په پکتیا ولایت کې د طالبانو سرچیني وايي، پر ډیورنډ کرښې په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ جګړه کې د دوی یو کس وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني لوري ته هم د مرګ ژوبلې اوښتلو ادعاوې شوې دي.
یو سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې جګړه تر نن سهاره روانه وه.
تر دې مخکې هم پر دغه کرښه د دواړو لوریو ترمنځ وسلهوالې نښتې شوي چې هر لوري ملامتي پر بل لوري اچولې ده.
د ازادي راډیو خبریال د پوهنتون له استاد پوهاند نصرالله ستانکزي څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه چې دغه ډول وسلهوالې نښتې ولې بیا بیا پېښېږي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ: