د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

طالبان د دوحې ناسته کې معناداره ګډون غواړي؛ شنونکي د طالبانو ورتګ اړین بولي، خو معترضې مېرمنې ورسره مخالفت ښيي


د پلازمېنې دوحې یوه څنډه
د پلازمېنې دوحې یوه څنډه

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولاسن سره په لیدنه کې ویلي چې دوی د دوحې په درېیمه غونډه کې د معنا لرونکی ګډون غوښتونکي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ټوماس نیکولاسن سره په لیدنه کې ویلي چې دوی د دوحې په درېیمه ناسته کې معنا لرونکی ګډون غواړي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ ناوخته پر خپله ایکس‌پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې د امیرخان متقي له قوله لیکلي چې دوی به د دوحې د غونډې د څرنګوالي له ارزونې وروسته خپل دریځ اعلان کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ټوماس نیکولاسن له قوله ادعا کړې چې هغه په دې غونډه کې د طالبانو د استازو د حضور پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکولاسن
د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکولاسن

خو د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د دې غونډې د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه د جون له دېرشمې د جولای تر لومړۍ نېټې په قطر کې جوړه شي.

ملګرو ملتونو طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې د افغان ښځو یو شمېر معترضو ډلو د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې په غونډه کې د طالبانو د استازو له ګډون سره مخالفت ښودلی دی.

يو شمېر معترضو ښځو د ټولنيزو شبکو له لارې د يو کمپاین په ترڅ کې د دوحې په درېيمه ناسته کې د طالبانو د ګډون احتمال غندلى او د دې غونډې له جوړېدو سره يې مخالفت ښودلی دى.

له دې ډلې کویتا صدیقي ازادي راډیو ته وویل: "په څو کلونو کې چې دې غونډو او مذاکراتو کومه نتیجه ورنه کړه، اوس چې افغانستان د بشري حقونو په کړکېچ کې ډوب دی، دا خبرې اترې به موږ ته هېڅ لار ونه مومي، نو له همدې امله موږ غوښتنه کوو چې (په قطر) کې د طالبانو دفتر وتړل شي او د دغو خبرو اترو مخه ونیول شي. دا غونډه د افغان ښځو له نظره تحریم ده."

د "شنبه های ارغواني" په نوم غورځنګ مسوولې او د دغه کمپاین غړې مریم معروف اروین هم ازادي راډیو ته وویل: "موږ د شنبه های ارغواني د غورځنګ له ادرسه په دې اړه د یوې اعلامیې په ترڅ کې په ښکاره ویلي چې دغې غونډې ته د طالبانو د استازو د بلنې له امله موږ د دوحې دريیمه ناسته په کلکه غندو."

د شنبه های ارغواني یو شمېر غړې
د شنبه های ارغواني یو شمېر غړې

خو یو شمېر سیاسي شنونکي د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو ګډون اړین ګڼي.

له دې ډلې سمیع یوسفزي ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو د استازي له شتون پرته به له دې غونډې مطلوبه نتیجه ترلاسه نه شي.

یوسفزي وویل: "په دې کنفرانس کې د طالبانو ګډون بلکل حیاتي دی. کله چې د افغانستان خبره کېږي، هلته باید داسې څوک وي چې د افغانستان استازیتوب وکړي، خو نړیواله ټولنه ورسره ستونزه لري او دا ستونزه له طالبانو سره ده. نو په دې کنفرانس کې د طالبانو له قوي، جدي او فعال ګډون پرته ستونزمنه ده چې هغه پایلې چې هېوادونه یې غواړي، ترلاسه شي."

بل سیاسي کارپوه طارق فرهادي هم ورته نظر لري.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "دوی (طالبان) به هلته وي، هر څوک به خپله خبرې کوي، ملګري ملتونه هم مدني ټولنې ته بلنه ورکوي او دا ممکنه ده چې طالبان به له مدني ټولنې سره ونه ګوري، لکه څنګه چې په افغانستان کې له دوی سره نه ګوري، خو دا د افغانستان د ستونزو د حل لپاره یو کوچنی ګام دی."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د دوی حکومت خپل استازي ټاکلي او د دوحې د ناستې د اجنډا بشپړ جزییاتو ته په تمه دي.

په هغه بیان کې چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل د تېرې شنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه کې د بهرنیو چارو وزارت د دریمې سیاسي څانګې د مشر ذاکر جلالي له قوله خپور کړی و، په کې ادعا یې کړې چې دا ځل په دوحه کې د درېیمې ناستې په اجنډا کې مثبت بدلون راغلی دی.

خو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک په دې وروستیو کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به د بشري حقونو او د افغان ښځو د حقونو موضوع د بحثونو په سر کې وي.

هغه زیاته کړې چې ملګري ملتونه د افغانستان د اوسنیو واکمنانو په توګه له طالبانو سره د اړیکو د دوام ترڅنګ، د ښځو او نجونو د حقونو د تامین لپاره پر هغوی فشار ته دوام ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG