د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

د افغانستان - پاکستان د سوداګریزو لارو بندېدل او افغان سوداګرو ته یې مالي زیانونه


تورخم کې یو شمېر ولاړې بار وړونکې لارۍ
تورخم کې یو شمېر ولاړې بار وړونکې لارۍ

پاکستان تېره شنبه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې بندې او دلیل یې د تګ راتګ کوونکو افغان موټر چلوونکو د پاسپورټونو او ویزو نشتوالی یاد کړ.

اوس يو شمېر سوداګر وايي، له تېرې څه باندې يوې اوونۍ راهيسې چې د دوی زرګونه موټرې دواړه غاړو ته بار ولاړې دي، ميليونونه افغانۍ زيان ور اوښتی دی.

افغان سوداګر شاکر افغان چې غلام خان له لارې له پاکستان تازه مېوې راوړي ازادي راډيو ته يې وويل:

" افغانستان لور ته افغاني مالونه چې پياز دي او پاکستان لور ته روان دي ډېر خراب شول. زه غلام خان کې يم، ډېری موټرو چې تازه مېوې په‌کې بار دي، اوبه ترې روانې دي."

دغه راز تورخم دروازه کې افغان سوداګر عبدالباسط صيمي وايي، د ده لس موټره چې له پاکستان يې مالټې او له افغانستان يې په‌کې پياز بار کړي دي، بندې ولاړې دي.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

" موږ ته دا څو ورځو کې تر پنځه ميليونه افغانيو څخه ډېر تاوان رسېدلی دی، مالټې مو د تورخم په لاره ټولې خرابې شوي دي، هيله لرو چې دا لاره ژر تر ژره خلاصه شي."

پاکستان سره د نورو تجارتي لارو ترڅنګ تورخم دروازه هم دغه هېواد له ۸ ورځو راهیسې تړلې ده
پاکستان سره د نورو تجارتي لارو ترڅنګ تورخم دروازه هم دغه هېواد له ۸ ورځو راهیسې تړلې ده

دا چې د طالبانو حکومت د تورخم او غلام خان په ګډون پاکستان سره پر ډيورنډ کرښه د نورو ترانزيټي لارو د پرانيستل کېدو په اړه څه کړي دي، وموغوښتل د دوی د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارواکو نظر ولرو، خو وياند يې عبدالسلام جواد ازادي راډيو ته په ليکلي پيغام کې ویلي، په‌دې اړه خبرو کې تر اوسه هيڅ پرمختګ نه‌دی شوی.

خو د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې يوه مسوول خان جان الکوزي نن له غرمې مخکې ازادي راډيو ته وويل، اوس‌مهال چې پاکستان سره ټولې ټرانزيټي لارې تړل شوي او د پرانيستل کېدو کوم څرک یې هم نه تر سترګو کېږي.

الکوزي زیاته کړه:

" موږ اوس پاکستان سره د تګ راتګ يو بندر هم خلاص نه‌لرو، هره ورځ دواړه لوريو ته دوه لکه ډالر زيان رسيږي او دا زيان ورځ تر بلې ډېرېږي، دا دقيقه ده چې په خبرو اترو کې تر اوسه کوم پرمختګ نه‌دی شوی او کومه رڼايي نه‌شته."

ښاغلي الکوزي دا ونه ويل چې تېرو نهو ورځو کې د دواړه لوريو سوداګرو ته څومره زيان اوښتی دی.

الکوزی: د تړل شویو سوداګریزو لارو د ژر خلاصون کوم څرک نه ښکاري
الکوزی: د تړل شویو سوداګریزو لارو د ژر خلاصون کوم څرک نه ښکاري

د تورخم دروازه چې تېره اوونۍ د شنبې په ورځ د باروړونکو موټرچلوونکو او ناروغانو د تګ راتګ په مخه وتړل شوه، پاکستان لوري دغه هېواد ته د ننوتو لپاره دوی ته د پاسپورټ او ويزې لرل حتمي کړل، په‌داسې حال کې چې مخکې به چلوونکو پرته له پاسپورټ او ناروغانو د ټوکن په نوم د يوې پارچې په لرلو سره تګ راتګ کاوه.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوولين وايي، د تورخم دروازې له تړل کېدو سره ټولې هغه لارې چې پاکستان سره پرې ترانزيټ کېږي د ورته ستونزې له امله تړل شوي دي.

خو يو شمېر سوداګرو ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، غلام خان بندر کې پاکستان لوري ته هغه بارموټرې چې د افغانستان وې، اجازه ورکول شوې چې راتېرې شي او دغه شان افغانستان لوري ته چې د پاکستان باروړونکې موټرې بندې وې، هغوی ته هم پاکستان ته د اوښتو اجازه ورکړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG