د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

شمالي وزیرستان کې پر پوځي مرکز برید؛ ۷ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۷ ټپیان دي


ارشیف: په شمالي وزیرستان کې له چاودنې وروسته د یوې سیمې انځور. دې پېښه کې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
ارشیف: په شمالي وزیرستان کې له چاودنې وروسته د یوې سیمې انځور. دې پېښه کې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د شمالي وزیرستان په میرلي سیمه کې نن د پوځ پر یوه مرکز برید شوی چې د پوځیانو په وینا اووه سرتېري په کې وژل شوي او اوولس نور ټپیان شوي دي.

د دې حملې له امله د پوځي ودانۍ یوه برخه نړېدلې ده.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او صدراعظم شهباز شریف دا حمله غندلې او د وژل شویو پوځیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د پاکستان د پوځ په وینا وسله‌والو نن سهار د شمالي وزیرستان په میرلي سیمه کې د پوځ پر مرکز لومړی پر لادن موټر چې له چاودېدونکو موادو ډک و، حمله وکړه.

د پوځ په بیان کې راغلي چې شپږ تنو تر موټر بم چاودنې وروسته پرله پسې ځان وژونکي بریدونه وکړل چې له امله یې د ودانۍ یوه برخه ونړېده او پنځه کسان ترې لاندې شول.

اسوشېټېډ پرېس اژانس د پوځيانو په وینا لیکي چې دوه سرتېرې بیا وروسته د نښتې پرمهال ووژل شول.

د وزیرستان اوسېدونکو رویټرز اژانس ته ویلي چې د برید په پيل کې یوې چاودنې د دوی د کورنو د کړکیو یو شمېر هیندارې ماتې کړي او دراوزې یې لړزولې دي.

تر دې مخکې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان یو شمېر امنیتي او پوځي چارواکو د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي وو چې برید کوونکو نن د سهار د شپږو بجو خواته پر یوه موټر چې له چاودېدونکو موادو ډک و د پوځيانو پر مرکز برید وکړ او بیا یې جګړه پيل کړه.

دې چارواکو د نومونو له اخیستو ډډه کړې ده ځکه چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه یې نه لرله.

د مشال راډيو په وینا د تحریک طالبان پاکستان د حافظ ګل بهادر ډلې د دې حملې مسوولیت منلی چې په دې برید کې اوولس تنه سرتیرې ټپيان شوې هم دي.

بل لور ته اسوشېټېډ پرېس اژانس لیکي چې د جیش فرسان محمد په نوم یوې نوې وسله والې ډلې په یوه بیان کې ویلي دي چې دا حمله یې کړې ده.

د پاکستان حکومت او امنیتي چارواکي وایي چې په وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې بریدونه زیات شوې دي.

د دې بریدونو د لویې برخې مسوولیت تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ډلې منلی دی.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې وسله وال د افغانستان له خاورې استفاده کوي، خو د طالبانو حکومت دا تور رد کړی دی او ویلي یې دي چې په هیڅ ډول چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد استفاده وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG