د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

پاکستان بیا بې پاسپورټه او بې ویزې موټر چلوونکو ته د تورخم دروازې د تړلو خبرداری ورکړی


پاکستان ته د افغان توکو یو شمېر لېږدونکې لارۍ - ارشیف
پاکستان ته د افغان توکو یو شمېر لېږدونکې لارۍ - ارشیف

د پاکستان حکومت افغان سوداګرو او بار چلوونکو ته یو وار بیا خبر ورکړی چې د مارچ له ۳۱مې وروسته د تورخم دروازه د هغو بار وړونکو موټر چلوونکو پر مخ تړي چې پاسپورټ او ويزې نه‌لري.

ازادي راډيو د هغو خبرتياو انځورونه ترلاسه کړي چې تورخم دروازې ها غاړه د پاکستان حکومت له خوا په دروازه لګول شوي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مسوول خان جان الکوزی هم دا موضوع تاییدوي.

د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ خونې یو مسوول، خان جان الکوزی
د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ خونې یو مسوول، خان جان الکوزی

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

" پاکستان کې خو خبرتيا ورکړې ده او د دوی پلان دا دی چې په ۳۱ د مارچ به دا لاره تړي، اما دا د دولتونو ترمنځ خبره ده، تر اوسه د اسلامي امارت له لوري موږ ته کومه لارښوونه نه‌ده شوې، که لاره وتړل شي، زموږ لپاره لوی زيان دی او دا يوه لويه ستونزه ده."

نوموړي تر دې مخکې ازادي راډيو سره خبرو کې ويلي وو، د پاکستان حکومت افغانستان سره سوداګريزه راکړه ورکړه کې له نړيوالو قوانينو سرغړونه کوي او پر خپل سر داسې اصول پلي کوي چې د دواړه لوريو سوداګرو په زيان وي.

هم‌مهاله، يو شمېر افغان سوداګر چې پاکستان سره سوداګريزه راکړه ورکړه کوي، د لارې پر احتمالي تړل کېدو اندېښمن دي او وايي، افغانستان کې د پاسپورټ اخيستل ستونزمن دي او هغوی چې پاسپورټونه لري، ويزې نه ورکول کېږي.

افغان سوداګر حاجي يمين ازادي راډیو ته وویل :

" بې‌حده زياته ستونزه ده سوداګرو ته په ځانګړي ډول د سبزيو سوداګرو ته، بل موټرچلوونکي نه‌شي کولی په اسانۍ پاسپورټ واخلي."

یو بل سوداګر شاه ولي وایي:

" د دې ترڅنګ بيا پاکستان ويزه نه ورکوي چې د ويزې غوښتنه وکړو، بېرته يې ردوي."

د پاکستان حکومت د دې خبرتيا په اړه مو وغوښتل د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارواکو نظر ولرو، خو وياند يې عبدالسلام جواد او د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د پاکستان حکومت مسوولینو سره هم په خبرو بریالي نه شوو، خو د پېښور د سوداګرۍ د خونې مسوول زاهدالله شينواري ازادي راډيو ته وويل:

" دا کار ممکن نه‌دی، ځکه چې ويزې لګول يو ستونزمن کار دی او وخت نيسي، موږ د پاکستان حکومت ته مشوره ورکړې وه چې د دواړه هېوادونو نه لېستونه واخلئ، هغه لېستونه دې وڅېړل شي او بيا هغو کسانو ته پاسونه ورکړل شي چې پر دروازه تګ راتګ وکړي."

تر دې مخکې هم څو څو ځل د پاکستان حکومت د تورخم دروازه د سوداګرو پر مخ تړلې ده
تر دې مخکې هم څو څو ځل د پاکستان حکومت د تورخم دروازه د سوداګرو پر مخ تړلې ده

دا اندېښنې داسې مهال دي چې تر دې مخکې هم څو څو ځل د پاکستان حکومت د تورخم دروازه د سوداګرو په مخه تړلې ده.

تر ټولو وروستۍ يې د روان زېږديز کال د جنورۍ په ۱۲مه ياده دروازه د پاسپورټ او ويزې لرلو پرته د افغان بار چلوونکو پر مخ د يوولسو ورځو لپاره چې بيا د دواړه لوريو ترمنځ له خبرو اترو وروسته پرانيستل شوه.

د یادونې ده، چې یاد خبرداری هغو ناروغانو ته هم ورکړل شوی، چې د ویزې په ځای د «ټوکن» په نوم پارچه باندې په تورخم درازه تګ راتګ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت همدا د تېرې یکشنبې په ورځ هم د کب په ۲۱مه د څلور ورځو پر مخ دا دروازه د ناروغانو پر مخ تړلې وه، خو ورسته په ننګرهار کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو فرهنګ ریاست مسوولینو وویل چې د خبرو په ترڅ کې دا لاره د سرطان لرونکو ناروغانو پر مخه بېرته خلاصه شوې ده.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG