د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

په ځینو برخو کې د نجونو د زده کړو د بیا پیل هرکلی؛ « نور ګامونه دې هم واخیستل شي»


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو او نرس قابلو د کمښت تر پرله پسې اندیښنو وروسته د طالبانو حکومت نجونو ته په یوشمېر ولایتونو کې د نیمه عالي روغتیایي زده کړو اجازه ورکړې ده.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت دا ګام ستایي، خو وایي د ښځینه ډاکټرانو کمښت یوازې د نرسانو او قابلو په فراغت نه جبرانیږي.

د ښځو د حقونو فعالې ډېوې امرخېلې د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، طالبان باید د مسلکي طبي پرسونل د زیاتوالي په هدف طبي پوهنتونونو کې هم نجونو ته د تحصیل د دوام اجازه ورکړي.

هغې زیاته کړه:

" نرسانې او قابلې نه شي کولای چې د یوې متخصصې ډاکټرې په څېر کار وکړي او مسولیت واخلي. په افغانستان کې متخصصینو او مسلکي ډاکټرانو ته اړتیا ده. یوازې قابله یا نرس د ټولو ښځو روغتیایي ستونزې نه شي هوارولی. په افغانستان کې نسبت نورو ټولنو ته د ښځو تحصیل فرض عین دی. باید هغه نجونې چې اوس د عمومي طب برخه کې زده کړې کوي هغوی ته هم باید پوهنتونونه بیرته خلاص شي."

د کابل د یوه روغتون یوه څنډه
د کابل د یوه روغتون یوه څنډه

طالبانو واک ته له رسیدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بند کړل او د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې یې د هغوی پوهنتونونه هم وتړل.

د سه شنبې په ورځ باختر خبري اژانس چې د طالبانو د حکومت تر واک لاندې دی راپور ورکړ چې په ۱۱ ولایتونو کې دولتي طبي انستيتیوتونو ته له دولسم ټولګي څخه د فارغو نجونو د جذبولو لړۍ پيل شوه.

په راپور کې راغلي چې د عامې روغتیا وزارت د پریکړې له مخې د کاپيسا، پروان، پنجشېر، ميدان وردګو، غزني، پکتيا، لوګر، خوست، بدخشان، باميانو او پکتيکا ولایتونو له دولسم ټولګي فارغې نجونې کولای شي چې د کاپیسا، پکتیا، خوست په نیمه عالي طبي موسسو او د بدخشان د قابله ګۍ په څانګه کې نوم لیکنه وکړي.

باختر اژانس د دې پریکړې لامل نه دی یاد کړی، خو دومره یې ویلي چې همدې ولایتونو ته د عامې روغتیا وزارت پلاوي هم استول شوي دي.

د طالبانو حکومت دا ګام داسې مهال پورته کړی چې تازه د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وویل، په افغانستان کې مېرمنو په ځانګړې توګه میندوارو ښځو ته د روغتیایي خدمتونو راتلونکې ډېره تیاره بریښي.

بل لورته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتیریش د افغانستان په اړه د دوحې تر غونډې وروسته ویلي چې د افغان ښځو پر زده کړو او کار دې لګول شوي " ظالمانه" محدودیتونه لغوه شي.

معلومه نه ده چې د طالبانو دا پریکړه د دوحې له غونډې او د ښاغلي ګوتیریش له غوښتنې سره څومره تړاو لري، خو څه چې څرګند دي، هغه روغتیایي خدمتونو ته د افغانانو په ځانګړی توګه د ښځو کم لاسرسی دی.

د میدان وردګ ولایت یو روغتیایي مرکز
د میدان وردګ ولایت یو روغتیایي مرکز

دا ستونزه وخت ناوخت یوشمېر افغانان له ازادي راډیو سره هم شریکوي چې د نیمروز دغه اوسیدونکی یی یوه بېلګه ده.

دغه کس ویلي:

" که په واقعیت سره مونږ وغواړو چې د ښځو او زېږون په برخه کې له مرګ ژوبلې سره مخ نه شو، نو ښه داده چې خویندو ته تر شپږم ټولګي د زیات تعلیم اجازه ورکړو. هغه نجونې چې دولسم ټولګی یې پاته دی، یا یې ستاژ یا طبي پوهنتون نیمګړی پاته دی، هغوی ته دې اجازه ورکړي چې د مسلکي کدر له کمښت سره مخامخ نه شو."

شاوخوا درې میاشتې وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد ویلي و چې دوی د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخامخ دي او په وینا یې د دغې تشې ډکېدو ته کار کوي.

د نجونو د تعلیم او تحصیل مخنیوی او د کار په ګډون په یوشمېر ټولنیزو چارو کې ښځو ته اجازه نه ورکول، په ظاهره هغه لاملونه دي چې له مخې یې نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG