د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

سويس ته د افغانستان د اسعاري زېرمو لېږدول پر ځای پرېکړه ده؟


د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک

د افغانستان بانک چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پر دې انتقاد کړی، چې د افغانستان د ګنګل شویو اسعاري زېرمې یوه برخه سویس ته انتقال شوې او په دې اړه ګمارل شوي بورډ تېره دوشنبه غونډه وکړه.

د افغانستان د امانت صندوق بورډ چې په سویس کې د افغانستان د څه باندې درې ملیارده او پنځه سوه ملیونه ډالرو د نظارت لپاره جوړ شوی، خپله لومړۍ غونډه د دوشنبې په ورځ وکړه.

د افغانستان بانک وايي، دغه اسعاري زېرمې د افغانانو ملکیت دی، چې له کلونو د پولي ثبات، مالي سیسټم د پیاوړتیا او له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره کارول کېږي.

دغه بانک په یوه اعلامیه کې د سویس غونډې ته په اشارې ویلي د افغانستان بانک اندېښنو ته نه پاملرنه، د افغانستان د ټولو خلکو په حق کې غیرعادلانه پرېکړه ده.

د امریکايي چارواکو په وینا، د افغانستان بانک درې نیم ملیارده ډالر کنګل شوې پیسې په دې وروستیو کې له واشنګټن څخه په سویس کې یوه صندوق ته انتقال شوې، څو د طالبانو له لاس رسي خوندي شي.

زموږ همکار، د باور غورځنګ له مشر، نجیب ازاد نه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، چې د افغانستان د امانت صندوق غونډه او د سعاري زېرمو د یوې برخې په کار اچول څنګه پرېکړه ګڼي؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:54 0:00
XS
SM
MD
LG