د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

پاکستان پر افغانانو د ویزو د بندیز په تړاو خپاره شوي راپورونه رد کړل


د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

پاکستاني چارواکو پر افغانانو د ویزو بندیز په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم او پروپاګند وبلل.

د پاکستان حکومتي سرچینې وايي، په کابل کې د دوی سفارت د ویزو په برخه کې د رامنځته شوې تخنیکي ستونزې په حل کار کوي.

دغو سرچینو د نوم د نه اخیستلو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي، هغه راپورونه چې ګواکې پاکستان پر افغانانو ویزې بندې کړي ناسم او د دوی په خبره 'یواځې پروپاګند' دي.

پخوا هم افغانانو د پاکستان د ویزو لپاره په میاشتو میاشتو انتظار ایست، خو د وروستیو راپورونو په اساس د پاکستان سفارت له څو ورځو راهیسې د ویزو د صادرولو بهیر درولی دی.

په خواله رسنیو هم ګڼو خلکو د سفارت له خوا د ویزو د غوښتنلیکو د ردېدو په اړه شکایتونه کړي.

په کابل کې د پاکستان سفارت
په کابل کې د پاکستان سفارت

په دې سربېره له تېرې جمعې راهیسې د تورخم دروازه هم د ټرانزیټ په مخ تړلې او دواړو غاړو ته لږ تر لږه زر بار وړونکي موټر ایسار پاتې دي.

د دې لارې د بیا خلاصون لپاره د طالب چارواکو او پاکستاني لوري خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلي دي.

اخوا د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې د لارې بندېدو تر ټولو ډېر تاوان سوداګرو ته رسوي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خان جان الکوزی
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خان جان الکوزی

الکوزي زیاته کړه: "دا د دواړو غاړو لپاره جدي زيان دی. یوازې د پولې بلې غاړې ته له ۳۰۰ تر ۴۰۰ کینو او مالټو موټرې ولاړې دي چې دا هم د پاکستان لپاره زيان دی او هم زموږ لپاره. دې غاړې ته هم ډېرې موټرې او کانټینرې پاتې دي. هره ورځ دواړه لوريو سوداګرو ته لږ تر لږه يو لک ډالر زيان رسيږي."

په سرحد کې د شخړو او ځینو نورو لانجو په خاطر پخوا هم تورخم او سپین بولدک تړل شوی او ورسره د ویزو پروسه له خنډ سره مخ شوې، خو دا وار شنونکي د پاکستاني لوري د اقداماتو یو لوی علت د مولانا فضل الرحمن په لاس د طالب مشرانو پيغامونه بولي.

له دې ډلې د افغانستان او پاکستان د مسایلو شننونکي او خبریال سمیع یوسفزي ازادي راډیو ته وویل: "د مولانا فضل الرحمن په لاس چې افغان طالب مشرانو کوم پیغام پاکستان ته استولی له هغه ځینې حلقې په پاکستان کې ناراضه شوي او یو شمېر یې په دې فکر کوي چې له افغانستان سره ټول روابط باید له منځه ولاړ شي که اقتصادي وي یا د خلکو تګ راتګ او ډپلوماټیک راوابط ډېرې شي. په دې معنی دا ده چې د افغانسان او پاکستان تر منځ تعلقات خرابۍ ته روان دي او داسې نه برېښي چې د مولانا فضل الرحمن سفر کومه مثبته نتیجه ورکړې وي باالعکس د نوموړي له ستنېدو سره سم تجارت درول شوی، د پاکستان د ویزو صادرېدل بند شوي او د ویزو غوښتنلیکونه هم په ناڅاپي توګه منسوخ اعلان شوي."

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن تېره اوونۍ افغانستان ته سفر کړی وو او د طالبانو د رهبر ملاهبت‌الله اخندزاده او نورو ګڼو چارواکو سره یې لیدلي وو.

مولانا فضل الرحمن ویلي وو چې د پاکستاني لوري پيغامونه او دریځ به له طالب مشرانو سره شریکوي.

پاکستاني چارواکي په خپل هېواد کې د بریدونو پړه په تحریک طالبان پاکستان او ورسره تړلیو ډلو اچوي چې د دوی په خبره په افغانستان کې پټنځایونه لري.

طالبانو بیا په وار وار دا رد کړې چې له افغان خاورې بل چاته ګواښ پېښ وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG