک بیا د سیګار د راپور په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک

د جمهوري نظامل له سقوط وروسته، امریکا متحده‌ایالاتو په دې هېواد کې د افغانستان ۷ میلیارده ډالر پانګه کنګل کړه، خو وروسته د جمهور رییس بایډن د پرېکړې پر بنسټ، له دې پیسو ۳،۵ میلیارډه ډالر یې د افغانستان امانت صندوق ته ولېږدول شول.

د طالبانو اوسني رژیم په ځلونو د دې پیسو غوښتنه کړې، خو دا غوښتنه یې لا هم نه‌ده منل شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG