د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

د ازادۍ په لور د ښځو غورځنګ د دوحې درېيمې ناستې ته د طالبانو بلل وغندل


د دوحې یوه څنډه
د دوحې یوه څنډه

د ازادۍ په لور د ښځو غورځنګ د دوحې درېيمې ناستې ته د طالبانو بلل وغندل.

د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره طالبانو ته د بلنې پر ضد د اعتراضونو په دوام، د ازادۍ په لور د ښځو غورځنګ هم د یو پرېکړه‌لیک په صادرولو سره د ملګرو ملتونو دا پرېکړه غندلې ده.

د دغه غورځنګ په پرېکړه‌لیک کې راغلي چې د طالبانو پر ځای دې دغه غونډې ته د ښځو رښتيني استازې وروبلل شي، څو د دوی په ټکو يو ټولګډونه حکومت جوړ شي.

د ازادۍ په لور د ښځو غورځنګ وايي، دوی د خبرو اترو د مېز تر شا د طالبانو د حضور مخالف دي، ځکه دغه غورځنګ په دې باور دی چې طالبانو جنسیتي تبعیض کړی، ښځې یې ځورولې، وژلې، شکنجه کړې یې دي، د ښځو او نجونو پر تعلیم یې بندیز لګولی او د افغانانو د اجباري او ډله‌ییزې کډوال لامل شوي دي.

په پرېکړه‌لیک کې راغلي چې د طالبانو مشران باید محاکمه شي.

یوې معترضې مېرمنې پریسا مبارز ازادي راډیو ته وویل: "باید د افغانستان د ښځو استازې، هغوی چې په افغانستان کې دننه یې مبارزه کړې، طالبان یې ننګولي، په دې غونډه کې ګډون وکړي. هغه کسان چې له شلو کلونو راهیسې د افغانانو په جنایتونو او وژلو کې لاس لري، باید په دې غونډه کې د افغان ښځو د استازو په توګه ګډون ونه کړي."

د ښځو د حقونو یوې فعالې سجیه بهګام هم ازادي راډيو ته وویل چې په دې غونډه کې د طالبانو د ګډون مخالفه ده، ځکه د دې په باور د طالبانو هدف خبرې نه دي.

هغه زیاتوي: "داسې ښکاري چې دوی غواړي خپلې غوښتنې تحمیل کړي، خبرې اترې نه کوي. هیڅوک د خبرو مخالف نه دي. هر څوک غواړي چې په افغانستان کې سوله او ارامي راشي او افغان نارینه او ښځې هوسا شي، خو له بده مرغه چې دوی د افغانستان خلک یرغمل کړي او او د خپلو غوښتنو د منلو هڅه کوي."

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې نظیفې حقپال ازادي راډيو ته وویل چې په دې غونډه کې د طالبانو حضور باید مشروط وي، ځکه په ټکو یې هغوی د افغانستان د اوسنۍ ستونزې یوه برخه ده.

هغه زیاتوي: "طالبان د افغان ستونزې د یوه اړخ په توګه باید دغې غونډې ته وبلل شي، خو دوی ته باید د اجنډا د ټاکلو اجازه ورنه‌کړل شي، باید هېر نه کړو چې سیاسي او مدني حرکتونه باید رول ولري، په دغو خبرو اترو کې حضور ولري او موږ هیله مند یو چې دا پروسه به د افغانانو ترمنځ خبرو ته لاره هواره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې وروستیو کې ځینو کورنیو رسنیو ته ویلي وو چې د دوحې د درېیمې ناستې اجنډا له دوی سره شریکه شوې او دوی به له کتنې وروسته د خپل ګډون په اړه پرېکړه وکړي.

مخکې تر دې بیا د طالبانوحکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په ګډون د دوی یو شمېر نورو چارواکو هم ویلي وو چې د دې غونډې د څرنګوالي له څېړلو وروسته به د خپل ګډون او نه ګډون په اړه پرېکړه وکړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي

د دوحې درېیمه غونډه چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د جون له ۳۰مې څخه د جولای تر لومړۍ نېټې ترسره شي، د دغه سازمان په وینا د بشري حقونو او د افغان ښځو د حقونو موضوع به د دغې غونډې د بحثونو په سر کې وي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې دوه نورې ناستې د افغانستان ستونزو ته د بنسټیزو حل لارو د موندلو په هدف جوړې شوې وې.

دوحه کې دوهمې ناستې ته هم د طالبانو استازي بلل شوي وو، خو د دوی په ټکو د شرطونو د نه منل کېدو له امله یې په یاده غونډه کې ګډون ونه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې افغانان تمه لري د دې غونډې پایلې، په دغه هېواد کې د بشري په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو او د افغانستان په اقتصادي او سیاسي وضعیت مثبت اغېز وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG