د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

د زده کوونکو او ښوونکو شکایت: ګڼ ښوونځي مو ودانۍ او نورې اړینې اسانتیاوې نه لري


له ارشیفه د افغان ماشومانو د یوه ښوونځي تصویر
له ارشیفه د افغان ماشومانو د یوه ښوونځي تصویر

د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د ښوونځيو يو شمېر زده کوونکي او ښوونکي شکايت کوي چې د ودانيو او درسي خونو د نشتوالي له امله په ګرمه او سړه هوا کې په ازاده فضا کې زده کړې کوي.

د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ د قم ګذز د منځني ښوونځي یو ښوونکی غلام صدیق فاروقي وايي چې ښوونځی وداني نه لري او زده کوونکي یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي:

"خیمې هم زیاتې نه دي چې ورلاندې تدریس وکړو، د ګرمۍ پر مهال زده کوونکو ته تدریس کوو چې دا ښوونکو او زده کوونکو دواړو ته ډېره سخته وي، زموږ درسي ساعتونه ټول په یو ځای نه وي کله د یوې ونې لاندې کینو کله د بل دیوال سیورې ته کینو او تدریس کوو، موږ ډیرې ستونزې لرو. "

په ځینو نورو ولایتونو کې هم یو شمېر زده کوونکي له دې ستونزې شکایت کوي.

د کابل د یوه ښوونځي د شپږم ټولګي زده کوونکی صادق او د ننګرهار ولایت د اووم ټولګي زده کوونکی مرتضی چې نه یې غوښتل د ښوونځي نومونه یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته یې وویل:

"موږ ښوونځي لرو، خو درسي خونې او چوکۍ نه لرو، په دې برخه کې له سختو ستونزو سره مخ یو او له حکومت څخه غوښتنه کوو چې زموږ لپاره درسي ټولګي برابر کړي."

"زموږ په ښوونځي کې ستونزې ډېرې دي، زموږ ډېری زده کوونکي درسي خونې نه لري او په ازاده غ فضا کې زده کړې کوي، ځینې درسي خونې هم چې شته په بارانونو کې څڅیږي د دې ترڅنګ د کتابونو له نشتوالي سره هم مخ یو."

ځینې کورنۍهم په خپلو سیمو کې د درسي خونو له نشتوالي شکایت کوي.

د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ اوسېدونکي ناصر احساني ازادي راډيو ته وویل:

"په یکاولینګ کې ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي اړ دي چې د خیمو لاندې کېني، چې په ګرمۍ کې هم له ستونزو سره مخ وي او په باران کې لمدیږي، دغه شان ځینې زده کوونکي په جوماتونو کې زده کړې کوي خو په ټوله کې زده کوونکي د اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ دي. "

د زده کوونکو د دغه ستونزو په اړه او دا چې په کومو ولایتونو کې څومره ښوونځي څومره ودانۍ او درسي خونې لري د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

په جمهوري نظام کې د پوهنې وزارت مرستیال، ابراهیم شینواری
په جمهوري نظام کې د پوهنې وزارت مرستیال، ابراهیم شینواری

خو په تېر جمهوري نظام کې د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال ابراهیم شینواری ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د ښوونځیو جوړولو ته ژمن نه دی او له همدې امله د ښوونځیو پرځای مدرسو ته ډېره پاملرنه کوي.

"دلته دوه لاملونه دي؛ لومړی دا چې ښايي دوی دومره بودجه ونه لري، دویم دا چې دوی زده کړو ته ژمن نه دي، ځکه دوی د نجونو ښوونځي بند کړي، دوی ورځ په ورځ د مدرسو شمېر ډېروي ، نو ویلای شو چې دوی ته د مدرسو جوړول لومړیتوب لري."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د دغه سازمان امنیت شورا ته په خپل راپور کې ویلي و چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ثبت شویو مدرسو شمېر د پام وړ زیات کړی دی.

په ځينو ښوونځيو کې د ودانۍ او درسي ټولګيو نه شتون هغه ستونزه وه، چې د پخواني جمهوري نظام پر مهال هم موجوده وه، خو د پوهنې وزارت پخواني چارواکي يې لامل د پوهنې په برخه کې د کافي بودجې نشتوالى او ناامني بولي.

خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته نه یوازې د ښوونځیو د ودانیو او د کتابونو د کمښت ستونزې حل نه شوې؛ بلکې د طالبانو حکومت له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د هر ډول زده کړو دروازې هم وتړلې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG