د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

زده کوونکې: ځینو ولایتونو کې تدریسي بهیر روان خو کندهار کې اجازه نه ورکول کېږي


په کندهار کې د لوړو ټولګیو ښځینه زده کوونکې د ښوونځیو د پیل غوښتنه کوي
په کندهار کې د لوړو ټولګیو ښځینه زده کوونکې د ښوونځیو د پیل غوښتنه کوي

پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو شااوخوا څلور میاشتې تېریږي، خو لا هم د کندهار په شمول د هېواد د ډېرو ولایتونو په تعلیمي مرکزونو کې د شپږم څخه د لوړو ټولګیو ښځینه زده کوونکو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د زده کړو لپاره دې ښوونځیو ته ولاړې شي.

امېنه د کندهار ښار د ښځو په یوه لېسه کې د اتم ټولګي زده کوونکې ده وايي، سره له دې چې ښوونځی یې د نارینه وو له ښوونځي څخه جلا او بېله ودانۍ لري، خو لا هم د طالبانو د حکومت له خوا دوی ته د زده کړو د پیل مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.

نوموړې وايي: "زموږ ښوونځي کې مشکل نشته ځکه د هلکانو ښوونځی جلا دی، د نجونو ښوونځی جلا،له اسلامي امارته مو غوښتنه ده چې نورو ولایتونو کې لوړ صنفونه شروع دي، موږ ته دې هم د زده کړو اجازه راکړي."

کندهار کې د نجونو یو ښوونځی
کندهار کې د نجونو یو ښوونځی

د مسعودې په نوم د نهم ټولګي یوه بله زده کوونکې وايي، په یو شمېر ولایتونو کې د لوړو ټولګیو د ښځینه زده کوونکو تدریسي بهیر روان دی، خو په کندهار کې له کوم واضح دلیل پرته دوی ته اجازه نه ورکول کېږي.

دا وايي، که یې ښوونځي ژر پیل نه شي، روان کال به یې ضایع او د زده کړو برخه کې به خنډ رامنځته شي.

د کندهار یو مدني فعال محب هوتک د نجونو لپاره د لوړو ټولګیو بندېدل د زده کوونکو د وخت ضایع بولي او د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې د لوړو ټولګیو زده کوونکو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

ښاغلي هوتک زیاته کړه: "له اسلامي اماراته زموږ د زده کړو په برخه اساسي غوښتنه دا ده چې د جنوب غرب حوزې د شپږم څخه د لوړو ټولګیو ښځینه زده کوونکو ته اجازه ورکړي."

په ورته وخت کې په کندهار کې د طالبانو د حکومت د پوهنې رئیس مفتي قدرت الله وصال وايي، د پوهنې وزارت له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پیل په اړه په یوې ځانګړې طرحې کار پیل کړی چې له مخې به په نږدې راتلوونکې کې د نجونو ښوونځي پیل شي.

وصال زیاته کړه: "د وزارت سره مو دا خبره په وار-وار شریکه کړې ده، د وزارت خبره دا ده چې موږ پر یو جامع پلان باندې کار کوو، د نجونو د شپږم ټولکي څخه لوړ صنفونه هم شروع کېږي."

په کندهار کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د لوړو ټولګیو تړل کېدل یوازنی ستونزه نه ده، بلکې د دې ولایت په ډېرو ولسوالیو کې د پخواني حکومت پر مهال د کلتوري رواجونو او ناامنیو په وجه د نجونو ښوونځي تړلی وو.

XS
SM
MD
LG