د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

د دوحې له درېیمې ناستې غوښتنې؛ د ښځو او مدني ټولنې ونډې ته به پاملرنه وشي؟


یو شمېر معترضې افغان مېرمنې
یو شمېر معترضې افغان مېرمنې

د دوحې له درېیمې ناستې د غوښتنو په دوام، د افغانستان د سولې "گفتمان" یا خبرو اترو په نوم بنسټ وايي، باوري دي چې له مشخصې اجنډا، د افغانانو په ځانګړي ډول د مدني ټولنې، ښځو او د بشري حقونو د فعالانو د استازو او دغه شان د طالبانو د با صلاحيته پلاوي له حضور پرته هره نړیواله هڅه به بې ګټې دي.

دغه بنسټ چې شاوخوا دوه کاله وړاندې یې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د زمینې برابرولو او تسهيل په موخه د فرانسې په پاریس کې خپل فعالیت پیل کړى، د یکشنبې په ورځ یې د یوې اعلامیې په خپرولو سره زیاته کړې چې د دوحې د هوکړې او د نړیوالو شخړو د هواري د بېلګو پر بنسټ، ملګري ملتونه د منځکړي په توګه مسوولیت لري، چې بین الافغاني خبرې اترې او طالبان جدي توګه خبرو ته اړ کړي.

دغه بنسټ په خپله اعلامیه کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د طالبانو د تګلارې مطابق او، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو وضعیت په اړه د هېواد داخلي واقعیتونو ته په کتو اقدام وکړي او طالباتو ته د هر ډول امتیاز ورکولو او ورسره له یو اړخیز تعامل نه ډډه وکړي.

مدني فعالان او په ځانګړي ډول ښخې وایي چې طالبانو ته دې له هر ډول امتیاز ورکولو ډډه وشي
مدني فعالان او په ځانګړي ډول ښخې وایي چې طالبانو ته دې له هر ډول امتیاز ورکولو ډډه وشي

د دې ادارې د بهرنیو اړیکو مسوول خدایار نایب زاده ازادي راډيو ته وویل:

"هر ډول نړيواله هڅه د مشخصې اجنډا او د افغان ولس د رښتیني استازو په ځانګړي ډول د ښځو او د طالبانو د با صلاحيته پلاوو له ګډون پرته ناکامه ده چې پر دغو ناستو او د سولې په پروسې به بى باورۍ زیاتې کړي"

په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې که نړیواله ټولنه له دوی سره د خبرو لارې د مسایلو حل غواړي، بايد د دوی غوښتنې د دوحې د غونډې په اجندا کې شاملې کړي.

د هغه په وينا، د فقر له منځه وړل، د کاري فرصتونو رامنځته کول، د اقتصادي پروژو پيلول، د اقليمي بدلونونو سره مبارزه ، د کوکنارو بدیل کښت او په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه د دوحې د درېيمې ناستې په اجنډا کې د طالبانو د حکومت غوښتنې دي.

خو د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د فعالانو غوښتنې او ليدلورى بېل دى.

په اروپا کې د افغانستان لپاره د سولې د کمېټې د ښځو د چارو مشرې او د بشري حقونو فعالې رودابې فورتن ازادي راډيو ته وویل چې افغان معترضې ښځو ته باید د دوحې په دریمه غونډه کې رغنده ونډه ورکړل شي او ملګري ملتونه باید یوازې په دې لټه کې نه وي چې په دې غونډه کې يوازې د طالبانو شرطونه ومنل شي.

"دوی یوازې بايد د طالبانو شرطونه و نه مني، او د خبرو فرصت ور نه کړي دلته افغان مېرمنې هم شته، چې اړتيا لري واورېدل شي. نو د دواړو لورو لپاره باید ځانګړی ځاى په پام کې ونیول شي چې حضور ولري او د خپلو حقونو دفاع وکړي."

د افغانستان يوه بله معترضه ذکیه ذهادت هم ټینګار کوي چې که معترضې ښځې د دوحې په ناسته کې نه وي د دوحې د درېیمې غونډې نتیجې ته خوشبینه نه ده .

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"که د افغانستان معترضې او مبارزې ښځې هلته نه وي، د افغانستان د خلکو د استازې په توګه خبرې و نه کړي، نو مونږ به ورته خوشبینه نه یو او د افغانستان په اړه د دوى د پرېکړو اړوند مثبت نظر به هم ونه لرو."

د قطر پلازمېنې دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر
د قطر پلازمېنې دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر

ټاکل شوې د دوحې درېیمه غونډه د جون مياشتې له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټې په قطر کې د افغانستان لپاره د هېوادونو او سازمانونو د ځانګړو استازو په حضور کې جوړه شي.

ملګرو ملتونو طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده.

د طالبانو حکومت هم اعلان کړی چې د دوى د شرطونو د منلو په صورت کې به په دې ناسته کې ګډون وکړي او د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره یې د دوحې د دریمې ناستې لپاره خپل شرطونه شریک کړي دي.

د دوحې د غونډو یو مهم هدف د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل دي.
خو د طالبانو حکومت تر دې مخکې د دغه ډول استازي له ټاکلو سره مخالفت ښودلی.
له دې سره سره، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، چې د دوحې د درېیمې ناستې موخه "له افغانستان سره په منظم ډول د نړیوال تعامل زیاتول" دي او په دې غونډه کې به د افغانستان د مدني ټولنې استازي هم ګډون ولري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG