د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

ځینې سیاسي جریانونه او اعتراضي خوځښتونه: طالبان د افغانانو د رښتیي استازیتوب حق نه‌لري


ارشیف: په افغانستان کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په افغانستان کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

یو شمېر سیاسي ګوندونه، سیاسي جريانونه او د طالبانو پر ضد د ښځو اعتراضي خوځښتونه دوحې غونډې ته د طالب چارواکو د بلنې په اړه وايي چې طالبان د افغانستان د خلکو د رښتيني استازیتوب حق نه‌لري.

د طالبانو مخالفو له ۲۰ ډېرو ګوندونو، جريانونو او د ښځو اعتراضي خوځښتونو د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې غونډې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دې ډلې د چهارشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د افغانانو له اصلي استازو پرته هر ډول خبرې اترې طالبانو ته د امتياز ورکولو په مانا دي.

خو طالبانو تل ویلي چې د دوی له شتون پرته به د افغانستان په اړه کومه غونډه پايله ونه‌لري.

ډېری دغه ډلې، چې په افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته له دې هېواده وتلي او له بهر فعالیت کوي، زياته کړې چې د افغانستان د تاريخ څلورو لسيزو تجربو ته په کتو ښکاره ده چې د افغانستان د استازو له مشروع غوښتنو پرته د دوى په ټکو د ترهګرې ډلې سره تعامل د افغانستان کړکېچ نه حلوي بلکې د کړکېچ د زیاتېدو لامل کېږي.

د دوى په اعلاميه کې راغلي، د طالبانو په واکمنۍ کې د دوى په ټکو، افغانستان غصب شوی او نړيوال تعامل او د همغږۍ زياتوالى به یوازې هغه وخت معنی ولري چې د ټولو خلکو اراده او ګټې په پام کې ونیول شي.

په دغه ګډه اعلاميه کې زياته شوې چې سياسي ګوندونه، د افغانستان په مسایلو کې ښکېلې ډلې او د ښځو اعتراضي غورځنګونه د خلکو، قومونو او ښځو د ارمانونو د څرګندونکو دغه شان د ترهګرۍ او جنسيتي توپير پر وړاندې د مبارزې په خاطر باید د دوحې په ناسته کې ګډون ولري څو افغانستان سره د نړيوال تعامل په تړاو خبرې وکړي.

خو طالبان اکثره دغه ډلې ازمويل شوې او ناکامې ډلې بولي او ادعا کوي چې افغان ولس نور پر دوى باور نه لري.

د طالبانو د حکومت د مخالفې ډلې، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د رسنیو د برخې یو مسوول هوشنګ ساعي ازادي راډيو ته وویل چې طالبان د افغانستان د خلکو د استازیتوب حق نه لري.

هغه وايي: "طالبانو په تېرو دوو لسيزو کې له افغان ولس سره له تاوتريخوالي، ظلم او استبداد پرته بل څه نه دي کړي او له هر ډول فرصت يې د افغان ولس د ګټو پر ضد کار اخیستی، نو څنګه شونې ده چې په دې غونډه کې د افغانانو په استازيتوب ګډون وکړي؟ طالبان په هېڅ ناسته کې د ګډون او خبرو حق نه‌لري او دغه تاکتیکي معامله چې نن ترسره کېږي، ممکن د دغه ډلې په ګټه تمامه شي."

یو شمېر معترضې مېرمنې
یو شمېر معترضې مېرمنې

افغان ښځینه فعالانې په دې باور دي چې د سیاسي مشرانو او نورو استازو تر څنګ باید ښځې هم په دې غونډه کې برخه واخلي څو خپل اساسي حقونه او خپلواکي ترلاسه کړي.

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ غړې او د ښځو د حقونو فعالې فوزیې وحدت ازادي راډيو ته وویل چې په دې غونډه کې به د هغو افغانو ښځو استازي ګډون وکړي چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې له اعتراض کوونکو ښځو سره یوځای د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

مېرمن وحدت وايي: زه فکر کوم چې په (دوحې) غونډه کې باید د افغان ښځو رښتینې استازي ګډون وکړي او د افغان ښځو درد بیان کړي.

مېرمن وحدت وویل: "د دوحې په غونډه کې د افغان مېرمنو شتون ډېر مهم دی، ځکه طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د جنسیتي تبعیض جرم ترسره کړی او لا هم د دوی دغه کړنه روانه ده چې دوی یې د شریعت او قران پر بنسټ ګڼي. زه فکر کوم چې په دې غونډه کې باید د افغان ښځو رښتینې استازي ګډون وکړي او د افغان ښځو درد بیان کړي."

د طالبانو حکومت تل ادعا کوي چې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقوق یې د اسلامي شریعت پر اساس خوندي کړي دي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې درېیمه غونډه د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه په قطر کې جوړه شي چې طالب چارواکي هم ورته شوي دي.

د امير خان متقي په ګډون د طالبانو د حکومت یو شمېر چارواکو، ویلي چې دوی به د دې غونډې د څرنګوالي له څېړلو وروسته د خپل ګډون په اړه پرېکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوحې په دویمه ناسته کې هم د طالبانو استازو ته بلنه ورکړل شوې وه، خو د طالبانو د حکومت د چارواکو په ټکو، د دوى د شرطونو د نه منل کېدو له امله يې په دې غونډه کې ګډون نه و کړى.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG