د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

قزاقستان له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د یوې بدیلې لارې په جوړولو کار کوي


د قزاقستان د صدراعظم مرستیال سیرک ژومانګارین
د قزاقستان د صدراعظم مرستیال سیرک ژومانګارین

قزاقستان له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د یوې بدیلې لارې په جوړولو کار کوي.

د قزاقستان د صدراعظم مرستیال سیرک ژومانګارین وايي، هېواد یې له افغانستان سره د سوداګري راکړې ورکړې د زیاتولو لپاره د یوې بدیلې لارې پر جوړولو کار کوي چې له ترکمنستان څخه تېریږي.

د انټرفکس خبري اژانس پرون چهارشنبې راپور ورکړ چې ژومانګارین هیله څرګنده کړه چې دا بدیله لار به له افغانستان سره د قزاقستان سوداګري په کال کې له یو میلیارد ډالرو څخه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.

قزاقستان دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د دغه هېواد ولسمشر قاسم جومارت توقایف له افغانستان سره د اړیکو د لا پراختیا په هدف د افغان طالبانو نوم د "ترهګرو" سازمانونو له نوملړه لرې کړ د طالبانو حکومت د قزاقستان د دې اقدام د هرکلي ترڅنګ هغه د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو لپاره ګټور وباله.

توقایف د دوشنبې په ورځ د جون په ۳مه نېټه دا پرېکړه په الماتې ښار کې د ډله ییز امنیتي تړون سازمان (CSTO) د غړو هېوادونو د پارلمانونو له مشرانو سره د کتنې په ترڅ کې اعلان کړه.

نوموړي په دې ناسته کې وویل: "په اوسني پړاو کې یوه ستراتیژیکو دنده دا ده چې په سیمه‌ییزو اړیکو کې افغانستان فعاله ونډه ولري."

روسیه هم په دې غور کوي چې طالبان له تور لېسته وباسي.

د سیاسي چارو نظرخاوند غوث جانباز په افغانستان کې د روسیې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ځانګړي ډول د قزاقستان لېوالیتا د دوحې له غونډې سره بې ارتباطه نه بولي.

دی وايي، د دوحې د غونډې په درشل کې د سیمې هېوادونه هڅه کوي چې د افغانستان د حالاتو په تړاو خپلې پالیسۍ بدلې کړي.

جانباز وايي: زما په نظر د سیمې هېوادونه دا اقدامات د یو بل په هماهنګۍ کوي هماغه راز چې ښاغلي پوتین په تاشکند کې په خبري غونډه کې وویل چې دوی د خپلو متحدانو او د افغانستان د ګاونډیانو په همغږۍ ګام اخلي.

هغه وویل: "دا هېوادونه له ننني افغانستان سره چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې دی، خپلې اړیکې عیاروي او تر ټولو مخکې تجارتي او سوداګري لارې چارې ورته سنجوي. زما په نظر د سیمې هېوادونه دا اقدامات د یو بل په هماهنګۍ کوي هماغه راز چې ښاغلي پوتین په تاشکند کې په خبري غونډه کې وویل چې دوی د خپلو متحدانو او د افغانستان د ګاونډیانو په همغږۍ ګام اخلي."

خو له دې سره سره روانه اوونۍ د قزاقستان په پلازمېنه کې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان مشر د افغانستان له اړخه د تروریزم د ګواښ په اړه اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل چې دغه هېواد په منځنۍ اسیا کې د بې ثباتۍ اصلي مرکز او له پولو اخوا د ننګونو او ګواښونو سرچینه ده.

د قزاقستان د صدراعظم مرستیال پرون وویل چې هېواد یې غواړي افغانستان ته د اوړو او غنمو صادرات ډېر کړي.

په وروستیو کې قزاقستان او ترکمنستان د طالبانو له حکومت سره په هرات ولایت کې د یوه ستر لوژستیک مرکز، چې سل میلیون ټنه تېل زېرمه کولی شي، پر جوړولو سلا وکړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG