د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

پتیل: واشنګټن د طالبانو او پاکستان وروستیو ناندریو اندېښمن کړی


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پتیل
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پتیل

امریکایي چارواکي وایي طالبان او پاکستان باید خپل مخالفتونه حل کړي او متحده ایالتونه په وروستیو پېښو اندېښمن دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پتیل په یوه خبري کنفرانس کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د دوشنبې په ورځ په افغان خاوره د بمباریو په اړه وویل:

" موږ راپورونه لیدلي چې پاکستان په افغانستان کې هوایي بریدونه کړي د هغو حملو په ځواب کې چې په خیبرپښتونخوا کې د شنبې په ورځ د پوځیانو په پوسته وشول. موږ په پاکستان کې د برید او د مرګژوبلو په اړه اندېښمن یو. همداراز په افغانستان کې د حملو پر مهال د ملکیانو په وژنې خواشیني یو. طالبان هڅوو چې ډاډمنه کړي له افغان خاورې بریدونه نه کېږي او هم له پاکستان غواړو چې له حوصلې کار واخلي او یقیني کړي چې د ترهګرۍ ضد هڅو کې یې ملکیان نه ژوبلیږي."

ودانت پتیل له پاکستان سره د ترهګرۍ ضد هڅو کې د امریکا د مرستو په باب وویل چې امریکایي چارواکي له پاکستاني مشرانو سره په دوامداره توګه د ترهګرۍ ضد بحثونه مخته وړي او د افغانستان په اړه هم په جزییاتو ورسره خبرې کوي.

هغه یو وار بیا ټينګار وکړ چې امریکا دا ډاډمنوي څو افغان خاوره بیا د ترهګرو له خوا د امریکا او د هغې د ملګرو او متحدینو پر ضد ونه کارول شي.

د دوشنبې په سهار د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې پاکستاني الوتکو په پکتیکا او خوست کې بمبارۍ کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلي چې د پکتيکا د برمل په لمنه کې ۶ تنه چې ۳ یې ښځې او ۳ یې ماشومان دي، وژل شوي دي.

د هغه په وينا،د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې هم د پاکستان په بمبارۍ کې ۲ ښځې وژل شوي دي.

د طالبانو دفاع وزارت بیا وویل چې د دوی ځواکونو هم په ځوابي بریدونو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل.

د پاکستان حکومت په یوه اعلامیه کې د خپلو هوایي حملو ننګه کړې او ویلي یې دي چې د بریدونو هدف د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې غړي وو.

پاکستاني چارواکي تور لګوي چې د دوی په خاوره باندې هغه وسله وال بریدونه کوي چې په افغانستان کې پټنځایونه لري او د طالبانو د حکومت له ملاتړ برخمن دي.

دا تورونه د طالبانو حکومت رد کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د وروستیو بریدونو په غبرګون د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني ورغوښتی و او خپل اعتراض یې ورته وړاندې کړی.

امریکايي لوړپوړو پوځي چارواکو له هغې ډلې د پوځ د مرکزي قومندانۍ سینتکام مشر جنرال مایکل ایریک کوریلا تېره اوونۍ اندېښنه ښوولې وه چې د طالبانو حکومت د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو د ځپلو نیت نه لري او دا کار د دې لامل شوی چې دا وسله والې ډلې د سیمې د هېوادونو ناکرارولو ته دوام ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG