د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

پر افغانستان د پاکستان له هوايي برید وروسته طالب او پاکستاني چارواکو سره کتلي


د طالبانو او پاکستان بیرغونه
د طالبانو او پاکستان بیرغونه

د طالبانو چارواکو پر افغانستان د پاکستان له هوايي برید وروسته د لومړي ځل لپاره له یوه پاکستاني چارواکي سره کتلي دي.

په اسلام آباد کې د طالبانو د سفارت شارژدافېر سردار احمد شکیب وايي چې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره په کتنه کې یې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د وروستیو ننګونو په اړه خبرې وکړې.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت پر خپله ایکس پاڼه د شکیب له قوله لیکلي چې نوموړی وايي دوی د دواړو هېوادو د سیاسي، سوداګریزو اړیکو د احیا او د دواړو ولسونو د اړیکو پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې.

د طالبانو په کنټرول کې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت
د طالبانو په کنټرول کې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت

تېره دوشنبې پر خوست او پکتیکا ولایتونو د پاکستان له هوايي حملو وروسته دا لومړی ځل دی چې د دواړو هېوادونو ډيپلوماتان سره ګوري.

طالبانو وویل چې په دې حملو کې ټول اته تنه ملکي وګړي ووژل شول چې پنځه ښځې او درې ماشومان په‌کې وو.

پاکستان ادعا وکړه چې په دې هوايي حملو کې یې د حافظ ګل بهادر په نوم د پاکستاني طالبانو د یوه قوماندان مرکزونه په نښه کړل.

د طالبانو حکومت د پاکستان هوايي برید د افغانستان پر حریم تېری او یو ناسنجولی اقدام وباله.

همداراز د طالبانو حکومت د بهرنیوچارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د دې حملو له کبله یې هغه ته د حکومت احتجاج وسپاره.

د سیاسي چارو شنونکی د پوهنتون استاد محمداسحق اتمر په دې باور دی چې افغانستان په اوسني حالت کې کمزوری دی او باید له پاکستان سره له هرراز تقابل څخه ډډه وکړي.

هغه وايي:: "زما ډېر باور دا نه دی چې د افغانستان اوسنی نظام دې په هغه مرحله کې وي چې له پاکستان سره په جدي تقابل کې وي. دا ټول د یوې لوبې یوه برخه ده او دا لوبه ډېره خطرناکه ده. په هرراز تقابل کې افغانان تاوان کوي. موږ به جګړه ګټو خو خپل هېواد به ورانوو."

که څه هم د افغان طالبانو چارواکو ویلي چې هېچا ته به د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو د حملو اجازه نه ورکوي، خو ښکاري چې د پاکستان نوي واکمن د طالبانو د حکومت د چارواکو پر خبرو بې باوره دي، او ځکه یې د افغانستان پر خاوره د هوايي حملو پرېکړه وکړه.

پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې تل د افغانستان د حکومت تر انتقاد لاندې و، چې وسله والو مخالفینو ته یې پټنځایونه ورکوي او ویل یې چې له هغوی سره نژدې اړیکي پالي، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ناڅاپه د پاکستان او طالبانو اړیکې ترینګلي شول.

په دې ترڅ کې د دواړو لورو ترمنځ څوځلې د ډیورنډ پر کرښه نښتې وشوې او پاکستاني چارواکو ټرانزیټي لارې بندې کړي.

د دې ناندریو په لړ کې د اسلام آباد یو ډېر لوی اقدام دا و چې د تېر ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې یې له دې هېواده د افغان کډوالو ایستل پیل کړل.

په دې ترڅ کې تردې دمه له نیم میلیون زیات افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه ایستل شوي یا په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG