د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

احدي: د افغانستان کنګل شویو پیسو په اړه مو مهمه پرېکړه وکړه


ارشیف
ارشیف

د امانت د صندوق بورډ چې د افغانستان د څه باندې درې میلیارده او پنځه سوه میلیونه ډالرو باندې د څارنې لپاره په سویس کې جوړ شوی، دوشنبه خپله لومړۍ ناسته په جنوا ښار کې وکړه.

د افغانستان بانک پخوانی رییس انوارالحق احدي چې د امانت د صندوق د بورډ غړی دی وايي، د دوشنبې ورځې د غونډې یوه برخه د یادو څه باندې درې نیم میلیاردو ډالرو په کار اچولو باندې متمرکزه وه.

د افغانستان بانک پخوانی رییس انوارالحق احدي او د امانت صندوق د بورډ غړی
د افغانستان بانک پخوانی رییس انوارالحق احدي او د امانت صندوق د بورډ غړی

نوموړي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د دې صندوق د تنظیم په اړه ډېر بحثونه وشول او دا چې په راتلونکي کې باید د ناستو مشري هم د یوه افغان په غاړه وي او مهمه موضوع چې پرې پرېکړه وشوه هغه دا وه هغه پیسې چې دلته دي باید په کار واچول شي. او په یوې ښې فیصدۍ سره له دې پیسو ګټه ترلاسه شي او دا کار باید سمدستي وشي."

د امریکايي چارواکو په وینا، د افغانستان بانک درې نیم میلیارده ډالر کنګل شوي پیسې په دې وروستیو کې له واشنګټن څخه په سویس کې یوه صندوق ته انتقال شوې، څو د طالبانو له لاس رسي خوندي شي.

د راپورونو له مخې، د برښنا د وارداتو پیسې، نړیوالو بنسټونو ته د افغانستان پورونه، په پراختیایي برخه کې مرستې او د افغاني بانکنوټونو د چاپ لګښت د دغه صندوق له لارې ورکول کېږي.

دا مالي غونډه په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو په وینا په افغانستان کې د ژمي په را رسېدو سره په میلیونونو خلک د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دې صندوق په غړو کې په سویس کې د امریکا سفیر سکاټ میلر، د سویس د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی الکساندر بومن، د افغانستان بانک پخوانی رییس او د دغه هېواد د مالیې پخوانی وزیر انوارالحق احدي او د افغانستان بانک د عالي شورا غړی شاه محمد محرابي شامل دي.

د طالبانو حکومت د افغانستان بانک د میلیاردونو ډالرو کنګلول له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه بللې ده.

د طالبانو د حکومت چارواکي ټینګار کوي چې دا پیسې باید ټولې د افغانستان په واک کې وي.

د افغانستان د چارو یو کارپوه طارق فرهادي تېره شپه له ازادي راډیو سره په دې اړه خپل نظر داسې څرګند کړ: "طالبانو ویلي چې د دې صندوق پیسې د افغانستان په خلکو پورې اړه لري. ستونزه دا ده چې امریکا طالبانو ته پیسې نه ورکوي، ځکه طالبان د امریکا او ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې دي. نو امریکایان مجبور شول چې دا پیسې درېیم هېواد ته ولېږدوي."

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان واک تر لاسه کړ، امریکا د افغانستان بانک شاوخوا اوه میلیارده ډالر کنګل کړل.

د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا ولسمشر جوبایډن یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د دغه هېواد له مالي څانګو څخه غوښتل شوي چې د دې پیسو نیمایي برخه د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته او پاتې نور یې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو لپاره ځانګړې کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

خو د امریکا فدرالي محکمې تر اوسه د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو قربانیانو ته د افغانستان بانک د پیسو د تخصیص په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG