د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۱

پر افغان خاوره د پاکستان هوايي حملو ته د افغانانو او نړیوالو غبرګونونه


پکتیکا کې د وژل شویو ۳ ماشومانو جسدونه( تصویر: د افغانستان د ملي تلویزون ټولنیزې رسنۍ)
پکتیکا کې د وژل شویو ۳ ماشومانو جسدونه( تصویر: د افغانستان د ملي تلویزون ټولنیزې رسنۍ)

سپینې ماڼۍ د پاکستان له‌خوا په هوايي حملو کې د ملکي افغانانو په وژل کېدو خواشینې ښودلې او پر طالبانو و پاکستان یې غږ کړی چې خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرېن ژان‌پېر پرون خبریالانو سره خبرو کې له پاکستان وغوښتل چې له زغم کار واخلي؛ څو د نوموړې له قوله د "ترهګرۍ" ضد عملیاتو کې یې ملکي وګړو ته زیان و نه رسېږي.

کرېن دا هیله هم وښوده چې افغانستان نه‌باید د "ترهګرو" لپاره خوندي ځای وي.

"موږ له طالبانو غواړو ډاډ تر لاسه کړي چې ترهګریز بریدونه د افغانستان له خاورې نه کېږي. له پاکستان مو غوښتنه ده چې له زغم کار واخلي او ډاډه شي چې "د ترهګرۍ ضد عملیاتو" کې ملکيانو ته زیان نه رسېږي. موږ له دواړو لوریو غواړو چې اختلاف د خبرو له لارې حل کړي. موږ ژمن یوو، څو ډاډ تر لاسه کړو چې افغانستان به نور هیڅ‌کله د ترهګرو لپاره په خوندي‌ځای بدل نه‌شي چې وغواړي د امریکا متحده‌ایالاتو او متحدانو ته یې زیان ورسوي. "

د دوشنبې په سهار پاکستاني الوتکو په پکتیکا او خوست کې دوه کورونه په نښه کړل چې په پایله کې یې ۵ ښځې او درې ماشومان ووژل شول. د طالبانو حکومت وايي، بریدونه د ملکي وګړو په کورونو شوي.

کرېن ژان‌پېر له پاکستان وغوښتل چې له زغم کار واخلي؛ څو د نوموړې له قوله د "ترهګرۍ" ضد عملیاتو کې یې ملکي وګړو ته زیان و نه رسېږي.
کرېن ژان‌پېر له پاکستان وغوښتل چې له زغم کار واخلي؛ څو د نوموړې له قوله د "ترهګرۍ" ضد عملیاتو کې یې ملکي وګړو ته زیان و نه رسېږي.

د طالبانو حکومت د دې برید په ځواب کې ادعا وکړه چې په ډیورنډ کرښه یې د پاکستان په ۹ پوځي مرکزونو حملې کړي، خو د دې جګړې له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه لا هم رسمي ارقام نه‌شته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون یوه اعلامیه کې په افغان خاوره له خپلو بریدونو دفاع وکړه او ویې ویل، په پکتیکا او خوست کې یې د حافظ ګل بهادر او ټي‌ټي‌پي غړي په نښه کړي دي.

خو د طالبانو حکومت یې دا ادعا رد کړه.

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسیونو او پخوانیو او اوسنیو افغان چارواکو د پاکستان هوايي حملو ته سخت غبرګون ښودلی دی.

حامد کرزی: پاکستان باید له داسې کړنو لاس واخلي، ځکه د دواړو هېوادونو په زیان تمامېږي.
حامد کرزی: پاکستان باید له داسې کړنو لاس واخلي، ځکه د دواړو هېوادونو په زیان تمامېږي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دا بریدونه په کلکه غندلي او د افغانستان په خاوره یې ښکاره تېری او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی.

ښاغلي کرزي ټینګار کړی چې پاکستان باید له داسې کړنو لاس واخلي، ځکه د دواړو هېوادونو په زیان تمامېږي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیراحمد فایق په خپله ایکس‌پاڼه دا برید د نړیوالو قوانینو نقض او د افغانستان په ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت تېری بللی.

نوموړي دا حملې غندلي او زیاته کړې ده: "د افغان ښځو او ماشومانو وژل د منلو نه‌دي او هیڅ ډول امنیتي ګواښ نه‌شي توجیه کولای. "

د افغانستان د بهرنیو چارو مخکني وزیر حنیف اتمر هم په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: "دا بریدونه چې د بې‌ګناه خلکو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوي، د کرکې وړ دي او د جدي بې ثباتۍ لامل کېږي. "

داوړ:پاکستان د ترهګرۍ د له‌منځه وړو اراده نه‌لري او په نوې نیابتي جګړه کې نړیوالو قدرتونو د وسیلې په توګه غوره کړی دی.
داوړ:پاکستان د ترهګرۍ د له‌منځه وړو اراده نه‌لري او په نوې نیابتي جګړه کې نړیوالو قدرتونو د وسیلې په توګه غوره کړی دی.

د پاکستان د پارلمان مخکني غړي او د ملي ډیموکراټیک ګوند غړي محسن داوړ بیا په افغانستان کې د پاکستان بریدونه یوازې د خلکو د پام بدلولو هڅه بللې او زیاته کړې، پاکستان د ترهګرۍ د له‌منځه وړو اراده نه‌لري او په نوې نیابتي جګړه کې نړیوالو قدرتونو د وسیلې په توګه غوره کړی دی.

پښتون سیاست‌وال افراسیاب خټک دې بریدونو ته په اشارې په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:"د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د افغانانو خاوره یو ځل بیا د ترهګرۍ په مرکز بدلول د پردیو د ګټو او ارمانونو پر ضد یوه ناوړه نړیواله لوبه ده."

په ټولنیزو رسنیو کې ډېر شمېر افغانانو هم د پاکستان د بریدونو په اړه تُندې څرګندونې او د پاکستان ضد لیکنې کړي.

XS
SM
MD
LG