د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

افغانستان په اړه د دوحې غونډه؛ ملګري ملتونه: د بشري او ښځو د حقونو موضوع به لومړیتوب ولري


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

ملګري ملتونه وايي، د دوحې درېیمې غونډې په اجنډا کې به د بشري حقونو او د ښځو حقونو مسئلو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک تازه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ملګري ملتونه به له طالبانو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي ځکه چې د ده په وینا دوی اوسمهال په افغانستان کې واکمنان دي.

دوجاریک ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه پر طالبانو پرله‌پسې فشارونو ته دوام ورکوي څو د ښځو او نجونو هغه حقونه تامین کړي چې دوی ترې بې برخې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک

هغه زیاته کړه: "مونږ د افغانستان په اړه د دوحې غونډې ته ځينې استازي رابللي څو د افغانستان پر وضعیت د نړۍ چلند کې روڼتيا او همغږي رامنځته شي. د بشري حقونو، نجونو او ښځو په اړه بحثونه د خبرواترو په لومړي سر کې ځای لري."

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه د جون له ۳۰مې څخه د جولای تر لومړۍ نېټې په قطر کې جوړه شي.

ملګرو ملتونو طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده.

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دوی حکومت د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره خپل استازي ټاکلي او انتظار باسي چې د دې ناستې د اجنډا بشپړ جزییات له ملګرو ملتونو څخه ترلاسه کړي او بیا وروستۍ پرېکړه وکړي.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د هغې اعلامیې له مخې چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل د چهارشنبې په ورځ یې په خپله ایکس پاڼه خپره کړې، د یاد وزارت د درېیم سیاسي ریاست د رییس ذاکر جلالي په حواله ادعا شوې چې دا ځل د دوحې د درېیمې ناستې په اجنډا کې مثبت بدلون راغلی دی.

د دې اعلامیې په دوام کې، که څه هم د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړه چې ملګري ملتونه یې د دوحې د درېیمې غونډې د اجنډا مهم لومړیتوبونه بولي، څه نه دي ویل شوي، خو په کې راغلي چې جلالي په کابل کې د یادې غونډې د اجنډا د بیا کتنې په موخه په جوړه شوې غونډه کې وویل چې د دوحې په غونډه کې د بحث اصلي موضوعات به، مالي او بانکي وضعیت، د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه، د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت، د خصوصي سکتور وده او د اقلیم بدلون وي.

د طالبانو حکومت د تېر کال په مۍ او د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د دوحې په لومړۍ او دوهمه ناسته کې د دوی د غوښتنو د نه پوره کېدو له امله ګډون ونه کړ.

یو شمېر افغان مېرمنې او د ښځو د حقونو فعالانې ټینګار کوي چې د ښځو د حقونو د بشپړ تامین په اړه بحث باید د دوحې د غونډې د اجنډا یوه برخه وي او په دې اړه باید عملي اقدامات وشي.

په کابل کې یوې ښځې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "مونږ د دې لپاره چې ښځې یو د کارکولو حق نه لرو، د زده کړې حق نه لرو، د دې تاوان به څوک ورکوي؟ آیا د دې تاوان ملګري ملتونه ورکوي چې په هره غونډه کې یې یادوي، په اعلامیه کې یې یادوي، خو ولې يې نه عملي کوي؟ باید عملي اقدام وشي."

دغه شان د ښځو د حقونو یوې فعالې مهرو مهرین له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د افغانستان د ښځو غږ باید واورېدل شي او جدي وګڼل شي. افغانستان او د دې هېواد برخلیک باید نړۍ لپاره اړین وي او د افغانستان د خلکو راتلونکي لپاره باید جدي عملي اقدام ترسره شي."

د طالبانو حکومت پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو، په پوهنتونونو کې د هغوی پر زده کړو او په ډېرو دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG