د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

بایډن: په افغانستان کې له پوځونو پرته د داعش د مخنیوي لپاره نورې لارې هم شته


د عکس ښي لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن او چپ لور ته د کینیا ولسمشر د یوې خبرې غوڼډې پر مهال
د عکس ښي لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن او چپ لور ته د کینیا ولسمشر د یوې خبرې غوڼډې پر مهال

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، پرته له دې چې افغانستان کې یې پوځونه وي، په یاد هېواد کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله‌والو د مخنیوي لپاره نورې لارې هم شته.

داسې مهال چې په نړیواله کچه په افغانستان کې د اسلامي دولت خراسان څانګې یا داعش د موجودیت او فعالیتونو په اړه ورځ تر بلې اندېښنې زیاتېږي، د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن وايي، افغانستان کې یې د پوځونو له موجودیت پرته هم د دغه وسله‌والې ډلې د له‌منځه وړولو لارې چارې شته.

بایډن وايي: د دې امکان چې څوک دې افغانستان متحد کړي خورا، خورا، خورا لږ دی.

بایډن پرون د کینیا له ولسمشر سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې د یو خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه وویستل خو اوس کینیا هڅوي چې یوه لېرې پراته هېواد هایټي ته خپل ځواکونه واستوي، واشنګټن ولې دغه ډول دوه ګونی چلند کوي، وویل: "افغانستان د امپراتوریو په هدیره مشهور دی. لومړی دا چې د دې امکان چې څوک دې افغانستان متحد کړي خورا، خورا، خورا لږ دی؛ دوهمه خبره دا ده چې د اسلامي دولت ډلې (داعش) د کنترول لپاره د افغانستان له اشغال پرته نورې لارې هم شته، دا یوه بې‌ځایه اړتیا وه."

د دې کنفرانس وېډیو د سپینې ماڼۍ په ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر خپره شوې ده.

خو نوموړي د دغو لارو چارو په اړه جزییات ورنه‌کړل چې په خبره یې، له مخې یې د داعش وسله‌واله ډله کابو کېدای شي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په افغانستان کې د داعش وسله‌والو د ګواښونو او د بایډن د تازه څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد نظر هم ولري، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو د سیاسي دفترغړي انس حقاني بیا په خپله ایکس‌پاڼه د بایډن دا خبره چې افغانان اتفاق نه لري ناسمه بللې ده.

د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد

وړاندې تر دې ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د داعش ډلې ګواښ جدي نه دی بللی او ویلي یې دي چې دوی د دغه وسله‌والې ډلې پر ضد پراخه مبارزه کړې ده او ځپل شوې.

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي بیا د غويي میاشتې په شپږمه پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، د افغانستان درې ګاونډی هېوادونه د داعش ډلې په ملاتړ تورن کړل.

د سیاسي چارو پوه اسحاق اتمر د داعش ډلې د خراسان څانګې په وړاندې د طالبانو مبارزه په نشت حساب بولي.

د سیاسي چارو پوه اسحاق اتمر
د سیاسي چارو پوه اسحاق اتمر

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "په تېرو درېیو کلونو کې خو دوی (طالبانو) داسې غوڅه مبارزه نه ده کړې، خو که طالبان دغه ننګونې ته جدي پام ونه کړي نو د افغانستان او د سیمي د هېوادونو لپاره به یو لوی خطر متوجه شي، نو که په ټوله کې دغه ترهګرې ډلې د یوې لویې استخباراتي پروژې برخه وي، نو دا بیا کېدای شي د ټولې سیمې لپاره ډېرې بدې پایلې ولري."

تازه د قرغزستان د ملي امنیت د کمېټې رییس کامچي بیک تاشیف د بشکیک په امنیتي ناسته کې ویلي چې د افغانستان په شمال کې د ترهګرو ډلو موجودیت د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره ګواښ دی.

په همدې حال کې د افغانستان د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې په ترکیه کې یې د همکاري او همغږۍ د ادارې له مشر سیرکان کایالر سره د اسلامي دولت ډلې داعش د خراسان څانګې د ګواښونو پر وړاندې د همغږو هڅو په اړه خبرې کړي دي.

له دې وړاندې بیا د روانې مۍ میاشتې په څلورمه د امریکا د متحده ایالاتو د سولې انسټېټیوت له افغانستان او پاکستان څخه د ترهګرۍ ګواښونو د پراخېدو او تر دې یوه ورځ مخکې بیا د دغه هېواد د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال واشنګټن پوست سره په مرکه کې په افغانستان کې د اسلامي ډلې (داعش) ډلې خراسان څانګې او القاعده د حضور د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG