د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د نښتو پای؛ د ډیورنډ کرښې له غاړو بې ځایه شوې کورنۍ لا په وېره کې دي


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه

د ډیورند کرښې په اوږدو کې د طالبانو حکومت د ځواکونو او پاکستاني پوځیانو تر منځ درې ورځنۍ نښتې دواړو خواوو ته د سیمې د اوسېدونکو او یوې طالب سرچینې په خبره د ارمۍ ساه اخیستی.

د پکتیا د ځاځي اریوب یوه اوسېدونکی چې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د تېرې شپې راهیسي د دواړو لوریو ترمنځ ډزې کراره شوي او اوس وضعت عادی دی.

خو دی وايي د جګړې له سیمي کډوالې شوې کورنۍ لا هم خپلو سیمو ته نه دي ستنې شوي ځکه په خبره یې د جګړې د بیا پیل ویره لا پر ځای ده.

" اریوب ځاځي ولسوالۍ کې جګړه ولاړه ده، خو بې ځایه شوي کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته نه دې ستنې شوي او وېره لا هم شته، په ډنډ پټان ولسوالۍ کې هم جګړه کراره شوې ده."

د پکتیا ولایت نقشه
د پکتیا ولایت نقشه

د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته د پاړه چنار یوه اوسېدونکی عامر بنګش هم ورته خبره وکړه او وې ویل چې د موضوع د حل لپاره د دواړو لوریو قومي مشران او سیمه ییز حکومتي مقامات خبرې کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

" له تېرو څو ورځو راهیسې ان تر پرونه د خرلاڅي باډر پاړه چینار کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جنګ روان وو خو له پرون راهیسي ډز بندي شوې ده، لاره لا هم بنده ده خو د دواړو خواو مشران خبرې کوي او ان شالله چې خبرې به ښه پایلې ورکړي."

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند د ناصر بدري په نوم د یوې عملیاتي قطعې قومندان حمید خراساني هم ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه او نن وضعیت نورمال دی.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو حکومت د ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ دا وسله والې نښتې د تېرې اونۍ د دوشنبې له ورځې وروسته د پکتیا په ځاځي اریوب کې پیل شوې چې وروسته ډنډ پټان او ځاځي میدان ته هم وغځېدې او په وقفه یې ډول روانې وې.

سیمه ییز وګړي ادعا کوي چې د دغه نښتو له امله په تېرو درې ورځو کې یو شمېر ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او په پاکستان کې هم یو شمېر خبریالانو ها غاړه خپلو پوځیانو ته د مرګ ژوبلې ادعا کړې وه، خو نه د طالبانو حکومت او نه هم د پاکستان حکومت په رسمي ډول دا مرګ ژوبله تایید کړې ده.

که څه هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول د دغه جګړې په اړه لا هم څه نه دي ویلي، خو پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه خبري کنفرانس کې په همدې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې پاکستان د خپلې خاورې، ملي حاکمیت او د تروریستي ګواښونو پر وړاندې دفاع ته چمتو دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده، زهرا بلوچ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده، زهرا بلوچ

اغلې بلوچ په دې کنفرانس کې دا هم وویل چې پاکستان د افغانستان خاورې ته درناوی کوي او د افغانستان څخه غواړي چې د هغو تروریستي ډلو پر خلاف اقدام وکړي چې د پاکستان ملي حاکمیت او امنیت ته ګواښونه را ولاړوي.

زهرا بلوچ یو وار بیا ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت باید د ترهګرو ډلو په وړاندې چې د افغانستان له خاورې د پاکستان امنیت ګواښي اقدامات وکړي.

پاکستان له دې وړاندې هم په وار وار تور پورې کړی چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي، خو د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د د روانې مې میاشتې په اومه په یوه اعلامیه کې دغه ادعاوې رد کړې او برعکس پر پاکستان یې ولګاوه چې د اسلامي دولت داعش د خراسان څانګې وسله وال د پاکستان له خاورې د افغانستان پر خلاف کار اخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG