د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

بامیان ته د تلونکو سېلانیانو د امنیت لپاره د طالبانو د نویو تدابیرو اعلان


بامیان ولایت
بامیان ولایت

د طالبانو حکومت که څه هم ادعا کوي چې د سېلانيانو امنیت یې نیولی، خو په باميانو کې پر سيلانيانو وروستي خونړي بريد د ګرځندوی نوي ټوکېدلي او مخ پر وده صنعت لپاره یو لړ اندېښنې رامنځته کړي.

د جمعې په ورځ درې هسپانوي سيلانيان او د هغوی درې افغان ملګري په بامیانو کې ووژل شول. په دغه برید کې اوه نور کسان ټپیان هم دي چې دری یې افغانان او څلور نور یې د هسپانیې، ناروې، استرالیا او لاتویا اتباع دي.

د امنيتي چارو کارپوه احمد خان اندړ ازادي راډیو ته وویل چې پر سیلانیانو د وروستي برید خبرونه ګڼ بهرنیان اندېښمن کړي او دا خامخا د ګرځندوی صنعت ته جدي زیان پېښوي.

" په اروپايي هېوادونو، امريکا او يا استراليا کې رسنۍ ډېر رول لري زه باور لرم چې دا خبر اوس ټوله نړۍ کې خپور شوی او د بهرنیو سیلانیانو تګ او راتګ به له ستونزو سره مخ او کم به شي. موږ هیله من یو چې د دغسې پېښو د مخنیوي لپاره مخکې له مخکې تدابیر نیول شوي وي. هغه سیلانیان چې له بهر راځي باید په خپل سر ونه ګرځي بلکې د نورو پرمختللو هېوادونو په شان بهرنیان باید ځانونه راجستر کړي او هر ځای چې غواړي له امنیتي ارګانونو سره خپل سفر په جریان کې واچوئ او له هغوی په لازم وخت کې مرستې وغواړي تر څو داسې ناببره او خرابې پېښې رامخته نه شي."

بامیان کې پر بهرنیو سېلانیانو د برید مسوولیت داعش خراسان ډلې منلی
بامیان کې پر بهرنیو سېلانیانو د برید مسوولیت داعش خراسان ډلې منلی

اخوا په بامیانو کې د طالبانو د والي ویاند صبور فرزان سیغاني ازادي راډيو ته وویل له دې وروسته په دغه ولایت کې د ګرځندویانو د امنیت لپاره کلک تدابیر نیول کېږي.

"په بامیانو کې چې کومه پېښه وشوه د حکومت رهبري او امنیتي او سیمه ییز مسوولین پرې خواشیني دي. خو یوه خبره باید وکړم چې په دې درېيو کلونو کې زياتره سيلانيان چې باميانو ته راغلي د باميانو د سيمه ييزې ادارې له مشرتابه څخه یې کومه امنیتي همکاري یا رسمي مکتوب نه دی غوښتی. تاسو په جریان کې یئ چې وضعیت دلته ډېر ښه وو. امنیت ټینګ وو او لا به امنیت تامین وي. له دې وروسته به انشاالله ټول ګرځندویان په بامیانو کې تر کلک امنیتي تدابیرو لاندې وي، ترڅو امنیت یې ښه وساتل شي او هیڅ ډول امنیتي ستونزه رامنځته نشي."

د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل الباریس ټینګار کړی چې د جمعې ورځې د برید عاملین باید بې سزا پرېنښودل شي. ده په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دوه هسپانوي وګړي له افغانستان ایستل شوي او د مړو د ایستلو لپاره هم هڅې روانې دي. هسپانیې ټینګار کړی چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په وړاندې هوډ لري او د داعش ضد اییتلاف کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د بامیان د بند امیر یوه څنده
د بامیان د بند امیر یوه څنده

اکثرو لویدیځو هېوادونو په بیلابیلو خبرداریو سره له خپلو اتباعو غوښتي چې افغانستان ته له سفر ډډه وکړي. هسپانیه هم له دغو هېوادونو ده چې د بهرنیو چارو وزارت په خبرداري کې یې له خلکو غوښتي افغانستان ته له سفر ډډه وکړي ځکه د طالبانو له بیا راتګ وروسته که څه هم بریدونه کم شوي خو بیا هم د بمي چاودنو او د انسان تښتونې خطرونه موجود دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شمېرو له مخې تېر کال څه باندې ۵۰۰۰ بهرني سیلانیان افغانستان ته تللي چې اکثر یې د چین،روسیې،امریکا،جاپان او نورو اروپايي هېوادونو دي. سږ کال هم تر دې دمه شاوخوا زرو تنو بهرنیو سیلانیانو افغانستان ته سفر کړی خو لا معلومه نه ده چې په بامیانو کې پر سیلانیانو وروستی برید به څومره د ګرځندویانو د سفر مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG