د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

ویانا کې د افغان ښځو په اړه غونډه؛ ګډونوال: ښځو پر وړاندې خنډونه د سیمې ثبات له ګواښ سره مخ کوي


ارشیف: په افغانستان کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په افغانستان کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان ګډونوالو هېوادونو او اسیايي متحدانو پرون د اتریش پلازمېنه ویانا کې د افغان ښځو او نجونو په اړه یوه غونډه درلوده.

د افغان ښځو د ستونزو او ننګونو په اړه د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د ناستې ګډونوالو ویلي چې د تعلیم، کار او روغتیايي خدماتو په برخه کې د افغان ښځو پر وړاندې پراته شدید خنډونه او ننګونې د سیمې ثبات له ګواښ سره مخ کوي.

د دغه سازمان د ګډونوالو هېوادونو او اسیايي متحدینو لوړپوړي استازي دوشنبه د جون درېیمه د اتریش پلازمېنه ویانا کې غونډه نیولې وه.

د سازمان د اعلامیې په اساس د غونډې ویناوالو ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د تلپاتې او با ثباته سولې لپاره د ښځو پیاوړتیا او د جندر مساواتو ته اهمیت ورکړي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان ټینګار کړی چې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې دوامدار اقدام او یووالی اړین دی.

دغه سازمان ویلي چې غړي هېوادونه او اسیایي متحدین یې چمتو دي د غوره عملي تګلارو او ګډو هڅو له لارې ښې راتلونکې ته د رسېدو لپاره همکاري وکړي.

اخوا د ښځو د حقونو افغان فعالانې ټینګار لري داسې غونډې هغه وخت اغېزمنې تمامېدای شي چې له افغانستان یا واکمنو چارواکو سره د تعامل لپاره د افغان ښځو او نجونو د حقونو تامین یو شرط وګرځوي.

په کاناډا کې پخوانۍ افغان سفیره او د خلکو مخکینۍ استازې شینکۍ کړوخېل دوشنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل: "نړیواله ټولنه کولای شي چې د افغان مېرمنو د بشري حقونو د خوندیتوب ملاتړ وکړي، په دې شرط چې واقعاً د افغان ښځو بشري حقونه دوی ته اهمیت ولري او دوی متحده واوسېږي چې دغه وضعیت باید تغییر وکړي. دوی کولای شي چې هره ناسته او هر تعامل له طالبانو سره د افغانو مېرمنو د حقونو په احیا باندې مشروط کړي."

په کاناډا کې پخوانۍ افغان سفیره او د خلکو مخکېنۍ استازې شینکۍ کړوخېل
په کاناډا کې پخوانۍ افغان سفیره او د خلکو مخکېنۍ استازې شینکۍ کړوخېل

د پوهنتون استاده او فعاله مستوره سېلاب هم وايي، داسې غونډې ډېرې دایرې شوي، خو مهمه ده چې پایلې یې مثبتې او عملي وي.

مېرمن سېلاب وویل: "مهمه دا ده که چېرې داسې ناسته دایره شي چې بلاخره پایلې یې مثبت اړخ ولري او عملي جنبه پیدا کړي. په غونډو تنها دا مهمه نه ده چې د افغان نجونو د تعلیم او تحصیل حق مطرح کېږي بلکې په سیاسي ټولنه کې د هغوی فعاله ونډه او د هغوی د کار حقونه ډېر مهم دي."

طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته رسېدلي.

د دوی مشر ملا هبت‌الله اخندزاده او نورې مشرتابه له بیا واکمنېدو راهیسې لسګونه داسې فرامین ورکړي چې له امله یې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې محدودیتونه ورځ تر بلې زیات شوي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده

شاوخوا ۱۰۰۰ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته میلیونونه نجونې له ښوونځیو منع شوي.

د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې هم تړلي او یواځې په محدود شکل د روغتیا په سکتور نیمه لوړو زده کړو بنسټونو کې یو شمېر نجونې زده کړې کوي.

د ملګرو ملتونو د ادارو په شمول په خصوصي موسسو کې ښځې له کار راګرځول شوي.

د نړیوالې ټولنې له فشارونو سره سره لا دغه وضعیت بدلون نه دی کړی او طالبان له خپل دريځ نه دي په شا شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG