د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

ځینې شنونکي: اماراتو ته د حقاني سفر ښايي د امریکايي چارواکو په اجازه ترسره شوی وي


د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزر سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو له امیر شیخ زاید ال نهیان سره د روغبړ پر مهال
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزر سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو له امیر شیخ زاید ال نهیان سره د روغبړ پر مهال

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر د متحده عربي اماراتو له امیر سره په دې هېواد کې لیدلي دي.

متحده عربي اماراتو ته د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزیر له سفر وروسته د سیاسي چارو یو شمېر پوهان ادعا کوی چې ښايي دا سفر د امریکا په ګډون د هغه هېوادونو په خوښه ترسره شوی وي چې په دې برخه کې کار کوي.

یو شمېر یې بیا د دوحې له درېیمې غونډې سره تړلی بولي.

سراج‌الدین حقاني پرون په متحده عربي اماراتو کې د دې هېواد له امیر شیخ زاید ال نهیان سره ولیدل.

د اماراتو له امیر سره په کتنې کې له سراج‌الدین سربېره انس حقاني او د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم ګډون درلود.
د اماراتو له امیر سره په کتنې کې له سراج‌الدین سربېره انس حقاني او د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم ګډون درلود.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، دا لومړی ځل دی چې د دوی د کورنیو چارو سرپرست وزیرسراج‌الدین حقاني له افغانستانه بهر رسمي سفر کوي.

نوموړی لا هم په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال په یو شمېر خونړیو بریدونو او هغه برید کې چې د یوه امریکايي وګړي د وژل کېدو لامل شو، د ښکېلتیا له امله د امریکا د ترهګرو او تعقیب لېست کې دی او تر لس میلیونه ډالرو انعام پرې ټاکل شوی دی.

نوموړی د حقاني شبکې مشر پاتی شوی هغه شبکه، چې یو شمېر طالب چارواکي یې اوس موجودیت ردوي.

د متحده عربي اماراتو د خبري اژانس "وام" د راپور له مخې، سراج‌الدین حقاني او شیخ زاید ال نهیان ترمنځ په لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستانه اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا او د ګډو ګټو ترلاسه کولو او د سیمې ثبات د ټينګښت پر لارو چارو بحث وکړ.

د ګډو ګټو په اړه بیا ډېر وضاحت نه دی ورکړل شوی دی.

د اماراتو خبري اژانس د سراج‌الدین حقاني په حواله لیکلي چې د متحده عربي اماراتو د امیر په لیدو یې خوښي ښودلې او د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې یې ستایلي دي.

په دې کتنه کې د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق چې کلونه د امریکا متحده ایالاتو د پوځ په زندان، ګوانتانامو کې ساتل شوی و او په ۲۰۱۴م کال کې یو امریکايي پوځي په بدل کې خوشې شو هم ګډون درلود.

د سراج‌الدین حقاني او ورسره پلاوي د دې سفر په اړه یې یو شمېر افغان کارپوهان بېلابېل نظرونه لري.

د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "زه فکر کوم د حقاني سفر د امریکا چارواکو او نورو هغو هېوادونو په اجازې او مشورې ترسره شوی چې په دې برخه کې کار کوي او دا کولای شي د افغانستان په سفر کې یوه نوې دروازه پرانېزي."

د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر
د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر

د ديپلوماتیکو اړیکو کارپوه غوث جانباز بیا وايي، عربي اماراتو ته د حقاني دا سفر د دوحې درېیمې غونډې سره تړاو لري.

هغه وویل: "د حقاني سفر متحده اماراتو ته دا رسوي چې د دوحې درېیمې غونډې په درشل کې هغه تعامل ترلاسه شي چې د ټولو لورو ګټې په یو ترتیب خوندي پاتې شي او په افغانستان کې وضعیت د شته حاکمیت سره سره داسې تنظیم شي چې د دوی ګټې خوندي او له ګواښ سره مخ نه شي."

ټاکل شوې د دوحې درېیمه غونډه د جون مياشتې له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټې په قطر کې د افغانستان لپاره د هېوادونو او سازمانونو د ځانګړو استازو په حضور کې جوړه شي چې طالبانو ته هم په کې د ګډون رسمي بلنه ورکړل شوې ده.

له عربي اماراتو سره د طالبانو حکومت ناستې دا مهال دي چې د نړۍ هېڅ هېواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د دې حکومت په رسمیت پېژندل یې د یوه ټولګډونه حکومت پر رامنځته کولو او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو پر تامینولو مشروطه کړی دی.

خو بیا هم یو شمېر هېوادونو د طالبانو حکومت سفیران په خپلو هېوادونو کې منلي او یو شمېر هېوادونه بیا د دوی د حکومت له چارواکو سره کله ناکله لیدنې کتنې ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG