د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

د ځينو نړیوالو سازمانونو غوښتنه: د افغان ښځو حقونه دې د دوحې د غونډې مرکزي موضوع وي


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو سازمانونو په یوه لیک کې له ملګرو ملتونو، د دغه سازمان له امنیت شورا او غړو هېوادونو غوښتي چې د افغان ښځو حقونه دې د دوحې د درېیمې غونډې مرکزي موضوع وي.

د ښځو، سولې او امنیت نا دولتي کاري ډلې د پنجشنبې په ورځ د دغه لیک په خپرولو سره وویل، چې دا لیک یې د بشري حقونو د ۱۱ سازمانونو په استازیتوب، ملګرو ملتونو سازمان او غړو هېوادونو ته یې استولی دی.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په دې لیک کې ټینګار کړی چې د دوحې درېیمه ناسته د ملګرو ملتونو، امنیت شورا او نړیوالې ټولنې لپاره یو مهم فرصت دی چې په یوه مهم پیغام کې همغږي شي هغه دا چې "د نجونو او ښځو د حقونه په موضوع کې د خبرو ځاى نه‌شته."

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې هم وايي چې د افغان ښځو د حقونو ټینګښت باید د دغې غونډې سره کرښه وي.

توانا وايي: د دې هېواد خلک بشر وګڼل شي او لږ تر لږه په اوسنیو شرایطو کې په تېره د ښځو د حقونو لپاره یو سور خط وټاکل شي.

یو له دوی څخه مولودې توانا ازادي راډيو ته وویل: "دا وار دې لږ تر لږه یوځل د افغانستان د خلکو او په تېره د ښځو غږ چې له خپلو ټولو بنسټیزو، ټولنیزو او سیاسي حقونو څخه بې برخې دي واورېدل شي. د دې هېواد خلک بشر وګڼل شي او لږ تر لږه په اوسنیو شرایطو کې په تېره د ښځو د حقونو لپاره یو سور خط وټاکل شي."

د بشري حقونو د یو شمېر نړیوالو سازمانونو په دې لیک کې چې د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان یې هم له لاسلیک کوونکو څخه دی، له ملګرو ملتونو او د امنیت شورا له غړو هېوادونو غوښتل شوي چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو هیڅ یوه داسې غوښتنه ونه مني چې د ښځو د بشري حقونو ملاتړ او د هېواد او د هغوی د راتلونکي په اړه په هر ډول پرېکړه کې د افغان ښځو د مدني ټولنې بشپړ او منظم ګډون کمزوری کړي.

د لیک په دوام کې راغلي چې نړیواله ټولنه باید د ښځو د حقونو د محدودوونکي سیاستونو د لغوې په اړه له طالبانو څخه خپله څرګنده او متحده غوښتنه تکرار کړي.

د دوحې یوه څنډه. ټاکل شوې راتلونکې غونډه په دې ښار کې وشي.
د دوحې یوه څنډه. ټاکل شوې راتلونکې غونډه په دې ښار کې وشي.

په لیک کې زیاته شوې، د افغان ښځو او نجونو د حقونو، ټول نقض کوونکي محدودیتونه، نه یوازې پر زده‌کړو او کار، بلکې پر تګ راتګ، غونډو او د جامو اغوستلو پر څرنګوالي، باید ژر تر ژره او پرته له کوم قید او شرطه لرې شي.

که څه هم د طالبانو حکومت تل ادعا کوي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي، خو د ښځو، سولې او امنیت نادولتي کاري ډلې په دغه لیک کې ویلي چې د افغان ښځو او نجونو لپاره د تصمیم نیولو او ژوند کولو زمینه ورځ تر بلې تنګېږي.

د بشري حقونو دغو سازمانونو ادعا کړې چې دا مسئله په ښکاره ډول ښيي چې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې کړنلاره نه ده توانېدلې چې د ښځو او نجونو د حقونو د سیستماتیک ځپلو په برخه کې د طالبانو مخه ونیسي.

خو د افغان مېرمنو د حقونو د تامین لپاره باید څه وشي؟

د ټولنپوهنې او کلتوري مطالعاتو په برخه کې لیکوال او څېړونکی کریم دهقان وايي، د ښځو غوښتنې یو له مهمو مسایلو څخه دي چې باید د دوحې په درېیمه غونډه کې پرې غور وشي.

هغه وویل: "تر ټولو مهم بحث چې باید په دې غونډه کې د نړیوالو بنسټونو د استازو له‌خوا په پام کې ونیول شي د ښځو غوښتنې او همدارنګه په افغانستان کې د لږکیو او مختلفو ډلو فکري او مذهبي ازادي ده."

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب په قطر کې جوړه شي.

ملګرو ملتونو طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده.

که څه هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول په دې غونډه کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د یاد وزارت سرپرست امیر خان متقی او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اوتنبایوا د لیدنې په اړه په یوې اعلامیه کې ويلي چې د دوحې د غونډې لپاره باید داسې اجنډا چمتو شي چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG