د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

نړۍ

په شمالي وزیرستان کې وسله‌والو ۷ پاکستاني سرتېري وژلي

په شمالي وزیرستان کې پاکستاني ځواکونه
په شمالي وزیرستان کې پاکستاني ځواکونه

د پاکستان د امنیتي چارواکو په وینا، په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ پر یوه مرکز په ننني برید کې ۷ سرتېرې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوې دي.

دا حمله نن سهار د میرلي په سیمه کې شوې ده.

د ازادي راډیو مشال څانګې ته د رارسېدلو اطلاعاتو له مخې دا برید د تحریک طالبان پاکستان د حافظ ګل بهادر څانګې کړی دی.

اسوشېټېډپرېس اژانس بیا لیکي چې د جیش فرسان محمد په نوم یوې نوې وسله‌والې ډلې د حملې مسوولیت منلی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته په سفر ځي

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرهان
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرهان

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرهان نن په یوه دوه ورځني سفر پاکستان ته رسیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل په مشرۍ د سعودي عربستان یو لوړ پوړی پلاوی به د اپرېل په ۱۵ او۱۶ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د زیاتولو د هڅو د یوې برخې په توګه پاکستان ته سفر وکړي.

د دې لیدنې هدف د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او د دوه اړخیزو ګټورو اقتصادي همکاریو لپاره مثبت هڅونه بلل شوې.

د پاکستاني چارواکو په خبره، سعودي عربستان ژمنه کړې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د پاکستان په بېلابېلو برخو کې ۲۵ میلیارده ډالره پانګونه وکړي.

اسراییلو ته د ایران د برید په اړه وار د مخه استخباراتي معلومات رسول شوي وو

پر اسراییل د ایران د بریدونو یوه څنډه
پر اسراییل د ایران د بریدونو یوه څنډه

یو جګپوړی امریکايي چارواکی وايي، ایران پر اسراییل تر برید مخکې د سویس له لارې له امریکا سره اړیکه نیولې وه.

دغه چارواکي چې د موضوع د حساسيت له امله يې د نوم د نه اخيستلو غوښتنه وکړه، پرون وويل چې امريکا او ايران د سويس په مټ څو ځلې مستقيمې اړيکې ساتلي. په تهران کې د سویس سفارت د امریکا د ګټو د ساتونکي په توګه یادیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ادعا کړې چې هېواد یې پر اسرائیلو له برید ۷۲ ساعته مخکې په دې اړه د سیمې هېوادونو ته خبر ورکړی و، خو امریکايي چارواکي ویلي چې دا خبره سمه نه ده.

د اسراييلو د دفاع وزارت وايي، ايران د لسو کروز توغنديو په ګډون له ۲۰۰ ډېرو بې پيلوټه الوتکو او راکټونو سره پر دغه هېواد بريدونه کړي دي.

د اسراییلو په وینا، د ایران ۹۹ سلنه بریدونه شنډ شوي دي.

ایراني چارواکي وايي، پر اسرائیلو بریدونه پای ته رسېدلي، خو خبرداری ورکوي چې که اسرائیل پر ایران د بل برید هڅه وکړي، سخت ځواب به ورکړي.

پر اسراییل د ایران له بریدونو وروسته د ترکیې خارجه وزیر خپل ایراني سیال سره خبرې کړي

د ایران او ترکیې بیرغونه
د ایران او ترکیې بیرغونه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فدان نن په ټیلفوني خبرو کې خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان ته وویل چې ترکیه نه غواړي چې په سیمه کې کړکېچ لا پراخ شي.

د ترکیې د ډيپلوماتیکو سرچینو په حواله عبداللهیان هغه ته ویلي چې د اسراییل په وړاندې د ایران غچ اخیستونکي عملیات پای ته رسېدلي، خو که بیا پرې برید وشي نو نوي عملیات به بیا ترسره کړي.

په عین حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د برېتانیا، فرانسې او جرمني سفیران د هغه څه په خاطر چې پراسراییل د تهران د بریدونو په وړاندې د دوی غیرمسولانه دریځ ښودل شوی، احضارکړي دي.

دا خبر د ایران نیمه رسمي خبري آژانس کارګر ورکړی دی.

دغو درېیو اروپایي هېوادونو د ایران دغه بریدونه غندلي دي.

ایران: پر اسراییل د برید په اړه مو خپل سیمه ییز متحدین وار د مخه خبر کړي وو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان - ارشیف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان - ارشیف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وایي، پراسراییل له هوایي بریدونو وروسته په سیمه کې د تهران متحدینو ته له مخکې خبر ورکړل شوی و.

د ایران د ایسنا خبري آژانس د راپورله مخې ښاغلي عبداللهیان ویلي چې په سیمه کې یې خپلو ملګرو هېوادونو ته له عملیاتو ۷۲ ساعته مخکي خبر ورکړی و او ورته ویل شوي چې د مشروع دفاع په بڼه د ایران ځواب حتمي دی.

دانه ده څرګنده چې ایا د ایران متحدینو ته د دغو بریدونو د دقیق وخت په اړه خبر ورکړل شوی وی او کنه؟

په راپورکې دا هم نه دي ویل شوي چې په سیمه کې کومو هېوادونو ته خبر ورکړل شوی دی.

خو د ترکیې ډیپلوماتیکو سرچینو رویترز خبري آژانس ته ویلي چې ایران له مخکې د اسراییل پر ضد له پلان شویو عملیاتو خبر ورکړی و.

پر اسراییل د ایران له برید وروسته د ډالر پر وړاندې د تومان ارزښت نور هم را ولوېد

ایرني تومان
ایرني تومان

پر اسراییل له حملې وروسته د ایران د اسعارو په بازارونو کې نن د ډالر په وړاندې ایراني تومان نور هم ولوېد.

نن سهار هر ډالر په څه باندې ۷۰ زره تومانه تبادله شو.

دا په داسي حال کې ده چې پرون هر ډالر په ۶۰ زره او ۲۰۰ تومانه تبادله کېده.

له کله چې په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ برید شوی، د ډالر په وړاندې د ایران د تومان ارزښت نژدې ۱۵ سلنه ټیټ شوی دی.

ایران د برېتانیې، جرمني او فرانسې سفیران احضار کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبې) وویل چې د برېتانیا، جرمني او فرانسې سفیران یې احضار کړي دي.

دغه وزارت د دې کار دلیل د اسراییل پر خاوره د ایران له بریده وروسته د دغو هېوادونو غیرمسوولانه دریځونه بللي دي.

دا درې اروپايي هېوادونه د اسراییل ملاتړي دي او درېیو واړو د اسراییل پر خاوره د ایران حملې غندلې دي.

ولسمشر بایډن له اسراییلي صدراعظم سره ټلیفوني خبرې کړې دي

ارشیف
ارشیف

په اسراییل د ایران له برید وروسته، د امریکا ولسمشر جوبایډن له اسراییلي صدراعظم سره ټیلفوني خبرې کړې دي.

ښاغلي بایډن په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د ایران او د هغوی د نیابتي ډلو د ګواښونو په مقابل کې له اسراییل سره د دوی ژمنتیا قوي ده.

د ملګرو ملتونو په ګډون ډېر شمېر هېوادونو دا حمله غندلې او ژر تر ژره یې د کړکېچ د اواري غوښتنه کړې.

ایران وايي، دا بریدږنه یې په دمشق کې د اسراییل له لوري د ایران پر کونسلګرۍ د برید په ځواب کې کړي دي.

د اسراییل صدراعظم وایي چې د ایران پر وړاندې بریالی کیږي

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د ایران د تېرې شپې له حملو وروسته وویل چې دوی بریالي کېږي.

نتانیاهو په یوه پوسټ کې چې پر ایکسپاڼه یې خپور کړ، ولیکل چې د ایران د حملو مخه یې نیولې ده.

اسراییل او متحدانو یې تېره شپه د ایران له لوري د سلګونو توغول شویو توغندو او بې پېلوټه الوتکو مخه ونیولی شوه.

د ایران له لوري دې بې ساري سترو بریدونو، په منځني ختیځ کې د نښتو د زیاتېدو په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.

د دغو حملو په نتیجه کې د اسراییل په اسمان کې سلګونه چاودنې او وړانګې لیدل کېدې.

ایران تر دغو بریدونو مخکې په هرمز تنګي کې د یوه اسراییلي ملیاردر یوه بېړۍ ودروله.

اسراییلي چارواکو ویلي چې د ایران د تېرې شپې د حملو په نتیجه کې د دغه هېواد یوه پوځي مرکز ته معمولي زیان اوښتی او یوه اووه کلنه ماشومه سخته ټپي شوې ده.

اسراییلي ځواکونه وتوانېدل چې د ایران د څه باندې ۳۰۰ بې پېلوټه الوتکو او توغندو مخه مخکې تر دې ونیسي چې په اسراییل کې پر هدفونو ولګېږي.

پر اسراییل د ایران بریدونو ته غبرګون؛ چین: ټولې خواوې دې زغم وکړي

د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویانده
د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویانده

د چین د بهرنیو چارو وزارت پر اسراییل د ایران د حملو په غبرګون کې وویل چې پېکېنګ د حالاتو خرابیدونکي بهیر ته د زیاتې پاملرنې په ترڅ له ټولو خواوو غواړي چې د کړکېچ د لازیاتېدا د مخنیوي لپاره له زغمه کار واخلي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل، د کړکېچ د زیاتېدا دا پړاو په غزه او سیمه کې د نښتو د پراختیا وروستۍ نښه ده او په دې شرایطو کې باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۸ پرېکړه لیک تطبیق او په غزه کې د جګړې ژر تر ژره پای ته رسیدا اصلي لومړیتوب وي.

د اسراییل ولسمشر: د ایران د بریدونو په مخنیوي کې د خپلو ځواکونو په بري ویاړو

پر اسراییل د ایران د په شا تمبول شویو بریدونو یوه څنډه
پر اسراییل د ایران د په شا تمبول شویو بریدونو یوه څنډه

د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتسوګ په یوه پیغام کې د خپل هېواد د پوځ او هوايي ځواک ستاینه وکړه او د ایران د بریدونو په مخنیوي کې یې د هغوی بری د ویاړ وړ وباله.

د دغه هېواد د امنیت وزیر او د ملي اقتدار ګوند مشر ایتامار بن ګویر بیا په یوه اعلامیه کې ویلي چې اوس دوی د ایران پر ضد یوې ځپونکې حملې ته اړتیا لري.

د اسراییل پوځ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې ایران د اسراییل لور ته تر ۱۲۰ ډېر بالستیک توغندي ویشتي دي.

پوځ وايي چې د ټولو توغندو مخه نیول شوې او یوازې څو یې د اسراییل پر خاوره لګېدلي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG