د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

د بشري حقونو د څار سازمان اندېښنه؛ " د دوحې درېیمه غونډه کې د افغان ښځو د حقونو موضوع ممکن څنډې ته شي"


یو شمېر اعتراض کوونکې افغانې مېرمنې - ارشیف
یو شمېر اعتراض کوونکې افغانې مېرمنې - ارشیف

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د دوحې د درېیمې غونډې په اجنډا کې د افغان ښځو د حقونو مسلې، احتمالي څنډې ته کېدو ته اندېښمن دي.

د دغه سازمان د ښځو څانګې مرستیالې هیدربار د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، ملګري ملتونه هڅه کوي چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې د بحث لپاره داسې موضوعات وټاکي چې طالبان په دې غونډه کې ګډون ته وهڅوي.

نوموړې، د ملګرو ملتونو دغه چلند ناهیلې کوونکی وباله او ویې ویل چې دا به د دغه بهیر د بې اعتبارۍ لامل شي.

هیدر بار، په دې ناسته کې د افغان ښځو د بشپړ ګډون د څرنګوالي په اړه، د ملګرو ملتونو د مدیریت له امله د اندېښنې په څرګندولو زیاته کړه چې د دوحې په دویمه ناسته کې د افغان مېرمنو ګډون سمبولیک و: " زمونږ درک دا دی چې ملګرو ملتونو هڅه کړې چې داسې موضوعات دغې غونډې ته غوره کړي چې د هغوی په اند، طالبان راحته او دغې غوندې ته لېوال کړي او دا د دې لامل کیږي چې د ښځو د حقونو موضوع تقریبا له اجندا څخه ووځي، دې خبرې ته په پام سره چې اوس مهال افغانستان په نړۍ کې ،د ښځو حقونه له جدي ګواښ سره مخ دی، دا ډیر ټکان ورکوونکی دي، او دا کړکېچونه د طالبانو د ناوړه ګټه اخیستنې له امله لا هم ژورېږي."

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مرستیاله هیدربار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مرستیاله هیدربار

دا ادعا په داسې حال کې کېږي چې څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې د دوحې د درېیمې غونډې موخه له افغانستان سره په منظم او منسجم ډول د نړیوالو اړیکو زیاتول دي او په دې غونډه کې به د افغانستان د مدني ټولنې استازي هم ګډون وکړي.

ټاکل شوې د دوحې درېیمه غونډه د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټې، په قطر کې د افغانستان لپاره د هېوادونو او سازمانونو د ځانګړو استازو په حضور کې جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي چارو مرستیالې روزمري دي کارلو د روانې اونۍ په پیل کې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې طالبانو ته بلنه ورکړه چې د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون وکړي.

د طالبانو په واک کې ولسمشریزې ماڼۍ (ارګ) د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په حواله ویلي چې که د دوی د حکومت شرطونه ومنل شي، د دوحې په غونډه کې به ګډون وکړي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې په کابل کې د قطر په بهرنیو چارو کې د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي او ورسره مل پلاوي سره په کتنه کې وکړې او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د یوناما په موجودیت کې د بل ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.

ملګري ملتونه هڅه کوي چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي.

مولوي کبیر زیاته کړه چې ملګري ملتونه باید د طالبانو حکومت غوښتنو ته پام وکړي.

مولوي کبیر: که زموږ د حکومت شرطونه ومنل شي، د دوحې په غونډه کې به ګډون وکړو.
مولوي کبیر: که زموږ د حکومت شرطونه ومنل شي، د دوحې په غونډه کې به ګډون وکړو.

طالبانو ته د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې د دوحې په لومړۍ ناسته کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې او د روان کال په فبرورۍ کې په دویمه ناسته کې هم طالبانو د دوی په خبره د دوی د غوښتنو د نه منلو له امله ګډون نه و کړی.

بل خوا که څه هم تر اوسه معلومه نه ده چې په دې غونډه کې به د افغانستان د مدني ټولنې د استازې په توګه څوک ګډون وکړي، خو د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، هغه کسان چې ګډون کوي باید د دې هېواد د خلکو رښتیني غږ وي.

له ډلې یې مریم معروف اروین ازادي راډيو ته وویل: " دا بحث باید په پوره توګه روښانه شي چې په کوم بنسټ دوی د افغانستان له مدني ټولنې استازیتوب کوي؟ هغوی چا ټاکلي دي؟ په داسې حال کې چې ډېری مدني ټولنې فعالین د افغانستان د هېواد دننه دي. او هغه کسان چې په داسې غونډو کې ګډون کوي هيڅ کوم رایه او نظر آن د هغو کسانو څخه نه اخلي چې د افغانستان په مدني ټولنه کې پېژندل شوي دي."

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې غونډې د کره نېټې له اعلان وروسته، یو شمېر افغان مېرمنو او د ښځو د حقونو فعالانو ویلي چې د زده کړې او کار د حق په ګډون د ښځو د حقونو پر مسلې بحث ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG