د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

تازه خبر: باميان کې د ډزو له امله يو شمېر بهرني سېلانیان او ولسي وګړي وژل شوي


د افغانستان په نقشه کې باميان ولايت
د افغانستان په نقشه کې باميان ولايت

راپورونه وايي چې په بامیان کې د وسله والو کسانو په ډزو د ۳ بهرنیو سیلانیانو په شمول ۸ تنه وژل شوي دي.

په بامیان کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې نن مازیګر د بامیان په بازار کې په ډزو ۵ ملکي افغانان او درې بهرنیان وژل شوي دي.

د بامیان د والي ویندوی په دې اړه زموږ پوښتنې ته ځواب ونه وایه.

تراوسه د وژل شویو بهرنیانو د ملیت په اړه څه نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG