د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

قزاقستان د طالبانو نوم د ترهګرو له نوملړه لر کړ؛ طالبان یې د اقتصادي همکاریو لپاره ګټور بولي


د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف

د قزاقستان حکومت د افغان طالبانو نوم د ترهګرو سازمانونو له نوملړه لرې کړ، هغه څه چې طالبان د اقتصادي همکاریو لپاره ګټور بولي.

وروسته له هغه چې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف له افغانستان سره د اړیکو د لا غځېدو په هدف د افغان طالبانو نوم د "ترهګرو" سازمانونو له نوملړه لرې کړ، د طالبانو حکومت یې د هرکلي ترڅنګ دا اقدام د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو کې ګټور بولي.

توقایف د دوشنبې په ورځ د جون په ۳مه نېټه دا پرېکړه په الماتا ښار کې د ټولیز امنیتي تړون د سازمان (CSTO) د غړو هېوادونو د پارلمانونو له مشرانو سره د لیدو پر مهال اعلان کړې ده.

د قزاقستان ولسمشر وايي: قزاقستان له عصري افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا اهمیت ته په پام سره او د دې په درک سره چې دا رژیم یو اوږدمهاله عامل دی، د طالبانو رژیم یې د ترهګرو له نوملړه ایستلی دی.

نوموړي په دې ناسته کې وویل: "په اوسني پړاو کې یو له ستراتیژیکو دندو، په سیمه‌ییزو اړیکو کې د افغانستان فعاله ونډه اخیستل دي. قزاقستان له عصري افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا اهمیت ته په پام سره او د دې په درک سره چې دا رژیم یو اوږدمهاله عامل دی، د طالبانو رژیم یې د ترهګرو له نوملړه ایستلی دی."

دې په سیمه‌ییزو اړیکو کې د افغانستان فعاله ونډه اخیستل ستراتیژيک لومړیتوب بللی دی.

قزاقستان لومړنی هېواد شو چې د طالبانو نوم یې د ترهګرو سازمانو له نوملړه د لرې کېدو اعلان وکړ.

د طالبانو حکومت د قزاقستان د دې اعلان هرکلی کړی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د سه شنبې په ورځ د جون په ۴ نېټه پر خپله ایکسپاڼه خپره کړې ویډیو کې ویلي: "د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توقایف د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې افغانستان اسلامي امارت نوم یې د قزاقستان د ممنوعه ډلو له لېسته لرې کړ، د بهرنیو چارو وزارت دغه ګام د اسلامي امارت په تړاو د قزاقستان د درک په برخه کې یو مهم پرمختګ او د دوه اړخیزو اړیکو د کچې لوړولو په برخه کې د یوه خنډ لرې کېدل ګڼي."

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د قزاقستان سترې محکمې د ۲۰۰۵م کال په مارچ میاشت کې طالبان د یوې تروریستي ډلې په توګه وپېژندل او د دې هېواد په قلمرو کې یې طالبان او له هغو سره همکاري ممنوع اعلان کړل.

قزاقستان وروسته له هغې دا پرېکړه اعلان کړه چې د تېرې یکشنبې په ورځ د مې په ۲۶مه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له تور لېسته د طالبانو د ایستلو هیله څرګنده کړې وه.

همدارنګه تر هغه وروسته، د روسیې ټاس خبري اژانس د مۍ په ۲۷مه نېټه د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قولي ویلي وو چې د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د طالبانو د حکومت ایستلو پرته "د رسمیت پېژندلو په اړه " به وړاندې اقدام وي.

د یادونې ده چې تېره سه شنبه د مې په ۲۸مه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د یوې قانوني مرجع په توګه د طالبانو د رسمیت پېژندلو او د ترهګرو ډلو له نوملړه د هغوی د ایستلو په اړه ویلي وو چې مسکو باید د افغانستان لیدلوری په پام کې ولري او اړیکې ورسره جوړې کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د طالبانو حکومت تر اوسه د یو هېواد له لوري هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د چین او روسیې په ګډون په یو شمېر سیمې هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه دوی ته سپارل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG